1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کولن کې ښار کې د همجنس بازانو تر ټولو ستر پرېډ

۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبه

د آلمان په کولن ښار کې د څه باندې يو ميليونو خلکو د راټولېدو انتظار کيږي. په سلهاو زره خلک اوس لا د همجنس بازانو تر ټولو ستر رسم ګذشت ته ورغلي دي.

CSD Köln Pride
انځور: DW/R. Staudenmaier
د اټکل له مخې څه باندې يو ميليون کسان سره راټوليږيانځور: DW/R. Staudenmaier

په سلګونو زره د همجنس خوښونکو او ترانس جندر ټولنې غړي او پلويان نن يکشنبه (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۷مه) د آلمان په کولن ښار کې د «همجنس وياړ» په نوم د اروپا په سطح په يو لوی رسم ګذشت کې سره ګډون کوي. د «کريستوفر ستريټ ډی» په نوم دغه پرېډ په نيو يارک کې ۵۰ کاله پخوا د «ستون وال» په نوم د همجنس بازانو د پاڅون ياد تازه کوي. تقريبا ۱۵۰ بېلابېلو ډلو په دغه رسم ګذشت کې د ګډون کولو اعلان کړی دی. 
رسم ګذشت د سوله يز احتجاج بڼه لري

دغه رسم ګذشت کې به موزيک ډېر لوړ وي، حباب او پوکاڼۍ به په هوا کيږي او خلک يو بل ته ورغاړه وځي او يو بل په غېږ کې نيسي. خو دغه جشن يو پيغام هم لري چې ځينې کسان پکې له داسې لوحو سره ګرځي چې شعارونه ورباندې ليکل شوي دي. د اقليم له تغيير څخه نيولې د ترانس جندر او د جنسونو تر منځ واقع کسانو تر زيات ادغام او د همجنس بازانو په منځ کې د پوست د بل رنګ لرونکو په هکله د پوهاوي د ډېرولو تر کمپاينه پورې. د رسم ګذشت د سمبالونکو په خبره ښايي تر ۱،۲ ميليونو پورې خلک په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.     

ربيکا شتاودن ماير/ن ص/ب ص   

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب