1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان څخه بيا افغانستان د نورو ځواکونو د ليږلو غوښتنه وسوه

۱۳۸۷ خرداد ۲۴, جمعه

د آلمان ددفاع وزير نه غوښته چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د شمېر د زیاتوالي ژمنه وکړي

د آلمان د دفاع وزير فرانس جوزيف يونګ د ناټو په غونډه کي
د آلمان د دفاع وزير فرانس جوزيف يونګ د ناټو په غونډه کيانځور: AP

د جرمني ددفاع وزير فرانس جوزيف په غونډه کي وويل: «زه به د دوبي د رخصتيو څخه دمخه ، د آلمان د دفاع وزارت عمومي ځارونکي ته ووايم چي زما له نظره کوم شی د نوي ماموريت لپاره ضروري دی او همداراز د پوځي عملياتو د پراختيا په نظر کي نيولو سره.»

پدې مانا چي د افغانستان د ماموريت لپاره د پوځيانو د شمېر حد په ښکاره توګه لوړ کړل سي. تر اوسه پوري د آلمان مرکزي پارلمان اجازه ورکړې وه چي د هغه هيواد د دفاع وزارت کولای سي تر 3500 پوځيانو پوري افغانستان ته د ماموريت د تر سره کولو لپاره ولېږي. خو دغه کچه په افغانستان کي د ماموريت د تر سره کولو لپاره لږه ده. په پام کي دي چي پورتنی حد تر 5000 پوري ورسېږي. خو د آلمان د دفاع وزير نه غواړي چي دغه رقم تاييد کړي. یونګ وايي چي، ددې حد ټاکنه دا مانا نلري چي په دغه شمير پوځيان دي هلته واستول سي . دا خو په نورو ځايونو کي هم همداسي دي.

«په کوزوو کي هم همداسي ده. هلته چي د8000 پوځيانو د ماموريت اجازه سته، هلته يوازي 2800 پوځيان مامريت تر سره کوي.»

د نوي ماموريت لپاره د آلمان دفاع وزير د هغه هيواد د مرکزي پارلمان رايي ته اړتيا لري او دا به د اوکتوبر په مياشت کي چي د افغانستان دماموريت نوی ټاکل کيږي، ترلاسه کړي.

ناټو په افغانستان کي د خپلو پوځيانو شمېر په تيرو څو مياشتو کي ډير کړی. چي شمېر يي اوس47000 ته رسېږي. زيات پوځيان هلته د امريکا متحده ايالات لري. تر هغه وروسته د 8000 پوځيانو په درلودو سره لويه برتانيه په دوهم کتار کي راځی.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب