1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوليسو يوه نجلۍ له جبري واده ژغورلې

۱۳۹۸ آذر ۲۶, سه‌شنبه

يوې کورنۍ پتېلې وه چي خپله لور په سريلانکا کي د هغې له خوښي پرته يو چاته واده کړي، خو د آلمان پوليسو ژغورلې ده. دغه نجلۍ له آلمان څخه سريلانکا ته بېول کيده.

Deutschland Streik Ufo-Flugbegleiter | Flughafen Düsseldorf | Polizei
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

د آلمان پوليسو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې يوه ځوانه نجلۍ له يوې الوتکې څخه تر پرواز څو شیبې دمخه راکښته کړل شوې ده. د آلمان د دوسلدورف هوايي ډگر چارواکو ته د يوه ځايي امن کور له خوا خبر ورکړل شوی وو چې يو ځوانه ښځه د خپل مور او پلار او خويندو ورونو سره د جمعې په ماښام ښايي د سريلنکا پر لور پرواز وکړي. کورنۍ یې تصميم درلود چې دغه نجلۍ د هغې د رضا او خوښې پرته په خپل هېواد کې واده کړي.

مخکې له مخې داسې ترتيب شوې وه چې دغه ۲۱ کلنه نجلۍ به چې د آلمان تابعيت لري، په هوايي ډگر کې ځان چارواکو ته ور وپيژني. خو ښايي هغې ظاهراً د پوليسو د خبرولو جرات نه وو کړی او د کورنۍ له نورو پنځو غړيو سره يوځای په الوتکه کې سپره شوې وه.

د پوليس متوجه کیدل

الوتکې به ښايي پرواز کړی وای که چیرې په دروازه کې ولاړ د پوليسو يو مامور نه وای متوجې شوې. هغه ليدلي ول چې دغه نجلۍ يو څه ويريدلې ده. هغه الوتکې ته داخل شوې وو او له پېلوټ سره یې خبرې کړې وې.

بيا هغوی دغه نجلۍ ته ورغلي ول او له هغې یې پوښتنه کړې وه چې مرستې ته خو به اړتيا نه لري؟

دغه نجلۍ چې ډېره وارخطا هم وه بيا پوليس او پېلوټ ته ويلي ول چې هغه سريلنکا ته د هغې د رضا پرته د يوه داسې تن سره چې نه یې پيژني د واده له پاره بيول کیږي.

دغه ځوانه ښځه چې نه نوم یې نه دی ښوول شوی، بيا په خپله خوښه له الوتکې څخه کښته شوې او چارواکو د ښځو يوه امن کور ته بيولې ده. خو پوليسو دا ونه ويل چې کورنۍ یې بيا سريلنکا ته پرواز وکړ او که نه.

په آلمان کې د جبري ودونو پېښې ډېرې کمې دي خو په دې وروستيو کلونو کې داسې پېښې ډیرې شوي دي چې ښځې له آلمانه دباندې په زور واده ته مجبوريږي.

(bs/nz (Elliot Douglas

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب