کلن ښار کې د مسلمانانو ضد شبنامې خپرې شوي
۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبهدا شبنامه د کلن ښار په «کويپ شتراسه» سيمه کې موندل شوې ده.
دغه شبنامه (شپه پاڼه) پر دغه کوڅې د «ناسيونال سوسيالانو د مخفي سازمان» د ميخي بم بريد د ۱۵مې کليزې څخه څو ورځې مخکې موندل شوې ده. ياد سازمان دغه حمله د ۲۰۰۴م کال د جون میاشتې په ۹مه ترسره کړې وه چې۲۲ کسان پکې ټپيان شوي ول چې په هغو کې د څلورو ټپيانو وضعيت ډير خراب وو.
يادې حملې د «کويپ شتراسه» مغازو ته ټکان ورکړ. د يکشنبې ورځ، د دغې تروريستي حملې له پنځلسمې کليزې سره برابره ده.
په ياده کوڅه کې د ترکانو ډير شمير کورنۍ اوسيږي. خپرې شوې شپې پاڼې د ښي اړخو د افراطي محتوياتو درلودونکي دي.
پوليسو رپوټ ورکړی چې دغه شبنامې د مولهايم په ختيځه سيمه کې د ناپيژاندو کسانو له خوا خپرې شوي دي. ځينې شبنامې د خط په داسې پاکټونو کې چې پستي ټکټونه نه لري، د سيمې د اوسیدونکو په پوستي صندوقونو کې موندل شوي، چې بيا د پوليسو لاس ته رسيدلی. امنيتي ادارې د دغو ګواښونکو ليکونو په اړه د څيړنو په حال کې دي.
د آلمان (WDR) تلويزيون د دغه شبنامو عکسونو او ځينې برخې خپرې کړي دي. له دې ډلې څخه پر ېوې شبنامې ليکل شوي: «په آلمان کې مسلمانانو! ستاسو له خوا زموږ د هيواد اشغال به ناکام شي. د آلمان خلکو ويښ شئ. موږ په واضح ډول پوهيږو چې تاسو دښمن يئ او له موږ څخه نفرت لرئ.»
د ياد تلويزيون د رپوټ په حواله، دغه شبنامې د «آلمان د اتومي وسلو فرقې» پر نوم خپرې شوې، چې احتمال لري دغه نوم د امريکا متحده ايالاتو د ښي اړخې افراطي ډلې «د اتومي وسلو فرقه» څخه تقليد شوی وي.
په دغو شبنامو کې د مسلمانانو پر وړاندې د بلنې تر څنګ، د مات صليب يا ماتې چليپا انځورونه هم شته. پوليسو ويلي چې دغه پاڼې د می مياشتې له ۲۹مې او د جون میاشتې تر ۳مې خپرې شوې دي. د پوليسو په وينا دغه ډول اخطارونه د ټولنيزو رسنيو له لارې په ټول آلمان کې خپار شوي دي، خو زیاتوي چې تر اوسه «هيڅ کوم مشخص خطر» شتون نه لري. خو دومره ده چې سږکال به د نورو کلونو خلاف د «کويپ شتراسه» حملې د پنځلسمې کليزې په درناوي مراسمو پر مهال، په سیمه کې د پولیسو ځواکونه حضور پيدا کړي.
د آلمان د کلن ښار دغه کوڅه چې نژدې ټول اوسيدونکي يې ترکان دي، د ترکانو په تجارتي مرکز باندې شهرت لري.