د آلمان یو پخوانی ولسمشر مړ شوو
۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبهد آلمان اوسني ولسشمرو یوآخیم گاوک په یوه وینا کې وویل چې د آلمان ولس خپل یو ډير قدرمن ولسشمر او سیاستوال له لاسه ورکړ، هغه یو شخصیت چې په خپل خاص ډول سره یې د آلمان راتلونکی سمبال کړی ؤ.
گاوک وویل:« زمونږ هیواد او مونږ له هغو خدمتونو څخه چې شیل کړي دي، مننه کوو.» گاوک په خپلې وینا کې زیاته کړه که چیری شیل نه وای ، نو د کمونستي هیوادونو په وړاندې به د پخواني لویدیځ آلمان په بهرنې پالیسې کې بدلون نه وای راغلی. ولسمشر یادونه وکړه چې د آلمان د دولت دغه پخواني مشر د زړه له کومې د یوې متحدې اروپا سره لیوالتیا درلوده.
والتر شیل د د ۱۹۱۹ کال د جولای په اتمه د پخواني لویدیځ آلمان د زولینگن په ښار کې زیږدلی ؤ. مخکې له دې چې هغه په دوهمه نړیواله جگړه کې د نازي آلمان په هوايي قوه کې د عسکري خدمت ته جلب کړای شي، هغه د بانک د ماموریت لپاره زده کړې وکړې. هغه په ۱۹۴۶ کال کې د آلمان د آزاد دیموکرات د گوند (FDP) غړی شوو.
والتر شیل له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۴ کال پورې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر او د هغه وخت د صدراعظم، ویلی برانت د صدرات مرستیال ؤ. په دغې دورې کې د هغه آزاد دیموکرات گوند له سوسیال دیموکرات گوند سره چې مشرۍ یې د ویلی برانت په غاړه وه په پخوانې پلازمینی بن کې یو ائتلافي حکومت جوړ کړ.
د هیواد د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزیر په توگه شیل له کمونستي بلاک سره د لویدیځ آلمان د اړیکو په نرمولو کې ډيره زیات مهم نقش درلود. د آزادو دیموکراتانو د گوند د مشر په توگه هغه د ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۹ کال پورې د آلمان د ولسشمر په توگه دنده تر سره کړه.
په ۱۹۷۳ کال کې شیل هغه وخت زیات شهرت پیدا کړ چې د «ماشوم د پالنې د عمل» سازمان سره په گډه یوه سندره ثبت کړه ترڅو د ټولنې د معیوبو او بې وزلو ماشومانو لپاره د خلک پام واړول شي. د سندرې دغه ریکارد ۳۰۰ زره ځلې وپلورل شوو.
په ۲۰۰۹ کال کې والتر شیل د آلمان جنوبی ښار فرایبورگ کې د «باد کروڅینگ» نومې سیمی ته کډه وکړه، چیرته چې هغه له خپلې میرمنې «باربره شیل» سره د ژوند پاتې کلونه تیر کړل.
هغه نن چهارشنبې د ۲۰۱۶ کال د اگست په ۲۴ د ۹۷ کلنی عمر سره له دنیا څخه د تل لپاره سترگې پتې کړې.