د نړۍ دغه مشهور کتابتون نژدې ۲۰۰۰ کاله مخکي وسوځېد. تر سوځېدو مخکي په «سنکدريه کتابتون» کي د نړۍ ۴۹۰۰۰۰ پوهي په پاپيروس-رولونو کي راټولي سوي وې. د سنکدريه نوی کتابتون له ۲۰۰۲م کال راهيسي خپل ځان د نړۍ له زاړه زمان سره ځان تړي. د دغه کتابتون پر جوړېدو ۲۲۰ ميليونه ډالره مصرف سوي دي.
انځور: picture-alliance/Arco Images GmbH
موميايي سوي خزانې
په سويس کي د صومعه سنت گالن کتابتون يوه برخه له ۱۳۰۰ کاله راهيسي زېرمه سوې ده. يو مصری موميايي هم په دغه کتابتون کي دئ. د کتابون دغه سالون (په انځور کي) په نړۍ کي د کتابتونونو يو له ډېرو ښکلو سالونونو څخه دئ. دغه سالون په ۱۹۸۳م کال کي يونيسکو د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي ثبت کړ.
انځور: picture-alliance/Stuart Dee/robertharding
مغز
په برلين کي دغه کتابون په دې سبب چي د جوړښت شکل ئې سر ته پاته کيږي نو د «مغز» په نوم ياديږي. په دغه کتابتون کي ډېر آثار د برلين د آزاد پوهنتون د فلسفې پوهنځی دي. دغه ودانۍ د مشهور انجينر فورمن فرستر له خوا په ۲۰۰۵م کال کي پرانيستل سوه.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Andree/Helga Lade
جذاب نظر
په بدلين کي «لانگ روم» دوه پوړيزه کتابخانه ۶۴متره لوړوالی او ۱۲ متره بر لري. دغه کتابتون د تاريخي پوهنتون «ترينيتي کالج» يوه برخه ده.
دا يو کتابتون نه دئ، بلکي په بوينس آيرس کي د «آتينيو» په نوم يو کتاب پلورنځی دئ. دغه ودانۍ په ۱۹۱۹م کال کي د تياتر له پاره پرانيستله سوه او د ۱۹۲۰په وروستۍ لسيزه کي سينما سوه او بالاخره په ۲۰۰۰م کال کي په کتاب پلورنځی واوښت.
انځور: picture-alliance/AP Photo/V.R. Caivano
انځورونه1 | 9
سکندریه، افسوس، روم او اوس کلن
کارپوهان شاوخوا یو کال مخکې په کلن کې د پروتستان کلیساو د تجمع د ښاري مرکز د جوړونې پر مهال له دغو دیوالونو سره مخامخ شول.
تریئر وویل چې په پيل کې یې فکر وکړ چې دا د عامه راټولیدنې یو تالار دی. خو په دې دیوالونو کې الماریو ته ورته ځانګړې ځایونه لیدل کیږي. هغه زیاته کړه چې څو میاشتې یې په دیوال کې دننه دغه ۸۰ سانتي متره جوړ شوي آلمارۍ په دقیق ډول وڅيړلې او له نورو لرغونو کشف شویو شیانو سره یې پرتله کړل. بالاخره څیړونکي دې نتیجې ته ورسیدل چې احتمالاً په دې الماریو کې په اِفِسوس، پرګامون، سکندریه او یا هم روم کې کشف شویو ساختمانونو ته ورته لرغونې جوړښتونه موندلې شوي دي. د کلن په ښار کې له دغو کشف شویو الماریو څخه د حیوانانو پر پوستکې او یا پاپیروس (د کاغذ ابتدایې شکل) لیکل شویو لیکنو د ساتنې له پاره استفاده کیده.
سربیره پر دې، د لرغون پيژندونکو د اټکلونو له مخې په محراب یا ګنبدې ته ورته ځای کې د آتنا چې د حکمت او حفاظت الهه بلل کیده مجسمه ځای پر ځای شوې ده.
د هغه په خبره د پلټونو پر مهال د تعمید غسل یو کوچنی حوض چې په دریارلسمه پيړۍ کې جوړه شوې دی هم کشف شوی دی. د لرغون پیژندونکو په حواله دا د رومیانو تر ټولو لرغونې کتابتون دی چې تر اوسه پورې د لرغون پیژندونکو له خوا کشف کیږي.
اوس پروتستان کلیساو، د دغو کلیساګانو د راټولیدو د مرکزي ساختمان د ځای پر انتخابولو تجدید نظر کړی دی.