د آلمان په ژوبڼ څخه تښتیدلي زمریان او پړانګان ونیول شول
۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعه![Löwen im Eifel-Zoo Lünebach](https://static.dw.com/image/44043307_800.webp)
اعلان
تر دې مخکې په تریر ښار کې پولیسو اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي وو چې داسې ښکاري چې ټول تښتیدلي حیوانات لا هم د ژوبڼ په محوطه کې ول. خو بیا هم د لوینېبخ سیمې، چې دغه ژوبڼ پکې پروت دی، له اوسیدونکو څخه غوښتل شوي ول چې په خپلو کورونو کې پاته شي. لوینیبخ سیمه د لوګزمبورګ او بلجیم پولې ته نزدې پروت د آلمان یو ښار دی.
ځایي رسنۍ SWR په لومړي سر کې له دې ژوبڼ څخه د زمريانو او پړانګانو د تښتیدو په اړه رپوټ ورکړی وو. خو وروسته بیا پولیسو روښانه کړه چې تښتیدلي حیوانات دوه زمريان، دوه پړانګان او یو خالداره پړانګ دی. د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې یو خرس هم ویشتل شوی دی خو په دې اړه یې نور معلومات نه وو ورکړل شوي.