1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ له انجرليک پوځي اډې څخه د وتلو په درشل کې

۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر زيګمار ګابريل، هم په انقره کې تر ناکامو خبرو وروسته له ترکيې څخه د آلماني عسکرو د ايستلو پرته بل کوم حل نه ويني. د آلمان د ټولو ګوندونو سياستوال له حکومته د چټک غبرګون غوښتنه کوي.

Türkei Tornado in Incirlik
انځور: Picture alliance/dpa/O. Pieper/Bundeswehr

د ترکیې له خوا د «نه» ځواب د آلمان حکومت له پاره حيرانونکی نه وو. اوس د آلمان پر صدراعظمي انګلا ميرکل،د انجرليک پوځي اډې د لانجې ختمولو له پاره فشار مخ پر زياتيدو دی. د هغو آلماني سياستوالو شمير وار په وار زياتيږي چې د ترکیې تر قاطع ځواب وورسته چې وايي نه غواړي انجرليک پوځي اډې ته د آلمان پارلمان د غړو د عمومي سفر حق تضمين کړي، له حکومت څخه د چټک غبرګون او عواقبو غوښتنه کوي.

وروستۍ ټاکل شوې نيټه هم تيره شوه او د آلمان د بهرنيو چارو د وزیر زيګمار ګابريل د دوشنبې ورځې د جوړ جاړي هڅه ناکامه بلل کيږي.

حتی د آلمان مسيحي اتحاد هم چې نه یې غوښتل په دې موضوع کې له عجلې کار واخلي، اوس د عکس العمل غوښته کړې. د آلمان په پارلمان کې د بهرنيو چارو کميټې مشر نوربرت روتګن، وويل: «حکومت اوس مکلف دی له پارلمان سره دا خبره شريکه کړي چې آيا زموږ هغه امنيتي او د بهرني سياست اهداف چې په ترکيه کې یې د اکتشافي الوتکې او عسکرو د ليږد له لارې تعقيبوو، کولای شو له يوې بلې اډې څخه يې پرته د کوم محدوديت ترلاسه کړو.»

د آلمان مسيحي ديموکرات ګوند دغه سياستوال د «ډير شپيګل» مجلې سره په خبرو کې زياته کړې: «که دې ته ورته يو بديل لرو نو بيا له انجرليک څخه د اډې انتقالولو يوه پر ځای پريکړه ده.»

د آلمان په پارلمان کې د سوسيال ديموکرات ګوندي جناح لا تيره اوونۍ له حکومت څخه د آلماني عسکرو يوه بل ځای ته د انتقالولو غوښتنه کړې وه.

مسيحي اتحاد به يې تر کومه مخه نيسي؟

د سيوسيال ديموکرات ګوند د ګوندي ډلګۍ د بهرنيو چارو کمېسيون وياند نیسل آنن، غوښتنه وکړه: «اوس چې مو نتايج مخې ته دي نو مسيحي اتحاد بايد خپل دريځ ته بدلون ورکړي، څو د آلمان پارلمان وکولای شي، په خپله بله غونډه کې له ترکیې څخه د عسکرو د رايستو په هلکه پريکړه وکړي.»

د آلمان د زرغون ګوند سياستوالې او د آلمان د پارلمان مرستیالې مشرې کلاوديه روت، ميرکل تورنه کړې چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، ته يې ډير وخت ورکړ. روت زياته کړه چې د ترکیې حکومت به د «يو څه مودې له پاره زموږ ستراتیژيک او پوځي شريک ونه اوسي.»

د زرغون ګوند د امنيتي سیاست د برخې وياندې له نظره هم د آلمان حکومت د «وخت په تیرولو سره ځان کم راوست او د خوشبينۍ تګلاره یې له ناکامۍ سره مخامخ شوه.»

د کيڼ اړخو مشر بینرد ريزنګر، هم ټينګار وکړ: «د ترکیې حکومت تر دې وروستي سپکاوي وروسته آلماني عسکر بايد ژر تر ژره را وايستل شي.»

په ترکيه کې د آلمان د بهرنيو چارو د وزیر د جوړ جاړي وروستۍ هڅه هم ناکامه شوهانځور: Reuters/Um Bektas

بيا به نو راويستل شي؟

زيګمار ګابريل، د ترکیې د بهرنيو چارو د وزیر ميولود چاوش اوغلو، سره په انقره کې تر خبرو اترو وروسته وويل چې ترکيه به له آلماني عسکرو سره د ليدو اساسي حق تضمين نه کړي. په دې سره نوموړي روښانه کړه چې اوس د عسکرو د راایستلو پرته بله کومه لار نه ده پاته.

ګابريل په محتاطانه ډول اضافه کړه چې دواړه خواوې په دې عقيده دي چې په ترکيه کي د انجرليک پوځي اډې د لانجې تر حلولو وروسته به وکولای شي د اړیکو پر ښه کولو کار وکړي.

صدر اعظمې ميرکل هم په دې وروستيو کې داسې سګنالونه ورکړل چې د دې قضیې په تړاو یې سر محدود دی. د آلمان د دفاع وزیري اورزولا فون ډیر لاين، يو وار د آلمان د اکتشافي ماموريت له پاره په اردن کې د نوی اډې د رامنځته کولو يادونه کړې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل