1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اختر لمونځ دي په آزاده فضا کي وسي»

۱۳۹۹ مرداد ۸, چهارشنبه

د حج او اوقافو وزارت له ملایانو څخه غوښتي چي د اختر لمونځ دې د روغتیايي تدابیرو په نظر کي نیولو سره په آزاده فضا کي وکړي. د عامي روغتیا وزارت د اختر په ورځو کي د «کانګو» د ناروغۍ له پراخیدو څخه هم خبرداری ورکوي.

Afghanistan Eid Fest Zuckerfest in Khost
انځور: DW/F. Zaher

افغان چارواکي د لوی اختر په شپو او ورځو کي د کرونا ویروس له پراخيدو څخه په اندیښنه کي دي. د عامي روغتیا، حج او اوقافو وزارتونو او د کابل والي د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کي په کابل کي له خلکو وغوښتل چي د لوی اختر په ورځو کي باید روغتیايي سپارښتني په جدي ډول رعایت کړي.

د افغانستان چارواکي له خلکو څخه په جدي ډول غواړي چي د اختر په ورځو کي دوه متره ټولنیز واټن، د ماسک اغوستل او د لاسونو منظم پریولل مراعات کړي او له لاس ورکولو، مخ مچي او غیږي روغبړ څخه ډډه وکړي تر څو ځان او نور خلک په کرونا ویروس باندي له اخته کیدو څخه وژغوري.

د لوی اختر په درشل کي د حج او اوقافو وزارت د افغانستان په ټولو سیمو کي د مسجدونو له ملایانو او امامانو څخه غوښتي دي چي د اختر لمونځ په آزاده فضا کي ترسره کړي.

نوموړی وزارت له خلکو څخه همدارنګه غواړي چي د لمانځه د اداکولو پر وخت ټول روغتیايي تدابیر په پام کي ونیسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب