د چهارشنبې په ورځ تر دې پیښې وروسته آلماني چارواکو وکولای شول چې په لنډه موده کې تورن کس پیدا کړي. تورن کس د آلمان په زاربروکن ښار کې د پیښې له سیمې څخه څو سوه متره لیري نيول شوی. تر نیولو وروسته تورن کس د ژورو ټپونو له امله ژر تر ژره روغتون ته انتقال شوی. داسې ښکاري چې نوموړي تورن کس په خپله ځان ټپي کړی وي.
پولیس په دې باور دي چې، دغه ۲۷ کلن سوریايي مهاجر د سره صلیب ۳۰ کلن رواني مشوره ورکوونکی د رواني مشکلاتو لرونکو مهاجرو ته د مشورې ورکوونې په مرکز کې وژلی دی.
داسې انګیرل کیږي چې دغه سوریايي مهاجر تر دې پیښې مخکې د سره صلیب د رواني چارو له ډاکټر سره لفظي شخړه کړې او بیا وروسته یې هغه وژلی دی. ډاکټر د پیښې په سیمه کې وژل شوی. د دې پیښې علت تراوسه معلوم نه دی خو چارواکي په دې باور دي چې دغه پیښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.
د آلمان سور صلیب په شوک کې دی
د آلمان د سره صلیب مشر رودولف زایترز په دې هکله وویل: «موږ ټول ویریدلې او په شوک کې یو.» هغه همدا راز زیاته کړې ده چې په آلمان کې د سره صلیب ټول کارکوونکي د خپل همکار په ویر کې دي او د هغه ستاینه کوي.
پولیسو د پیښې په سیمه کې یوه چاړه هم موندلې خو سمدلاسه یې د دې خبرې پخلی ونه کړ چې قتل په همدې چړې شوی دی که نه.
وژل شوی کس له ۲۰۱۴م کال راهيسي له سره صلیب سره کار کاوه. د فرانسې پولې ته څیرمه، د آلمان په زاربروکن ښار کې د رواني مشورو دغه مرکز تازه راغلو مهاجرو ته چې له نوي کلتور سره بلد نه وي، د سترس، تشویش او رواني مشکلاتو په برخه کې د مرستو وړاندې کولو تخصص لري.
د برید دغه پیښه په سویډن کې د تیرکال د پیښې یاد تازه کوي، په کومه کې چې یو ځوان مهاجر یوه ۲۲ کلنه خیریه کارکوونکې ووژله.
dj/msh (AFP, epd, AP, dpa)
زموږ له ارشيف څخه:
پخوانی زندان اوسنی مهاجر کمپ
شازیه لطفي ۱۹ کلنه ده او په زندان کې ده. هغې کوم جرم نه دی کړی، بلکې مهاجره شوې ده. د هغې سر پنا په هالند کې یو پخوانی زندان دی، چې نور د زندان په توگه کارول کیږي. د اې پي خبریال محمد محسن د ځینو انځورونه راښيي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenیو کټ، دوې چوکۍ او د موسیقۍ یو کیبورډ
دوی له افغانستان څخه راغلي دي. ۲۷ کلن حامد کریمي او د هغه ۲۵ کلنه میرمن فرشته راحیمي د هالنډ په هارلیم کې د زندان په کوټه کې اوسیږي. له دغه زندان څخه نور د زندان په توگه نه، بلکې د مهاجرو د استوگنځای په توگه کار اخیستل کیږي. هغه کیبورډ غږوي او موسیقي اوري. موسیقي، جگړه نه. خو دا چې هغوی به په اروپا کې پاته شي او که نه، معلومه نه ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenد دروازې تر څنگ بله دروازه او وړاندې لږه رڼا
د هالنډ په هارلیم کې په لومړي نظر کې زندان دغه ډول ښکاري. څو سوه مهاجر دغه ځای ته د اوسیدو له پاره راوستل شوي دي. له هغوی څخه یو تن ايرانی ۲۵ کلن رضا احسان دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenکه څه هم دغه ودانۍ د یادگاري میراث برخه ده او په دغه ځای کې د خلکو ښه پالنه کیږي، خو یو زندان یوازې زندان وي. دغه څه په انځور کې هم صدق کوي. پر دې سربیره په انځور کې کیڼ اړخ ته ۳۶ کلن محمد بن سلیم چې له الجزایره راغلی او ۲۲ کلن امیني اوشي چې د لیبیا هیواد ده هم لیدل کیږي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenد کوټې په خوله کې یو پیاله چای
افغان مهاجر سیرت الله حیات الله د یوې کوټې یا سلول مخې ته چای څښي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenیوازې ښځې، په یوه جلا برخه کې دي. د اسوشیتد پرس عکاس د یوې سومالیایي ښځې انځور اخیستی دی. ایاوا محمد ۴۱ کلنه ده او دلته د نورو ډېرو میرمنو په شان یوې نامعلومې راتلونکې په انتظار ده. هغې په خپل ټاټوبي کې تاوتریخوالی تر خپل شا پریښی دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenافغانستان، سومالیا، عراق...
د هالنډ په پخواني زندان کې کوچنۍ نړۍ هغه څه ښيي، چې په اروپا کې د «کډوالو د کړکیچ» په نامه یادیږي. د نړۍ د کړکیچ ځپلو سیمو خلک په دغه ځای کې اوسیږي. ۲۴ کلن یاسر حاجي او د هغه ۱۸ کلنه میرمن له عراق څخه راغلي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenمهاجر دلته بیا هم په منظمه نړۍ کې ژوند کوي. جگړه، گډوډي او غیر منظموالی نه شته، بلکې برعکس د کالو پریمنځلو یو سالون چې زیاترو یې په خپل هیواد کې ترې استفاده نه کوله.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenدغه کس نه غواړي چې نوم وښيي او نه یې پوره څیره ولیدل شي. د هغه دلیل هم جنس بازي ده. هغه مراکشی دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenفاطمه حسین چې ۶۵ کاله عمر لري په دغه کمپ کې یوه له هغو زیات عمر لرونکو مهاجرو څخه ده چې د اسوشیتد پرس عکاس پیژندلې ده. هغې عکاس ته د خپلې کوټې د لیدو اجازه ورکړې او آن د دې اجازه چې د لمانځه پر مهال یې انځور واخلي. هغه د عراق ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen۴۰ کلن ناران بتر، له منگلویا څخه راغلی دی. هغه د باسکټبال لوبه کوي. د دغه سرپنا اداره کوونکي او پالونکي د انسانانو آزاد ژوند ته د مخه کولو هڅه کوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen