غلط: د کوم ځانګړي هیواد د مهاجرو له پاره هیڅ ډول ځانګړې سهمیه یا ونډه وجود نه لري. هر مورد جلا جلا په پام نیول کیږي.
-«هر یو مهاجر ۲۰۰۰ يورو د ښه راغلاست پيسو په توګه ترلاسه کوي» او «آلمان هر مهاجر ته یو کور د سوغات په توګه ورکوي». دا له حقیقت سره هیڅ اړخ نه لري.
-«که آلمان دې خوښ نه شو، نو په ډیري آسانۍ درته د کاناډا ویزه درکوي.»
د دغو آوازو په هکله د آلمان خبري آژانس په انترنيت پاڼه کې لا د پخوا څخه لیکل شوي دي: «دا په بشپړ ډول مزخرفي خبري دي. د آلمان او کانادا تر منځ او یا له کوم بل هیواد سره د داسې مواردو په اړه هیڅ موافقه نه سته.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله د RumoursAboutGermany کمپاين اصلي هدف دا دی چې یوازي قاچاقبرانو ته اجازه ور نه کړای شي چې په انترنيت کې د آلمان په هکله غلط معلومات خپاره کړي.
دغه نوې انترنيت پاڼه د هغه کمپاين یوه برخه ده چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې په افغانستان پاکستان او شمالي- لویدیځ افریقا کې د لویو لوحو، پلاکاټونو، بلوګ، تلویزیون او راډیوي پروګرامونو په مرسته خلکو ته د رښتني معلومات رسوني په موخه جریان لري.
دغه انترنيت پاڼه به د یاد کمپائن هغه فعالیتونه چې تر اوسه پوري یې کړې دي له انټرنټ سره وصل کړي.
زموږ له ارشيف څخه:
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz
له غربت څخه نجات
د دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.