1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر استخباراتو د کم کارۍ تور

۱۴۰۲ مرداد ۱, یکشنبه

د آلمان پر استخباراتي ادارې تور دی چې ګواکې د نړۍ له مهمو پېښو څخه کافي او پر وخت معلومات په لاس نه راوړي. په دې منځ کې د طالبانو بیا واکمنۍ، د مسکو پر وړاندې د واګنر بغاوت او د اوکراین جګړې د پيل یادونې شوي.

Berlin Bundesnachrichtendienst BND
انځور: Florian Gaertner/photothekx/picture alliance

د آلمان د بندستاګ یا د فدرالي پارلمان د دفاعي کمېټې مشره، ماري انگنس شتراک څیمرمان وايي چې آلمان ته په کافي اندازه معلومات نه رسيږي او ستونزه د پېښې له ځایه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې ده.

هغه په دې باور ده چې د آلمان استخباراتي اداره نور په بحراني شرایطو کې کافيٍ موثریت نه لري. هغه وايي: «واضح ده چې لا ډېرو کارمندانو ته اړتیا ده او کارمندانو ته باید شين څراغ ورکړل شي تر څو د پېښې په ځایونو کې لا ډېر فعال واوسي.»

ورته نور ولولئ: پریګوژین: د پرځولو اراده مو نه لرله، هدف مو د واګنر ځواک ساتل وو

د آلمان د استخباراتو فدرالي اداره (بي ان دي) د مسکو پر وړاندې د واګنر د ملیشو د مشر، يونګي پريګوژین، له بغاوت وروسته تر سختو نيوکې لاندې راغله. د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ وویل چې د آلمان د بهرنیو اطلاعاتو سرویس له دغه پاڅون څخه غافله وو.

شتراک څیمرمان له څو کلونو راهیسې د آلمان په استخباراتي خدماتو کې کمښت ويني او په دې ارتباط په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبان د بیا واکمنېدو یادونه کوي. نوموړې همدارنګه د غربي افریقا په مالي هیواد کې د آلمان پوځي ماموریت په هکله هم خبرې کړي دي.

هغه وايي: «موږ په دې ارتباط هيڅ معلومات ترلاسه نکړل او په بشپړه توګه له خالي لاسونو سره ولاړ وو.»

ماری انګنس شتراک څیمرمانانځور: Jörg Carstensen/dpa/picture alliance

ورته نور ولولئ: د افغانستان ماموریت؛ هغه ماته چې له وړاندي معلومه وه؟

د آلمان پارلمان د دفاعي کمېټې مشره په دې باور ده چې د مخفي سرویس په دستګاه کې د جوړښت یو ذهني ستونزه هم موجوده ده. د دې علت کېدای شي دا وي چې آلمان د سړې جګړې تر پای وروسته نور نه غواړي چې ځانګړي خطرونه وويني.

خو د آلمان پخواني فدرالي جمهوریت د یو واقعي خطر سناریو لرونکی وو او همدارنګه ېې یو ځواکمن استخباراتي سرویس درلود.

ورته نور ولولئ: د افغانستان ماموریت: اهداف، تېروتنې، درسونه

د آلمان د استخباراتی ادارې پخواني مشر، ګرهارد شیندلر، درې اوونۍ مخکې پر اوسني سیاست نيوکه وکړه چې په وروستیو کلونو کې ېې د فدرالي استخباراتو ادارې وړتیاوې له حدې ډېرې راکمې کړي او دا طبعاً د معلوماتو پر راټولو کې خپل اغيز اچوي.

دويچه ويله د/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب