تروريزم
د آلمان پولیسو د شکمنو اسلامپالو کورونه تلاښي کړي
۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبهاعلان
د آلمان د نارد راین ویستفالن ایالت پولیسو د پنجشنبې په ورځ د شکمنو اسلامپالو پر ضد عملیات کړي دي. چارواکو ویلي دي چې پولیس د یوه پلان شوي برید «د دقیقو نښانو» په لټه کې ول.
په دورن ښار کې یوه کور تلاښي شوی، او په کولن ښار کې دوه نور کورونه هم پلټل شوي دي. دغه کورونه تر هغه وروسته وپلټل شول چې پولیسو با اعتباره استخباراتي معلومات ترلاسه کړل.
پولیسو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دورن ښار کې دوه تنه د پوښتنو گرويږنو په موخه نيول شوي دي.
چارواکو روښانه کړې ده چې د پنجشبې په ورځ ناوخته به د دې پیښې په اړه له خلکو سره لا ډیر معلومات شریک کړي.
(ms/nz (AP, dpa