1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان مهاجرو ته د ځای ورکولو تر سخت فشار لاندي دي

۱۴۰۱ بهمن ۱۹, چهارشنبه

د جرمني ایالتونه او سیمي په مخ پر زیاتیدونکي ډول د مهاجرو د ځای پر ځای کیدو په هکله له سختو فشارونو څخه خبرداری ورکوي. د کورنیو چارو د وزیري نانسي فیزر له خوا اعلان سوې سرمشریزه د دغه هیوادد اپوزیسیون له پاره کافي نه ده.

Deutschland Symbolbild Flüchtlingszahlen
انځور: Patrick Pleul/ZB/dpa/picture alliance

د جرمني په کلیو او سیمو کي د مهاجرو د ځای پرځای کولو او د هغوی د مراقبت په هکله بحثونو کي، ایالتونو د دغه هیواد پر ائتلافي حکومت باندي فشار ډیر کړی دی د هغوی په خبره «د جرمني صدراعظم باید اوس بالاخره د ښارونو او کلیو د مرستو غوښتنو ته غوږ ونیسي.»

په آلمان کې د مهاجرت پر موضوع د سرمشریزي غوښتنه

د آلمان د مسيحي ديموکرات اتحاد گوند مشر، فریدریش میرڅ په برلین کي د خپل گوند د مسيحي سوسيال اتحاد گوند د استازو غونډي ته وویل، د جرمني د کورنیو چارو وزیره نه، بلکي د دغه هیواد صدراعظم باید د مهاجرو په هکله سرمشریزي ته راوبلل سي. یوازي د جرمنی صدراعظم او د حکومت کابینه کولای سي د لازمو تدابیرو په هکله پریکړه وکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزر څو ورځي مخکي د سیمه ایزو ټولنو له استازو سره د یوې لیدني کتني او داخله وزیرانو د کنفرانس اعلان وکړ. د تیرکال په مني کي هم دا ډول یوه سرمشریزه جوړه سوې وه.

یونان: د يوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې پنځه مهاجر مړه سوي

د مسيحي سوسيال اتحاد د ایالتي ډلي مشر، الکساندر دوبرینت غوښتنه کوي چي صدراعظم شولڅ دي د تیښتي اومهاجرت موضوع په اولویتونو کي راولي.

هغه د سې شنبې په ورځ وویل: «موږ د کورنیو چارو له خوا د نورو ناستو د اعلانولو غوښتنه نه کوو، بلکي موږ د لومړي وزيرانو یوې ریښتني سرمشریزي ته اړتیا لرو.»

دا ډېره ضروري ده چي ټولي ښکېلي خواوي په داسي یوې سرمشریزه کی برخه واخلي. دلته خبره یوازي پر دې نه ده چي داخله وزارت کوم څه سازمان دهي کوي. له ټولو څخه غوښتنه کیږي چی د ښاروالیو له خوا د مرستو غوښتني ومني او د حل لاره ورته وړاندي کړي.

برلین افریقا ته د پناغوښتني د پروسې پرانتقال غور کوي

همدارنګه د جرمني د مسيحي ديموکرات اتحاد عمومي منشي ماریو سڅایا او د CSU له گوند څخه د بایرن د ایالت لومړي وزير مارکوس زیودر هم ورته څرگندونی کړي دي.

سڅایا له ntv تلویزیون سره په مرکه کي وویل، د کورنیو چارو وزیری نانسي فیزر تر مشرۍ لاندي غونډه کي به هغو ستونزوته چي ایالتونه او سیمی یې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو په برخه کی لري، رسیدگي ونه کړای سي.

فیزر په دې هکله په کافي اندازه فکر نه کوي. زیودر د نوموړي ایالت د فشار د کمیدو غوښتنه کوي. نوموړي د سه شنبه په ورځ په مونشن کی وویل: «ډېري سیمي ترسخت فشار لاندي دي.» تر اوسه پوري په دې برخه کي کافي ژمني موجودي نه دي.

جرمني: د مهاجرو له پاره د يوه کمپ جوړيدو پرضد اعتراض

په آلمان کي تیرکال ۲۱۷۷۷۴ کسانو د اول وار له پاره د پناه غوښتني عریضې وړاندي کړې دي چي دغه رقم له ۲۰۱۶ م کال راهیسي بې ساری دی.

زیاتره دغه پناه غوښتونکي له سوریې، افغانستان، ترکیې او عراق څخه دي. جرمني له څه ناڅه یوکال راهیسي له کله چي پر اوکراین د روسیې یرغل پیل سوی، تر یو میلیون زيات اوکراینیان منلي دي چیي مجبور نه دي د پناه غوښتني عریضه وړاندي کړي.

د ۲۰۲۳م کال په جنوري مياشت کي د پناه غوښتني د عریضو شمیر د تیرکال همدغې میاشتي په پرتله څه دپاسه دوه برابره سو. یعنی له ۱۳۷۷۶ څخه ۲۹۰۷۲ ته پورته سو. دغه ارقام د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو چارو ادارې (بامف) له خوا ورکول سوي دي. تر ټولو مهم مبدأ هیوادونه سوریه، افغانستان ، ترکیه او ایران ول.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل