د آلمان د پارلمان یا بوندستګ غړي باید د سه شنبې له سهاره ماسک واغوندي. دغه پریکړه د پارلمان رئیس ولفګنګ شویبله وکړه، چې په خبره یې دغه وبا «اوس هم ډیره جدي ده.»
دغه نوي محدودیتونه په داسې یوه وخت کې وضع کیږي چې په پلازمېنه برلین کې په ځینو سیمو کې د کرونا ویروس مثتبې پيښې مخ پر ډیریدو دي. همداشان د آلمان یو شمیر ایالتونه پر خپلو هغو اوسیدونکو د قرنطین دوره تطبیقوي او یا یې د هغې د تطبیقولو ګواښ کړی چې په برلین کې له کرونا څخه اغیزمنو شوو سیمو ته ورغلي دي.
د آلمان د پارلمان د غړو له پاره به دغه مقررات د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ تر ۱۷مې نیټې پر ځای پاتې وي او هغه استازي چې دغه مقررات نه مراعاتوي ښایي تر ۵۰۰۰ یورو جریمه شي. دغه مقررات د پارلمان د ودانۍ په هره خونه کې د تطبیق وړ دي، نه یوازې د مجلس په عمومي تالار کې. استازي يوازې هغه وخت ماسکونه یوازې هغه وخت لېرې کولی شی چې پر څوکیو ناست وي او له یو او بل څخه یې د یو نیم متر واټن ساتل مراعات کړي وي.
هغه استازي چې عمومي تالار ته وینا کوي او همداشان د شویبله په څیر کسان چې د مجلس مشري کوي، د ماسک د لرې کولو اجازه لري.
د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د آلمان د حکومت ډیر شمیر کارکوونکي اوس هم له کورونو کار کوي. د آلمان حکوت تر اوسه د ۴۰۰۰۰ زره کمپیوټرو او نورو تخنیکي وسایلو د رانیولو له پاره ۹۳ میلیونه یورو مصرف کړي دي.
په برلین کې د کرونا ویروس پيښې مخ پر زیاتیدو دي
د آلمان د پارلمان له لوري دغه نوي مقررات په داسې یوه وخت کې وضع شوي دي، چې د برلین څلور اداري ساحې د زیات خطر لرونکو سیمو په توګه درجه بندي شوي دي. په دې معنی چې د اوو ورځو په اوږدو کې د ۱۰۰ زره اوسیدونکو په منځ کې د کرونا مثبتې پيښې تر پنځوسو زیاتي دي. دا هغه میتود دی د آلمان څخه د باندې د خطرناکو سیمو د درجه بندۍ له پاره ترې آلمان استفاده کوي او هغه آلماني اوسیدونکي چې له دغو سیمو راګرځي باید ۱۴ ورځې په قرنطین کې تیرې کړي او یا باید تېست تر سره کړي او وښيې چې په دغه ویروس نه دي اخته.
په داسې حال کې چې د آلمان ایالتونو د پلازمینې برلین څخه د راګرځیدلو کسانو له پاره قرنطین او یا تېست نه دی اجباری کړی، خو د شلیسویګ هولشتاین او نیدر زاکسن ایالتونه د دې ډول بندیزونو د وضع کولو په هڅه کې دي. د شمالي ایالت میکلنبورګ فورپومرن، چارواکو ویلي دي یوازې به په هغه صورت کې اقدام وکړي چې په ټول برلین کې د کرونا د پيښو شمیر له ټاکلې اندازې واوړي.
د آلمان د نارد راین ویستفالن ايالت اوسمهال برلین د زیات خطر لرونکي سیمه په توګه نه درجه بندي کوي.
په آلمان کې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس ۲۶۰۰ نوې پيښې ثبت شوي دي. د کرونا وبا له پېل راهیسې په آلمان کې په دغه ویروس تر ۳۰۰ زرو زیات کسان اخته شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
انځوریز رپوټ: د کرونا ضد عجیب و غریب کمپاین
کیدای شي سړی ووایي چې د کرونا ویروس نږدې هر څوک پيژني. خو د نړۍ په ځينو برخو کې په نادر او کله نا کله خندونکو اقداماتو سره د وضعیت جدیت ته اشاره شوې ده چې سړی حیرانه کوي.
انځور: Reuters/P. Ravikumar
احتیاط کوئ د کرونا ویروس را راون دی!
