1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر افغان پخواني ځايي همکارانو فشارونه زيات سوي«

۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعه

په آلمان کي د افغانستان د ځايي همکارانو د ملاتړ سازمان وايي چي طالبانو په افغانستان کي د بهرنيانو پر پخواني افغان همکارانو حلقه لا زياته راتنګه کړې ده.

Konflikt in Afghanistan - Ortskräfte in Brandenburg agekommen
آرشيف انځور ـ له افغانستان ځخه د آلمان پخواني په زرونو افغان څايي همکاران تر مخه لا آلمان ته رسېدلي ديانځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

د مرستندويانو په وينا په زياته د اوکراين د کړکېچ له پېلېدو راهيسي د ځايي همکارانو په وړاندې فشارونه زښت زيات سوي دي. په آلمان کي د افغان ځايي همکارانو د ملاتړ د اتحاديې څخه اليکزاندر فروليش ويلي دي چي د مثال په توګه له يوې اونۍ راهيسي تلاښۍ جريان لري. نوموړي دا څرګندوني و پروتستانت خبري آژانس ته کړي دي.

د فروليش په وينا په افغانستان کي د آلمان يو شمير پاته پخواني ځايي همکاران پټ ژوند کوي. هغه زیاته کړې ده چي طالب چارواکو د بعضو پخواني ځايي افغان همکارانو د کورنيو له غړو پوښتني ګروېږني کړي دي چي د بهرنيانو سره پخواني همکار خپلوان يې چيري دي. د دپلوماتانو د معلوماتو پر اساس د افغانستان په نورو برخو کي هم تلاښۍ سوي دي.

فروليش د پروتستانت خبري آژانس سره د خبرو پر وخت پر دې هم بحث کړی دی چي ايا په افغانستان کي د شخصي کورونو رواني تلاښۍ د اوکراين د جګړې د پېل سره تړاو لري که نه. هغه ويلي: «دا چي ايا دغه تصادف او که تاکتيک دی، يو اړخ ته به يې پرېږدو.» په آلمان کي د (Patenschaftsnetzwerk) په نوم شبکه چي پکښي فروليش هم شامل دی، په آلمان او افغانستان کي د آلمان د پخواني افغان همکارانو سره مرستي کوي.

افغانستان ته د آلمان له خوا نومول سوي سفير، مارکوس پوتسل د دوشنبې په ورځ د تويتر په يوه پيغام کي د تلاښيو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې وه. د راپورونو له مخي طالبانو په کابل کي د نورو کسانو تر څنګ د مرستندویه سازمانونو د همکارانو د کورونو تلاښۍ هم کړي دي.

د فروليش په وينا په افغانستان کي وضعه ورځ تر بلي د خرابېدو په حال کي ده. هغه زياته کړې ده چي د آلمان پخواني افغان همکاران د خپلو کورنيو څخه ليري په پټو ځايونو کي ژوند کوي او پيسې يې هم خلاصي سوي دي. د هغه په وينا د وخت په تېرېدو سره دا لا مشکله سوې ده چي دغه کسان دي پاسپورټ تر لاسه کړي او دغه هيواده د ووتلای سي.

نوموړي په اوکراين کي د رواني جګړې په هکله خبرداری ورکړی دی چي دغه جګړه نه بايد چي د دې لامل سي چي په افغانستان کي د آلمان شاته پاته افغان پخواني ځايي همکاران هير کړل سي. د هغه په وينا د آلمان حکومت بايد چي دا يقيني کړي چي هغه کسان چي ورته آلمان ته د راتلو تضمين ورکول سوی دی، هغوی بايد وکولای سي چي له خپل هيواد څخه ووځي.

کله چي وسله والو طالبانو د تېر عيسوي کال د اګست مياشتي په نيمايي کي کابل ونيولی، نو د آلمان پوځ له افغانستان څخه د خپلو همکارانو د انخلا عمليات پېل کړل چي د اګست مياشتي په پای کي ودرول سول. د هغه وروسته د دريمو هيوادونو له لاري په زرونو افغان ځايي همکارانو او د هغوی د کورنيو غړي آلمان ته راغلل. په ټوليزه توګه د آلمان حکومت ۲۵ زرو افغانانو ته و آلمان ته د راتلو تضمين کړی دی خو زياته برخه دغه کسان لا په افغانستان يا ګاونډي هيوادونو کي بند پاته دي.

آ./ا.ا./ب.ص.