د آلمان په لويو ښارونو کي د مهاجرو د اکثريت کېدو اندېښنه
آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۲۲, سهشنبه
کارپوهان وايي چي و جرمني ته د راتلونکو زياترو مهاجرو زيات زور د لويو ښارونو پر لور وي. له دې کبله داسي بيري سته چي په دغو ښارونو کي به مهاجر اکثريت سي.
انځور: picture alliance/dpa/F. Rumpenhorst
اعلان
د جرمني د خبري آژانس د يو راپور له مخي کارپوهان وايي چي آلمان ته د راتلونکو اکثره مهاجرو هڅه دا وي چي د دغه هيواد په لويو ښارونو کي مېشته سي. په دې ترڅ کي د کډوالۍ د موضوع کارپوه او څېړونکي يوخن اولټمر ويلي دي چي پلټنو ورته جوته کړې چي د مهاجرو اکثريت د آلمان لويو ښارونو ته تلل غواړي.
دغه آلماني کارپوه د آلمان د اړونده لويو ښارونو پر چارواکو او مسئولينو ږغ کړی دی چي دغه موضوع ته دي جدي پاملرنه وکړي. د اولټمر په وينا: «دا ممکنه ده چي په نسبتاً لږ وخت کي په لويو ښارونو کي د آلماني نژادو او ځايي خلکو پر اکثريت او پر نورو اقليتونو، راغلي ډلي اکثريت سي.»
کار موندنه
ځيني ټولنپوهان وايي چي هر څومره چي يو ښار لوی وي، هومره زيات پناه غوښتونکي او کډوال ورته مخه کوي. د جرمني په شمال کي واقع په اوسنابريوک ښار کي د مهاجرت او بين الثقافتي علومو کارپوه او څېړونکی اولټمر وايي چي په دې موضوع کي د کار بازار مهم دی.
د نوموړي په خبره زيات پناه غوښتونکي په دې خاطر لويو ښارونو ته مخه کوي، چي فکر کوي هلته به کار موندل آسانه وي. دغه آلمان کارپوه د آلمان خبري آژانس ته زياته کړې ده چي په مجموع کي هم اکثره مهاجر د ښارونو خوښونکي وي.
د يوې څېړني له مخي د آلمان په پنځم لوی ښار فرانکفورټ کي تر ۶ کلنۍ د کم عمر ماشومانو۸۰ سلنه يې داسي دي چي مور او پلار يې د کډوالۍ يا مهاجرت شاليد لري.
يوخن اولتمر ويلي دي، له هغه سره سره چي هغه ځايي خلک چي نه غواړي په خپله سيمه کي په اقليت بدل سي، هلي ځلي کوي، خو په مخ پر زياتېدونکې توګه په دغو سيمو کي د مهاجرو شمېر زياتيږي.
دغه آلماني کارپوه زياته کړې ده چي په ښارونو کي د مهاجرو شمېر زياتېدل په ځينو مواردو کي د دې لامل هم ګرځي چي ځايي خلک له مهاجرو څخه ګواښ احساکړي. د هغه په وينا په داسي حالت کي د مهاجرو فکر هم و منفي اړخ ته زيات تمايل پيدا کوي.
اولټمر ويلي دي چي د دغې موضوع د حل له پاره يوه مهمه خبره په مهاجرو کي د تعليم زياتول دي. د هغه په وينا کله چي تعليم زياتيږي نو په ټولنه کي منفي فکر هم کميږي.
انځورونه: ماشوم مهاجر ۶۳ سلنه زیات شوي
د جگړه ځپلو او بې وزلو هیوادونو د مهاجرو لویه برخه یعنې یو پر دریمه یې ماشومان دي. هغه مهاجرت چې د دوی د راتلونکي له پاره هیڅ ډول ضمانت پکښې نه شته. اروپا ته د ماشوم مهاجرو په اړه انځوريز راپور.
انځور: Getty Images/K. Cucel
څوک له جگړې څخه تښتي او څوک له سیاسي تعقیب او فقره. بالاخره ويلای شو چې مشران د دې ټولو ستونزو بنسټ ایښودونکي او رامنځته کوونکي دي. په همدې منځ کې په میلیونونو ماشومان د خپل کور کلي پریښودو ته اړ او مهاجر شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski
په ټوله نړۍ کې د مهاجرو او بې ځایه شوو ماشومانو دقیقه شمیره معلومه نه ده. خو هغه څه چې روښانه ده دا دي چې جگړې، ناخوالو او فقر په میلیونو ماشومان په خپلو هیوادونو کې دننه او دباندي مهاجرت ته اړ ایستلي دي.
د ملگرو ملتونو سازمان د کډوالو ادارې د رپوټ پر بنسټ د هغو کډوالو ۳۶ سلنه ماشومان دي، چې د سوریې، عراق او افغانستان څخه د ترکیې او یونان ترمنځ د سمندر په خطرناکه لاره ځان اروپا ته د رسولو کوښښ کوي. له دغو لارو څخه د تیریدونکو کډوالو تر ۶۰ سلنه ډیر یې ښځې او ماشومان دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Tzortzinis
د هوا په يخېدو سره د مهاجر ماشومانو په رنځ او کړاو کې هم ډېرښت راغلی دی. د کډوالو بحران مهاجرو ته د رسیدگۍ په برخه کې اروپا هم بې وسه کړې ده. د مرستندویه سازمانونو بودیجه هم کفایت نه کوي. دغه سازمانونه د بالکان په مسیر کې د سرحدونو د بندیدو په صورت کې د یوه بشري ناورین خبره کوي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Barukcic
په هغو هیوادونو کې چې جگړه روانه ده د ماشومانو ژوند په خطر کې دی. شاید فقر هم د دوی ژوند ته گواښ پيښ کړي، خو د مهاجرت په مسیر کې هم د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخ کیږي. په اوبو کې تر ډوبیدو او له یخنې څخه پر مړه کیدو سربیره، له کورنۍ څخه جلا کیدل او ورکیدل هم د ماشومانو ژوند تهدیدوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Vassil Donev
په دې وروستیو کې د آلمان د جنایې چارو ادارې اعلان کړی دی چې شاوخوا ۵۰۰۰ زره کم سنه ماشوم مهاجر د روان میلادي کال په پیل کې د یوې لنډي مودې له پاره یا قسماً په موقتي ډول ورک شوي دي. د دغو ورک شوو مهاجرو ډېر ئې له ۱۴ تر ۱۸ کلونو پوري سن لري.
انځور: Getty Images/AFP/A. Nimani
مخکې تر دې «یورو پول» یا د اروپایې اتحادیې پولیسو اعلان کړی وو چې په تیرو دوو کلونو کې نژدې ۱۰ زره کم سنه ماشومان چې یوازي راغلي ول اروپا ته تر رسیدو وروسته لادرکه شوي دي. قانوني سن ته د نه رسیدلو ماشوم مهاجرو د هجوم له کبله اروپایې هیوادونه تر ۱۸ کلنۍ د کښته سن درلودونکي ماشومانو له پاره د استوگنځای له کمشت سره مخامخ دي.