1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآلمان

د آلمان په دویسبورګ ښار کې د چاقو برید ترهګریزه انګیزه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

تحقیق کوونکي شک لري چې د جرمني د دویسبورګ ښار په یوه ورزشی کلب کې د چاقو برید تر شا افراطي اسلامپالې انګیزه وه. په دې اړه عکسونه او ویډیوګانې د شکمن کس په ګرځنده تلیفون کې موندل شوي.

Deutschland | Messerattacke in Duisburger Fitnessstudio
انځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance

 

د آلمان په دویسبورګ ښار کې په یوه ورزشی کلب کې د چاقو له برید یوه اونۍ وروسته، پلټونکو په دغه ۲۶ کلن شکمن کس کې د  د سخت دریځۍ نښې نښانې موندلې دي.

په دوسلدورف کې څارنوالۍ ویلې دي چې دا نښې د پلټنو پرمهال د شکمن کس د ګرځنده تلیفون له کتلو وروسته ترلاسه شوي. له همدې کبله د دوسلدورف ښار څارنوالۍ د پلټنو دنده پر غاړه اخیستې ده.

شکمن د سوریې تبعه دی او د وژنې د هڅې په تور نیول شوی دی. هغه په ​​۲۰۱۶م کال کې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه او تر دې وړاندې داسې څه نه وو، چې د پولیسو د توجه وړ وګرځي.

 

یو پولیس افسر او یو پولیس د سلطنتي تالار مخې تهانځور: Hanno Bode/imago images

تر دې مخکې د آلمان تلویزوني چینل «آر ټي ال ويست» د دغه شکمن گرځنده تلیفون په عکسونو او ویډیوګانو کې سخت دریځه اسلامپالي موادو د موندلو خبر ورکړی و.

د پولیسو ځانګړې قطعې د یکشنبې په شپه، شکمن کس په دٍيسبورگ ښار کې د پیښې ځای ته نږدې په خپل اپارتمان کې ونیوه. هلته دوه چاقوګان هم موندل شوي، چې ښايي د ورزشی کلب په برید کې کارول شوي وي. عیني شاهدانو د دغه کس په اړه پولیسو ته خبر ورکړی و.

دغه سوریايي تبعه تورن دی، چې تېره اوونۍ یې د دېسبورګ په یوه ورشي کلپ کې پر خلکو د چړې برید وکړ او د ۲۱، ۲۴ او ۳۲ کلنو په عمر یې څلور کسان سخت ټپیان کړل. د پولیسو په وینا په دې پېښه کې ټپي شوی ۲۱ کلن ځوان د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

اړوند مطلب:

اروپايي ټولنه د پولو پر لا سخت کنترول غور کوي

د ډیسبورګ ښاروالۍ دفتر اعلان کړی، چې شکمن تر اوسه د دې تورونو په اړه نظر نه دی څرګند کړی او چپ پاتې شوی دی. زیاته شوې ده چې د دې پېښې له قربانیانو څخه هېڅوک دغه تورن کس نه پېژني او نه يې له بریدګر سره اړیکه درلوده. په لومړي سر کې پلټونکو فکر کاوه چې د دغه برید هدف یو مشخص کس و.

بازرسان احتمال می‌دهند که حمله با چاقو در یک سالون ورزشی در شهر دویسبورگ آلمان انگیزه تروریستی داشته است. در تلفون‌همراه مظنون عکس‌ها و ویدیوهایی در این زمینه یافت شده است.

یک هفته بعد از حمله با چاقو در یک سالون ورزشی در شهر دیسبورگ آلمان، بازرسان نشانه‌هایی از پیشینه اسلامگرایانه را در نزد مظنون ۲۶ ساله یافته اند.

سارنوالی عمومی در شهر دوسلدورف اعلام کرده است که این نشانه‌ها در پی بررسی تلفون همراه شخص مظنون در جریان تحقیقات به دست آمده است. به این دلیل، سارنوالی در شهر دوسلدوف مسئولیت تحقیقات را به عهده گرفته است.

اړوند مطلب:

۷۱ سلنه آلمانیان: له مهاجرو سره ترهګر هم راځي

فرد مظنون یک شهروند سوریه است و به اتهام تلاش به قتل بازداشت شده است. او در سال ۲۰۱۶ در آلمان تقاضای پناهندگی داد و قبلاً مورد توجه پولیس قرار نگرفته است.

قبلاَ شبکه تلویزیونی «آر تی ال ویست» آلمان از کشف محتوای اسلامگرایانه در عکس‌ها و ویدیوهای مبایل این مظنون خبر داده بود.

واحد ویژه پولیس این فرد مظنون را شب یک شنبه در آپارتمان‌اش در دیسبورگ در نزدیکی محل رویداد بازداشت کرد. در آنجا دو چاقو نیز یافت شد که ممکن است در حمله در سالون ورزشی مورد استفاده قرار گرفته باشد. شاهدان عینی به ماموران پولیس در مورد این فرد اطلاع داده بودند.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب