1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ګڼو ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي

۱۴۰۲ بهمن ۱, یکشنبه

په آلمان کې د ښي اړخو سخت دریځو پر ضد د لاریون د تنظیموونکو او پولیسو په وینا، د شنبې په ورځ د آلمان په ګڼ شمیر ښارونو کې لاریونونه شوي چې پکې له ۲۰۰ زرو ډیرو کسانو ګډون کړی وو. د نن ورځې له پاره هم لاریونونه پلان شوي.

Deutschland Frankfurt | Demonstration gegen AfD und Rechtsextremismus
انځور: Michael Probst/AP Photo/picture alliance

په آلمان کې د ښي اړخو سخت دریځو پر وړاندې د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې پراخ لاریونونه شوي دي. د پولیسو او د لاریونونو د تنظیموونکو په وینا په دې احتجاجونو کې له ۲۰۰ زرو ډیرو کسانو برخه اخیستې وه او دا چې دوی سړکونو ته راوتلي ول او د دیموکراسۍ په ملاتړ او د ښي اړخو پر ضد یې شعارونه ورکول.

د رپوټونو په حواله، یوازې د المان په فرانکفورت ښار کې څه باندې ۳۵ زره کسانو په دغه لاریون کې ګډون کړی وو. د رسنیو د معلوماتو له مخې د آلمان په هانوور او دورتموند ښارونو کې هم ورته لاریونونه شوي دي. د آلمان ډیری سیاسي ګوندونو هم د د دغو احتجاجونو ملاتړ کړی او ښايي د نن یکشنبې په ورځ ورته لا ډیر لاریونونه وشي.

په فرانکفورت کې دغه لاریون د «د ډیموکراسۍ دفاع – فرانکفورت د آلمان له پاره بدیل ګوند یا ښي اړخيتوب پرضد دی» تر نامه لاندې ترسره شوی دی. په لاریون کې د خلکو د پراخ حضور له کبله، پولیس اړ شوي ول چې د مسوولیت سیمه لا پسې براخه کړي او په وار وار یې له خلکو غوښتل چې د رومبرګ په لوري ولاړ نه شي.

په آلمان کې د ښي اړخو سخت دریځو پر وړاندې د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې پراخ لاریونونه شوي ديانځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

بل لوري ته د آلمان په هانوور ښار کې هم ورته یو لاریون روان وو چې پکې د رپوټونو په حواله له ۳۰ زره زیاتو کسانو ورته شعارونه ورکول. په دې لاریون کې د نورو ویناوالو سربیره، د آلمان پخواني ولسمشر کریسټین وولف او د آلمان د نیدر زاکسن ایالت لومړي وزیرسټیفن وایل چې د (SPD) ګوند غړی دی، هم د لاریون ګډونوالو ته ویناوې وکړې. سربیره پر دې، د آلمان بل ستر ښار دورتموند هم د ورته لاریون شاهد وو چې پکې د پولیسو په حواله له ۳۰ زرو زیاتو کسانو ګډون کړی وو.

د لاریونونو د تنظیم کوونکو په وینا د آلمان په براونشویګ ښار کې هم شاوخوا ۲۰ زره کسانو د ښي اړخو افراطیانو پر ضد لاریون کړی. د آلمان په کالزروهه کې هم ورته پراخ لاریون شوی چې پکې شاوخوا ۲۵ زره کسانو برخه درلوده. د آلمان کاسل ښار هم د ورته لاریون شاهد وو چې پکې د رپوټونو په حواله شاوخوا ۱۵ زره کسانو برخه اخیستې وه.

د پولیسو د راپورونو له مخې، د آلمان په ریکلنګ هاوسن کې هم د ښي اړخو ضد مظاهرو کې ۱۲۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. په ووپرتال کې، د پولیسو په وینا، تر۱۰ زرو پورې لاریونوالو احتجاج کړی دی.

د رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ په برلین، میونخ، کارلس روهه او د دې هیواد په نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې پلان شوې دي.انځور: Jacob Schröter/dpa/picture alliance

بل لوري ته د آلمان په نورمبرګ کې، د پولیسو په وینا، شاوخوا ۱۵ زره کسانو را ټول شوي ول او د ښې اړخو افراطیانو پر ضد یې شعارونه ورکول. د آلمان د پولیسو د راپورونو له مخې د هالې اندیر ساله په ښار کې هم شاوخوا ۱۶ زره کسان سړکونو ته راوتلي دي. د ایرفورت په ښار کې هم ورته لاریون شوی چې پکې شاوخوا ۹ زره کسانو ګډون کړی وو.

د جمعې په ورځ د آلمان په هامبورګ کې تر ۵۰ زرو زیاتو کسانو په یوه بل ورته لاریون کې برخه اخیستې وه. د رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ په برلین، میونخ، کارلس روهه او د دې هیواد په نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې پلان شوې دي.

د لاریونونو دلیل څه دی؟

په آلمان کې د ښي اړخو افراطیانو پرضد د دغو لاریونونو ترشا د کډوالو په هکله د ښي اړخو افراطیانو یوه پټه غونډه وه چې پکې دوی په آلمان کې د میشت بهرنیانو د اخراج په هکله خبرې کړې وې. د راپورونو له مخې په آلمان کې د مهاجرت شالید لرونکو کسانو د ډله ایز اخراجد پلانونو په هکله په دغه پټه غونډه کې بحث شوی دی. په دغه غونډو کې د نورو ښي اړخو ترڅنګ د AfD یا د آلمان له پاره بدیل ګوند چې تر ډیره پورو د بهرنیانو ضد سیاست لري، برخه اخیستې وه.

د « Correctiv» په نوم د څيړنیز مرکز کارمندانو چې تحقيقاتي ژورناليزم پر مخ وړي، په يوه مقاله کې تور لګولی وو چې ډېر ښي اړخه افکار لرونکو ډلو سره تړاو لرونکو ځينو مهمو شخصيتونو د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې په برلين کې په يوه غونډه کې د کډوالۍ د يوې ډېرې لانجمنې طرحې په اړه سره خبرې کړي  دي چې د «آلمان له پاره بديل» يا اې اف ډي ګوند استازو هم پکې ګډون کړی دی.

د آلمان له پاره بديل ګوند (اې اف ډي) په ۲۰۱۳م کال کې د تاسيس پر وخت د اروپايي اتحاديې منتقد ګوند په توګه راڅرګند شو خو بيا وورسته یې وار په وار ښي اړخه لوری خپل کړ. د اوسنيو نظر پوښتنو پر اساس دا ګوند په ټول آلمان کې څه نا څه ۲۰ سلنه ملاتړ لري چې د ۲۰۲۱م کال د وروستیو فدرالي ټاکنو پر وخت د ترلاسه کړيو ۱۰،۳ سلنه رايو څخه ډېر زيات دی.

د تازه نظر پوښتنو په حواله دا د آلمان په دريو ختيځو ايالتونو تورنګن، زاکسن او براندنبورګ کې تر ټولو مشهور ګوند دی. په روان ميلادي کال کې په دې دريو ایالتونو کې ټاکنې په نظر کې نيول شوي دي.

د کډوالو او ښي اړخو تر نښتو وروسته د باوتڅین ښار وضعیت

02:47

This browser does not support the video element.

آ.ژ / خ.ح / ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب