دونالد ترمپ او کیم جون اون، د خپلو اتومي وسلو تڼیو ته اشاره وکړه او یو بل یې وګواښل. ترمپ خو دا هم وویل چې د هغه د اتومي وسلو تڼۍ لویه ده. خو ایا په رښتیا هم د اتومي وسلو د توغولو له پاره باید یوه تڼۍ کښېکښل شي؟
اوس خو د هیوادونو مشران هم د دغه شان یوې تڼۍ په اړه خبرې کوي. د شمالي کوريا مشر کیم جون يون د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې، وویل چې د اتومي وسلو یوه تڼۍ تل د هغه د میز پر سر ده چې د امریکا متحدو ایالاتو هره سیمه په نخښه کولای شي. د شمالي کوریا د دې څرګندونو په ځواب کې بیا د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ خپل تویتر ته مخه کړه او ویې ویل چې دی هم پر خپل میز د اتومي وسلو تڼۍ لري چې د کیم تر تڼۍ لویه ده او ښه کار هم کوي.
له دې کبله چې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د څرنګوالي په اړه معلومات په لاس کې نه شته نو کیدای شي چې کیم په رښتیا هم پر خپل میز دغه شان یوه تڼۍ ولري. خو د هغو معلوماتو له مخې چې په لاس کې شته، دا خبره روښانه ده چې امریکا متحد ایالات د اتومي وسلو یوه تڼۍ نه لري. امریکا یو «اتومي فوتبال» لري چې په اصل کې د اتومي ولسو د توغولو د حمل او نقل وړ یو سیستم دی چې له چرمه په یوه جوړ شوي تور دیپلومات کې ځای پر ځای شوی دی.
د امریکا متحدو ایالاتو «اتومي فوتبال» څه دی؟
دا یوه تور دیپلومات دی چې فریم یا بنسټ یې له اوسپني جوړ شوی او ۲۰،۴ کیلو وزن لري. په دې دیپلومات کې د اړیکې نیولو داسې یو سیستم نصب شوي چې ولسمشر ته د دې امکان ورکوي چې پوځ ته د اتومي وسلو د کاروني امر ورکړي. هر کله چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر له سپینې ماڼۍ وځي، نو د پوځ یو غړی هغه له دې بکس سره تعقیبوي چې د اړتیا په صورت کې ولسمشر ته نزدې وي.
د دغه دیپلومات مسوولیت پنځه کسان لري چې تر ډیرو ارزونو او روحي آزموینو وروسته د پوځ له بیلابیلو برخو څخه انتخابيږي. د امنیتي دلایلو له کبله باید دغه کس له ولسمشر سره په یوه لفت کې وي او هر وخت یوازې د هغه په څو قدمۍ کې موجود وي. د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر اوسني مرستیال هم دغه شان یو بکس لري او له هغه سره هم تل داسې کس موجود وي چې بکس ورته نزدې ساتي او لیږدوي یې. پر دې دوو بکسونو(ديپلوماتونو) سربیره یو بل هم شته چې د ځانګړو حالاتو له پاره ساتل کیږي.
د امریکا متحدو ایالاتو پوځ «اتومي فوتبال» د پخواني ولسمشر جان اف کیندي، د واکمني پر مهال جوړ کړ.
په لاسي بکس کې څه دي؟
په ياد لاسي بکس کې موجود تر ټولو مهم عنصر یو ترمیتر یا د تمال اله ده چې د اتومي وسلو د توغولو له مرکز سره پيوند شوې ده. پخپله دغه بکس د توغولو له پاره کومه تڼۍ نه لري. د دې په عوض، که ولسمشر وغواړي اتومي وسلې وکاروي، نو باید هغه اتومي کودونه په بکس کې داخل کړي چې د هر امریکايي ولسمشر د کار له پیلیدو سره ورته ورکول کیږي.
دغه کودونه چې پر یوه کریدت کارت ته ورته پلاستیک باندې لیکل شوي دي، د دې له پاره نه دي چې له داخلیدو سره یې توغندی وتوغل شي، بلکي هدف یې دا دی چې د امریکا د اتومي وسلو د توغولو په مرکز کې موجود پوځیان په دې خبره ډاډه شي چې د اړیکې په بل اړخ کې پخپله ولسمشر دی.
پر دې سربیره د سپینې ماڼۍ د پوځي ادارې د پخواني مشر بیل ګولي، د کتاب په حواله په بکس کې همداراز په دې اړه هم معلومات شته چې ولسمشر د څرنګه یوه اتومي برید امر ورکولای شي، یا دا چې که پر امریکا اتومي برید وشي نو ولسمشر کومو امنو ځایونو ته تلای شي، یا د امریکا ولس ته د بیړني خبر د ورکولو په موخه له کومو امکاناتو څخه استفاده کیدای شي.
د امریکا ولسمشر د څو ډوله بریدونو انتخاب لري؟
په دې بکس کې د بریدونو انتخابونه ډیر ساده شوي دي، چې ولسمشر یې له ډلې څخه یو په ګوته کولای شي. ویل کیږي چې ولسمشر کولی شي د یوه لوی، هدفمند او یا هم محدود اتومي برید امر ورکړي.
ولسمشر باید تل د اتومي ولسو کودونه له ځان سره ولیږدوي، خو ویل کیږي چې پخواني ولسمشرانو جیمي کارتر او بیل کلنتن دواړو د خپلو واکمنيو پر مهال دغه کودونه ورک کړي ول.
روسانو هم په ۱۹۸۰مې لسیزه کې یو ورته سیستم جوړ کړ. روسي ساینسپوهانو هڅه کړې وه چې د سیستم استفاده اسانه وي دا ځکه چې باید له هغه څخه د روسیې زوړ ولسمشر لیونید بریژنیف، استفاده کړې وای.
د الې یوه ډیزانر خو دا هم ویلي دي چې په هغه کې په رښتیا هم یوه تڼۍ موجوده وه خو د اتومي ولسو د توغولو له پاره باید په کې کودونه داخل شوي وایي. اوس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دغې الې یوه نوې بڼه لري.
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.