د آلمان ۶۰ سلنه وگړي د بهرنيانو په اړه مثبت نظر لري
۱۳۹۴ دی ۲۱, دوشنبهد آلمان د «آر تي ال» تلويزیوني شبکې په غوښتنه د فورسا موسسې نظر پوښتنه ښيي چي د آلمان په کولن ښار کي د نوي کال په شپه د يوې ډلي له خوا د ښځو د نجسي زوروني سره سره بیا هم د بهرنيانو په اړه د آلمانانو نظر مثبت دئ.
د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخي په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۶۰ سلنه ويلي دي چي د بهرنیانو په اړه ئې نظر منفي سوی نه دئ. خو ۳۷ سلنه ويلي دي چي تر دغي شپې وروسته ئې د بهرنيانو په اړه نظر منفي سوی دئ.
د پوښتل سوو کسانو ۵۷ سلنه په دغه هيواد کي د مهاجرو په ډېرېدو سره د جرمونو له ډېرېدو ويره ښوولې ده. خو په سلو کي ۴۰ ئې بیا دغه شان بيره نه لري.
د بهرنيانو په اړه منفي نظر تر ډېره د دغه هيواد په نوي تاسيس سوي گوند «د آلمان له پاره بديل» (AFD) په پلويانو کي جوړ ډېر سوی دئ. د دغه گوند ۷۲ سلنه پلويانو ويلي دي چي د نوي کال شپې تر پيښي وروسته د بهرنيانو په اړه د دوی نظر منفي سوی دئ.
د دغه گوند د پلويانو په سلو کي ۹۳ له دې څخه بيره ښوولې ده چي په دغه هيواد کي د مهاجرو په ډېرښت سره به جرمونه هم ډېر سي. خو د زرغونو گوند بیا په دې اړه ډېره اندېښنه نه لري او يوازي په سلو کي ۳۱ ئې دا بيره لري.
د ائتلاف گوندونو (سوسيال مسيحي او ديموکرات مسيحي) پلويانو په سلو کي ۴۳ ئې د نوي کال شپې تر پيښي وروسته د بهرنيانو په اړه نظر منفي سوی دئ.
خو د پوښتل سوو ښځو ډېرو ئې بيا هم ويلي دي چي د ډاډمن امنيت احساس کوي. يوازي د پوښتل سوو ښځو په سلو کي ۱۱ سلنه ويلي دي چي د لږ امنيت احساس کوي او په سلو کي يوازي ۳ سلنه ويلي دي چي هيڅ د امنيت احساس نه کوي.
په دغه نظر پوښتنه کي ۱۰۰۲ کسان په ټول آلمان کي پوښتل سوي دي.
د آلمان په کولن ښار کي د نوي عيسوي کال په شپه نژدې زرو تنو نارينه وو، ښځي وزورولې او حتي موبايل تليفونونه ئې ځني غلا کړل. دوی دغه راز ښځو ته لاس اچولی وو. د عيني شاهدانو په وينا دغه نارينه ظاهران د شمالي افريقا او اسيا وگړو ته ئې څېرې ورته وې.