د آلمان ژمی په انځورونو کي
۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبهد آلمان ژمی په انځورونو کي
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ میاشتي ۶مه نېټه، د آلمان يه سويل کې هوا سخته سړه وه چې د منفي سانتي ګراد ۲۷ درجې ته راټيټه شوې وه. خو د هوا په تودیدلو سره د باد او باران خطر زیاتیږي. دغه مناظر دلته وګورئ:
خيالي عکسونه له "کونیگزې" (Königssee) څخه چې د آلمان بایرن ايالت کې ده، د نوي میلادي کال په پيل سره د سړې هوا څپې او کنګل کيدل هم پيل شول.
کريسمس اختر کې د ښوونځيو رخصتيو او د واورې ورښت د ماشومانو خوشالې څو ځلي زياته کړي.
په واورو کې د سپې لوبه او ترینه خوند اخیستل. فرانکفورت ته نږدي د "فلدبرگ" (Feldberg) په لوړو سیمو کې.
په مونشن کې د واورې په سړه هوا "انګلیسی بڼ" کې یو تن پر څپو سپور. عکس د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۵مه نېټه) اخیستل شوی.
د آلمان په شمال کې طوفاني هوا او په سیند کې سختو څپو د شلزویک هولشتاين ایالت، لويک ښار کې د اوبو پورته کیدلو سبب شوی.
وارورې ورښت او کنګل کيدلو د آلمان مواصلاتي لارو کې ستونزي پیدا کړي او په ځينو لويو لارو کې د موټرو ټکرونه، د لارو بندیدلو ترافيکو ته سرخوږی جوړ کړی.
د آلمان بادن وورتنبرګ ايالت په سويلي غرنيو سیمو کې د لارو خلاصیدلو يا بيرته کیدلو له پاره کوښښ.
د آلمان په روستوک ښار باغ وحش کې د واورو ګيدړه او دې ته په زړه پورې هوا چې دغه ګيدړه دلته ساتل کيږي.
د آلمان په شمال ختيځ کې د شنبي ماښام (د جنوري مياشتی ۷مه) د هوا درجه له منفي ۱ څخه تر څلورو پوري رسیږي. په نورو سيمو کې له ۲ څخه تر ۱۲ پورې رسیدلای شی.
د آلمان د هوا پيژندني اداره خبرداری ورکوي چې د : « يکشنبې ورځ د جنوری میاشتی ۸ مه نېټه د حرارت درجې پورته کيدلو سره به د باران وريدل زيات شي اولاري، سړکونه به کنګل شي.»
په ټول آلمان کې په لسګونو زره ماشومان چې دې ته "اشترن زینگر" (Sternsinger) ويل کيږي او د کاتوليکې کلیسا له خوا جوړیږي، د خير دعا ګانو په ويلو سره کورنو ته ورځی او له هغوی څخه مالي مرستې فقیرو هېوادونو ته ټولوي. سږکال دوی د سړې هوا له څپې سره مخ شول.
د آلمان په سويل کې د بايرن ايالت د "کونیگزې" ( Königssee) په ساحل کې پياده ګرځيدل.
د الب سیند کنګل کيدل. په آلمان کې له يکشنببې ورځې (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۸مه نېټه) وروسته به د حرارت درجه پورته شي.
د جنوری مياشتي ۱۲ نيټه د پنجشنې ورځ پورې به د حرارت درجه پورته شي او د راين د سیند پر غاړه به تر ۸ درجو پورې ورسیږی. خو د جنوری په ۱۴او ۱۵ به بيرته تر صفر پورې راټيټه شي او حتی تر منفي ۵ پوري ورسیږي. لمر به هم نه ښکاري.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.12.2013):
انځورونه: کابل، د غرنیو ښار
که څکوک له یوې الوتکې کابل ته وگوري نو دغه ښار یوې کاسې ته ورته شکل لري چې لوړو غرونو احاطه کړی دی. اوس آن د غرونو او تپو په لمنو کې هم کورونه جوړ شوي دي. په دې سیمه کې میشت کسان له ډیرو سختیو سره لاس او گریوان دي.
د کابل د شاوخوا تپو او غرونو د اوسیدونکو لومړنۍ ستونزه ښار ته تگ راتگ ده.
ډیرو هغو کورونو ته د موټرو لاره نه ده تللې چې د کابل د غرونو او تپو په لمنو کې جوړ شوي دي.
د موټرو د نه شتون له کبله باید د دغو سیمو اوسیدونکي پیاده تگ راتگ وکړي. په دغو سیمو کې جوړ شوي ډیر شمیر کورونه اوس هم بریښنا نه لري، د اوبو رسولو سیستم په کې فعاله نه دی او چټلې اوبه یې همداسې روانې وي.
که څه هم د غرونو او تپو په لمنو کې هغه جوړ شوي کورونه چې بریښنا لري د شپې له خوا ډیره ښایسته منظره رامنځ ته کوي، خو بیا هم سړۍ په دې فکر کې لویږي چې د دغو کورونو اوسیدونکي به څرنگه خپلې ستونزې حلوي.
د دغو لوړو سیمو اوسیدونکو تر ټولو لویه ستونزه د خښاک اوبو تامینول دي. ځینو اوسیدونکي خو د اوبو رسولو له پاره ان له خرو څخه کار اخلي.
سړی هره ورځ په دغو سیمو کې د اوبو د نلونو بر وړاندې لوی صفونه لیدای شي. د دغو سیمو واړه او زاړه اوسیدونکي د اوبو په رسولو کې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.
د دغو سیمو امیدوارې میرمنې، زاړه، ماشوم او معیوبه اوسیدونکې د نورو په پرتله ډیرې ستونزې ويني.د ژمي له رارسیدو سره د دغو سیمو اوسیدونکي ځانونه له لا ډیرو ستونزو سره مبارزه کولو ته چمتو کوي.
که د دغو سیمو کو اوسیدونکي سخت ناروغه وي نو هغه د کورنۍ د غړو په واسته په بټوانو کې روغتون ته رسول کیږي ځکه ډیرو کورونو ته امبولانسونه او یا هم نور موټر نه شي تلای.
هغه کورونه چې د تپو او غرونو په غرونو په لمنو کې جوړ شوي دي د ژمي له رارسیدو سره د نړیدو له گواښ سره مخامخیږي.
کابل ښايي د نړۍ یوازینۍ پلازمینه وي چې دومره ډیر اوسیدونکي یې په غرونو کې ژوند کوي.