د آلمان پوځ څومره افغان کارکوونکو ته ويزې ورکړل سوي؟
۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعه
له هغه وخت راهيسي چي د جرمني د کورنيو چارو وزارت هغو افغانانو ته چي له دوی سره ئې په افغانستان کي کار کړی وي د ويزې اجازه ورکړې تر اوسه په سونو افغانان آلمان ته راغلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
اعلان
د آلمان «دي ولت» ورځپاڼي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي ويلي دي چي آلمان تر اوسه پوري تر ۳۰۰۰ پوري خپل افغان همکاران او د هغوی د کورنيو غړي آلمان ته راوستلي دي.
د ورځپاڼي د راپور له مخي د آلمان د پوځ او نورو ادارو د افغان همکارانو شمېر د روان مېلادي کال د مارچ مياشتي تر وروستيو پوري ۷۰۳ تنو رسيدی او پاته نور يعنی ۲۲۴۹ کسان د هغوی د کورنيو غړي دي.
د آلمان د پوځ او نورو ادارو پخواني افغان همکارانو ته په هغه صورت کي ويزه ورکول کيږي چي په ريښتيا ورته د طالبانو گواښ متوجه وي.
په ټوله ايزه توگه د تيري مياشتي تر وروستيو پوري د آلمان د پوځ او نورو ادارو۱۹۸۴ افغان همکارانو په آلمان کې د ژوند کولو غوښتنليکونه وړاندي کړي دي. له دې جملې څخه په ۸۰۸ مواردو کي موندل شوي چي انفرادي خطر متوجه دی او په آلمان کي د ژوند کولو غوښتني يې منل شوي دي.
د ورځپاڼي د راپور له مخي همدااوس د آلمان له دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو سره ۵۳۵ نور افغان ځايي کارکوونکي مصروف دي.
دغه راز۱۵۶۰ افغان سیمه ايز کارکوونکي بيا له (GIZ) موسسې سره اوهم د آلمان پراختياي بانک(KFW) د فعاليعتونو په چوکاټ کي همکاري کوي. نو دوهم د خطر په وخت کي په آلمان کې د پناه غوښتننه کولای سي.
زموږ له ارشيف څخه:
۱۰ چنده زیات افغانان له آلمان څخه بېرته ستانه سوي
د رسنيو د راپورونو پر اساس په ۲۰۱۶ کال تر ټولو زيات شمېر پناه غوښتونکي له آلمان څخه وتلي دي. د «زيود دويچه څايټُنګ» د خبر راپور پر اساس تقريبا ۵۵۰۰۰ مهاجر په ياد کال له آلمان څخه ووتل. نور معلومات په دغه راپور کي وګورئ:
انځور: picture-alliance/Ropi
د آلمان په مالي مرسته
آلمانۍ ورځپاڼي «زيود دويچه څايتُنګ» په خپل يو راپور کي ليکلي چي په ۲۰۱۶ کال د آلمان په مالي مرسته ۵۵۰۰۰ مهاجر له دغه هيواد څخه په رضا وتلي دي. دغې ورځپاڼي د خپل راپور منبع کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره بللې ده.
انځور: DW/S. Padori-Klenke
د افغانانو ديپورت
په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۶ کال ۲۵۰۰۰ کسان ديپورت سوي چي د په رضا تلونکو مهاجرو نيمايي برخه لا نه جوړوي. له آلمان څخه په ديپورت سوو کي افغانان هم شامل ول.