د آلمان په مېکلنبورگ فورپومېرن ايالت کي ټاکنې
آژانسونه / س.ر.۱۳۹۵ شهریور ۱۴, یکشنبهپر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.09.2013):
په آلمان کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې
د (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۲۲) آلماني وگړي خپل نوی پارلمان ټاکي. آغلې انگلامير کل او پيير شتاين بروک د صدراعظمي له پاره سيالي کوي. د ماښام تر شپږو بخو پوري آلمانيان کولای سي خپلي رايي ورکړي.
آلماني وگړي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمر ۲۲) خپل ۱۸م پارلمان ټاکي. نزدې ۶۱،۸ ميليونو وگړو د رايي ورکولو شرايط پوره کړي دي. په مجموع کي له ۳۴ گوندونو څخه نزدې ۴۵۰۰ کانديدان پارلمان ته ورتگ په برخه کي سيالي کوي.
يو شمېر گوندونه هيله من نه دي چي پنځه سلنه رايي به وگټي، د آلمان په پارلمان کي د برخه اخيستلو له پاره پنځه سلنه رايي کافي دي. په دې ډله کي حتي د آزاد ديموکراتانو گوند (FDP) هم شامل دی. په تيرو ټاکنو کي ليبرالانو حتي ۱۴،۶ سلنه رايي گټلي وې. خو يوه اوونۍ دمخه د بايرن ايالت په ايالتي ټاکنو کي آزاد ديموکراتانو ۳،۳ سلنه رايي وگټلې.
د (CDU) گوند کانديده آغلې انگلا ميرکل له اتو کلونو راهيسي د آلمان صدراعظمه ده او اوس هم غواړي چي صدراعظمه پاته سي. په تيرو څلورو کلونو کي هغې د CSU او آزاد ديموکراتانو FDP سره حکومت جوړ کړی وو. ميرکل په لومړی سر کي په ۱۹۸۹ کال کي د آلمان په ديموکراتيک جمهوريت کي د ديموکراتانو په گوند کي خپل سياسي ژوند پيل کړ.
کله چي انگلا ميرکل د يکشنبې په ورځ په برلين کي خپله رايه ورکوله ډيره خوشحاله ښکارېده. تر ټاکنو دمخه يوې نظر پوښتنې ښوولې وه چي ميرکل به بيا هم پر خپله چوکۍ باندي پاته سي.
پيير شتاين بروک له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۰۹ کاله پوري د انگلا ميرکل په حکومت کي د ماليې وزير وو. د سوسيال ديموکراتانو دغه ۶۶ کلن کانديد اوس وايي چي «هيڅکله» به بيا له ميرکل سره يوځای په حکومت کي کار ونه کړي. خو د تازه اټکلونو له مخي داسي ښکاري چي شتاين بروک به خپله دغه هيله پوره نه کړای سي.
د يکشنبې په ورځ د آلمان په بن ښار کي د رای ورکولو پرمهال پيير شتاين بروک هم ډير خوشحاله ښکارېدی. هغه وويل چي د شپې يې ډېر ښه خوب کړی دی. هغه وويل چي انتخاباتي مبارزې ډېر ښه خوند وکړ.
په آلمان کي د رايي ورکولو مرکزونه د يکشنبې د ورځي د سهار پر اتو بجو باندي پرانيستل سول. په برلين کي د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک هم د رايو ورکولو يوه مرکز ته ولاړ او خپله رايه يې وکاروله. دغه غیر گوندي ولسمشر هم د رای ورکولو هغسي حق لري لکه نور آلماني وگړي.
سږ کال د آلمان په پارلماني ټاکنو کي مرسته کوونکو هم ډېر رول ولوباوه. دغه مرسته کوونکي ډيری هغه مامورين ول چي په دفترونو کي يې د رای ورکولو مرکزونه پرانيستل سوي ول.
په آلمان کي ټاکني پټي دي. ځکه نو د رای ورکولو په مرکزونو کي غرفې ولاړي وي، تر څو رای ورکوونکی هلته کښېني او رای ورکړي.
کله چي رای ورکوونکي په فورمو کي د ټاکنی خانې ډکي کړی نو دغه پاڼه هغسي پېچي او په صندوق کي يې اچوي، تر څو بل څوک يې ونه ويني، چي هغې چاته رای ورکړې ده. د رای ورکولو په پاڼه کي بايد ډيره پاملرنه وسي چي تر دوو خانو ډيري ډکي نه سي ځکه چي بيا رايه نه شمېرل کيږي.
په دغه ورځ نه يوازي د آلمان پارلماني ټاکني ترسره کيږی، بلکي په هيسن کي هم ايالتي پارلمان ټاکل کیږي. هسن د آلمان په مرکزي برخه کي دی او هلته د مسیحی دیموکرات CDU اولیبرال دیموکرات FDP گوندونه په گډه حکومت کوي.
په برلين کي يوه مېرمن چي پوړنی يې پر سر دی هم خپله رایه ورکوي. په آلمان کي هر هغه څوک چي د دغه هيواد تابعیت يې ترلاسه کړی وي او ۱۸ کلن وي د رای ورکولو حق لري. په دغه هيواد کي ۵،۶ ميليونه آلماني وگړي د مهاجرت شاليد لري.