په دې ځای کې لیدل کیږي چې د کرونا ویروس د هند میلیونو ښار شینیا کې څنګه ځان خپروي. که څوک دقیق متوجه شي دا واقعي کرونا ویروس نه، بلکه یو پولیس د کرونا ماسک یا کوسټيوم اغوستی دی. د کرونا ویروس دا کسټيوم په کارنیوال کې په ندرت سره د کاریدونکي یونیفورم په توګه نه دی کارول شوی. که څه هم دا خنداور مضحک ښکاري، هدف یې د کرونا ویروس د خپریدو جدیت ته د خلکو متوجه کول دي.
انځور: Reuters/P. Ravikumar
کرونا ویروس ته د خلکو پام را جلبول
د دې غیر عادي لباس یا کوسټيوم اغوستلو هدف د خلکو پام را جلبول دي. دا پولیس د خپل یو شمیر نورو همکارانو په څیر د دې له پاره په سړک ګرځي چې په ځانګړي توګه د شینیا په څیر ۷ میلیونه نفوس لرونکي ښار کې خلک د فاصلې مراعاتولو ته متوجه کړي.
دې سړي، د هندوانو په مذهب کې د مرګ رب النوع «Yama» په شکل ځان ملبس کړی دی چې د کرونا ویروس د سمبول په شکل پوقانې یې پر بدن زړول شوي دي. ده ته د پولیسو له خوا دنده ورکړل شوې ده چې د پلازمېنې ډهلي خلک د ټولینز واټن ساتلو او ګرځبندیز ته متوجه کړي.
انځور: Reuters/A. Abidi
دا به د فوټبال راتلونکي نړیوال جام له پاره حیرانونکي نه وي
په دې کسټيوم کې داسې یو څوک نه دی چې د خلکو د خندولو له پاره یې دا کار کړی وي، بلکې دا د پولیسو یو مامور دی چې د کرونا ویروس له امله رامنځته کیدونکو خطرونو ته د خلکو د پام را اړونې هڅه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Perez del Carpio
لږ پيښیږي چې ویروس دې یوازې راشي
د بولیویا په پلازمېنه لاپاڅ کې دوه تنو پولیسو د خپل ماموریت پر مهال د کرونا ویرس کوسټيوم اغوستی دی او په دې توګه هڅه کوي خلک د ټولنیز فاصلې مراعتولو ته متوجه کړي. بولیویا په مارچ میاشت کې روغتیایي بیړنی حالت اعلان او د می په دریمه نیټه په پام کې نیول شوي ټاکنې یې تر یوې نامعلومې نیټې ځنډولي. د یوې کورنۍ یوازې یو تن اجازه لري چې د ۷ او ۱۲ بجو ترمنځ له کوره د خوراکي توکو د خریدارۍ له پاره را ووځي.
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/C. Lombardi
کیکونه د کرونا ویروس په شکل
واه، بی خونده یا «اوه» ډیر په زړه پورې. دلته خبره د حکومتي کمپاین نه ده، بلکې دا ابتکار د غزې په تړانګه کې یو کلچه بز کړی دی، خو دا لا معلومه نه ده چې آیا دا کار یې یوازې د پيسو د ترلاسه کولو په هدف کړی او یا یې غوښتل چې خلکو ته خبرداری ورکړي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Fathi
کلچې هو، خو یوازې د خولې له ماسک سره
دغه کلچې کولی شي یوازې هغه کسان وخوري چې د خولې پټولو ماسک ولري. دا کلچې د آلمان د زاکسن ایالت په دریسدن ښار کې د یوې کلچه پزۍ له خوا وړاندې کیږي. دا چې آیا دوی تاسې د ماسک پر مخ کولو ته هڅوي یا برعکس، خو لږ تر لږه خلک روان وضعیت ته متوجه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert
د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د پيوستون سمبول
د کرونا ویروس پر ضد د انساني زنځیر جوړولو نیت شاید ښه وي، خو کیدای شي برعکس پر کرونا ویروس د اخته کیدو چانس لوړ کړي. خو د یوه هنري اثر په توګه کومه خبره نه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Flauraud
ډیره لویه!
د دغه ۳۰۰۰ متره مربع هنري اثر ټول ابعاد سړی کولی شي له ډیر لیري ځای څخه وګوري. دې هنري اثر ته د «له کړکیچ وروسته وخت» عنوان ورکړل شوی دی چې د سویس په یوه زرغونه سیمه کې د سایپ هنرمند له خوا جوړ شوی دی. د دغه هنرمند په خبره د دې اصلي پيغام دا دی چې «مونږ ټول به تر بحران وروسته په یوه لور حرکت کوو». دا اثر له بیولوژيکې موادو څخه جوړ شوی، نو ځکه کیدای شي څو اونۍ وروسته لمنځه لاړه شي.