1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ختیځ کې د ښی اړخه ګوند بريا

۱۴۰۳ شهریور ۱۲, دوشنبه

د آلمان له پاره بديل ښی اړخي ګوند(AfD) د تورنګن ایالت په پارلماني ټاکنو کې بريا خپله کړې ده او په زاکسن ايالت کې د دويم ستر سياسي ځواک په توګه انتخاب شوی دی.

په تورنګن ایالت کې د آلمان له پاره د بديل ګوند مخکښ کانديد بيورن هوکه
هوکه له يوه تاريخي بري څخه خبره وکړه او ویې ويل چې د حکومت د رامنځته کولو له پاره له ګوندونو سره خبرو اترو ته ليوال دی.انځور: Bodo Schackow/dpa/picture alliance

 د آلمان په تورنګن او زاکسن ایالتونو کې چې د آلمان په ختيځ کې پراته دي، د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې يو تاريخي تحول رامنځته شوی دی.

د بيورن هوکه، په مشرتوب د آلمان له پاره بديل ګوند AfD په تورنګن ایالت کې د تر ټولو قوي ځواک په توګه راڅرګند شوی دی.

دا د آلمانپه تاريخ کې لومړی ځل دی چې د «اساسي قانون د ساتني» امنيتي ادارې له خوا د آلمان په کچه د شکمن افراطي ښی اړخه او په تورنګن او زاکسن ايالتونو کې د ډېر افراطي ښی اړخه ګوند په توګه درجه بندي شوی، په ايالتي پارلماني ټاکنو کې اکثريت رایې ترلاسه کړي.

د لومړيو شميرو پر اساس د آلمان له پاره بديل ګوند چې بيورن هوکه، یې مشري کوي، وتوانید ۳۲،۸ سلنه رایې ترلاسه کړي چې دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله (۲۳،۴ سلنه) د پام وړ زیاتوالی دی.

بيورن هوکه، اعلان وکړ: «موږ د خلکو له خوا د لومړي ګوند په توګه اعلان شوي يو.» نوموړي له يوه تاريخي بري څخه خبره وکړه او ویې ويل چې د حکومت د رامنځته کولو له پاره له ګوندونو سره خبرو اترو ته ليوال دی.

هوکه، وويل: «موږ چمتو يو چې دولتي مسئوليتونه پر غاړه واخلو.» خو نور ګوندونه له دې ګوند سره همکارۍ او ائتلاف جوړولو ته اماده نه دي.

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

04:38

This browser does not support the video element.

د آلمان مسیحي ديموکرات ګوند (CDU) بيا په تورنګن ایالت کې ۲۳ اعشاريه ۸ سلنه رایو په اخيستو سره دويم ځای خپل کړی دی چې په دې توګه د ۲۰۱۹م کال د ټاکنو په پرتله د دې ګوند په وضعيت کې ښه والی ته اشاره ده. دې ګوند له کيڼ اړخو، زرغون ګوند او د آلمان له پاره له بدیل ګوند سره همکاري رد کړې ده.

د آلمان کين اړخه ګوند Linke چې له ۲۰۱۴م کال راهېسې یې په تورنګن ایالت کې حکومت کاوه، د پام وړ سقوط سره مخامخ شوی دی او ۱۲،۹ سلنه رایې ترلاسه کړي دي. د ۲۰۱۹م کال په ټاکنو کې دې ګوند ۳۱ سلنه رایې ترلاسه کړې وې خو اوس یې ډېرې لږې رایې په لاس راوړي دي.

د سارا واګن کنېشت (BSW) ګوند چې د آلمان د کيڼ ګوند څخه رابېل شوی ګوند دی، په تورنګن ایالت کې ۱۵ اعشاريه ۸ سلنه رايو په اخيستو سره د آلمان په ختیځ کې د پارلماني ټاکنو د يوه ستر ګټونکي په توګه راڅرګند شوی دی.

دا ګوند د آلمان له خوا اوکراين ته د وسلو پر ورکړه نیوکې کوي او له روسيې سره د مذاکراتو غوښتونکی دی.

په زاکسن ايالت کې وضعيت څه ډول دی؟

د تورنګن په پرتله په زاکسن ایالت کې وضعيت يو څه مختلف دی. په دغه ایالت کې د آلمان مسيحي ديموکرات ګوند (CDU) ۳۱،۵ سلنه رایې ترلاسه کړي دي. په دې توګه دا وړاندوېنه کیږي چې په دې ایالت کې به هم د ائتلافي حکومت جوړول له مشکلاتو سره مخامخ وي. د آلمان له پاره بديل ګوند په دې ایالت کې ۳۰،۴ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

د آلماني رسنيو د معلوماتو په حواله په تورنګن ایالت کې د رایې اچونې په شرايطو پوره کابو ۱،۶۶ ميليون وګړو او په ګاونډي ايالت زاکسن کې بيا تقریباً ۳،۳ ميلیونه کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.

په زاکسن او تورنګن ایالتونو کې د ايالتي پارلمان ټاکنې ښيي چې د آلمان په فدرالي حکومت کې شریکو ګوندونو (سوسيال ديموکرات، زرغون او لیبرال ګوند) سخته ماته خوړلې ده.

کارپوهان وايي چې په دواړو ایالتونو کې د حکومت جوړول لا پسې سخت شوي دي او سنتي ګوندونه ښايي د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو له پاره په داسې «ائتلاف کې ونډه اخيستو ته مجبور شي چې انتظار یې نه کیږي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب