1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د اجسامو د لاري د کرونا د ویروس انتقال ثابت سوی نه دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چي د مختلفو اجسامو او شیانو سره د انسان د تماس پواسطه د کرونا دویروس انتقال ثابت سوی نه دی. خو بیا هم ددغو اجسامو د ضد عفوني کولو توصیه کوي.

Singapur Mütter aus Malaysia schicken gefrorene Muttermilch nach Hause
انځور: Reuters/E. Su

صحي جهاني سازمان وايي، د نوو تحقیاتو نتایج ښکاره کوي، چي د مختلفو اجسامو او شیانو سره د انسان د تماس پواسطه د کرونا د ویروس د انتقال احتمال ثابت سوی نه دی. مثلأ د دروازې د دستګیر، کیبورد او نورو شیانو سره دتماس له طریقه. خو سربیره پردې دغه سازما پرون شنبه )د مئ میاشتي ۱۶ مه( بیا هم ددغو اجسامو پرضد عفوني کیدو باندي ټینګار کړی دی.

دغه توصیه د هغو تجاربو پر بنأ سوې ده، کومه چي ښکاره کوي، د کرونا ویروس کیدلای سي، تر ۷ ورځو پوري پر اجسامو او شیانو باندي پاته سي. دغه سازمان وايي، څنګه چي د اجسامو څخه د کرونا د ویروس د انتقال تجربې په لابراتوارونو او بل ډول شرایطو کي تر سره سوي دي او نه دباندي، نو ځکه باید د اجسامو سره په تماس نیولو کي د احتیاط څخه کار واخیستل سي او هغه ضد عفوني سي.

په ځینو تحقیقاتو کي ښکاره سوي دي، چي د کرونا ویروس تر ۷ ورځو پوري پر فلزاتو او پلاسټیکو باندي پاتیږي، پر ښیښو باندي ۲ ورځي ، کالو او لرګو باندي یوه ورځ. خو په نورو تحقیقاتو کي بیا پر مسو باندي ۴ ساعته، پر لرګو او کاغذو باندي ۲۴ ساعته او پر پلاسټیکو او فلزاتو باندي ۷۲ ساعته پاته کیدل ښوول سوي دي. دا هم پداسي حال کي ده، چي که څه هم هیڅ تجربو پر کرونا کووید ۱۹ باندي د تماس د لاري د ویروس انتقال په اثبات نه دی رسولی، خو د کرونا ویروس پر نورو انواعو باندي انسان ته د هغه انتقال نه دی رد سوی.

ځکه نو ضد عفوني کول نه یوازي په روغتونو ، بلکه په نورو ځایونو لکه تشنابونو ، دستشوی، برقي سامان آلاتو، دستګیرونو، زینو او هغو د دیوالو د ضد عفوني کیدلو توصیه کیږي. خو بیا په ازاده فضأ او یا کورو کي د ضد عفوني کولو توصیه نه کوي. تر ټولو مهمه دا ده ، چي پخپله پر انسان باندي هیڅکله ضد عفوني او مکروبي مواد ونه پاشل سي. دا کار نه یوازي د ویروس د انتقال مخنیوی نه کوي، بلکي د انسان صحت او سلامتیا ته سخت تاوان رسولای سي.

دویچه ویله فارسي، آژانسونه:ق ن/ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب