د آلمان پولیس پر ښوونځیو د بمونو ګواښونو ته غبرګون وښود
۱۴۰۵ آذر ۲, دوشنبه
د آلمان پوليسو په څو سیمو کي پر ښوونځيو د بمي ګواښونو راپور ورکړی دی.
هغوی ويلي دي، سره له دې چي د دغو ادعاوو پلټنه کوي، خو په لومړیو کي داسي کوم دلیل نسته چي دا ګواښونه جدي او باوري وګڼي.
د آلمان په بادن-وورتمبرګ ایالت کي تر ۴۰۰ زیات ښوونځي له ګواښونو سره مخ سوي او په زاکسن-انهالت کي تر۲۵۰ ډېرو ښوونځیو دغه برېښنالیکونه ترلاسه کړي دي. د دوشنبې په سهار څو نورو سیمو ته هم دغه شان ګواښونه سوي دي.
پولیسو د بمي ګواښونو په اړه څه وویل؟
د تورینګن ایالت د ارفورت ښار پولیسو تر نورو لومړی د دغو ګواښونو په اړه اعلامیه خپره کړه. دوی اعلان وکړ چي د سهار په لومړيو کي د ترلاسه سوو خبرداریو پر بنسټ «څو ښوونځیو» ته سوو ګواښونو په اړه پلټني کوي. په دې ښوونځيو کي یېنا، ارفورت، مولهاوزن، زیلا-میلیس، نوردهاوزن، ګوتا، رودولشتات او ګرايڅ شامل دي.
پولیسو په یوه مطبوعاتي اعلامیه کي وويل: «نن سهار بېلابېلو تعلیمي ادارو ته کټ مټ په ورته الفاظو ګواښونه رسېدلي دي. د لومړنیو موندنو له مخي، د جرمني نورو ایالتونه هم د دغو ګواښونکو پیغامونو تر اغېز لاندي راغلي دي.»
پولیسو وویل چي تر اوسه د دغو برېښنالیکونو د احتمالي لیکوال یا استوونکي په اړه هېڅ معلومات نه لري. هغوی د جنايي فعالیتونو د ګواښ له لاري د عامه نظم د ګډوډولو په اړه پلټني کوي.
پوليسو ویلي دي: «اوس مهال پولیس دغه ګواښونه جدي نه ګڼي او سپارښتنه کوي چې ښوونځي دي د تخلیې اقدامات نه کوي او خپل عادي فعالیتونه ته دي دوام ورکړي.»
د آلمان د فرایبورګ پولیسو او هانوور چارواکو هم ویلي دي چي دوی د هغو بمي ګواښونو په اړه لاس په کار سوي چي ښوونځيو ته د برېښناليک له لاري استول سوي دي.
د آلمان په شمال کي ګاونډي هيواد ډنمارک کي هم ورته راپورونه خپاره سوي دي.
په ډنمارک کې هم د آلمان په شان پوليسو ویلي دي چي دوی باور نه لري چې دغه ګواښونه رښتیني وي،« خو په طبیعي ډول دا ګواښونه په سيمه ايزه کچه په ښوونځیو کي د ناامنۍ احساس رامنځته کوي.»
په وروستیو اونیو کي په اروپا کي د ګډوډۍ رامنځته کولو ورته پيښي
دا پېښه په اروپا کي له هغو نورو وروستیو مواردو وروسته رامنځته سوې چي پکښې ښوونځیو ته د همږغي بمي بريدونو ګواښونه وسول او وروسته معلومه سوه چي جعلي ول.
دا پيښي په اروپا کي د بېلابېلو ګډوډیو رامنځته کولو هڅو سره هممهاله رامنځته کيږي. څه موده وړاندي پر سوداګریزو هوايي شرکتونو د بمي بريدونو ګواښونه وسول او دغه راز د سوپرمارکېتونو یخچالي سیسټمونه هک سول څو خوراکي توکي په پراخه کچه خراب کړي.