1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: کندهار کې ملا هبت الله د اختر لمانځه امامت کړی

۱۴۰۳ فروردین ۲۲, چهارشنبه

په افغانستان کی د طالبانو د ادارې په حواله د هغوی مشر ملا هبت الله د په زرو نورو افغانانو سره یوځای د چارشنبې په ورځ د کوچني اختر لمونځ ادأ کړی. نن د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د اختر لمونځونه شوي دي.

Afghanistan | Gebet in Kandahar
انځور: Nazir Ahmad Qadri

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس (پخواني تویتر) شبکه کې لیکلي چې ستر مشر د کوچني اختر  لمونځ د کندهار په مرکزي عیدگاه کی ترسره کړ.

د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت د سه شنبه په ورځ د ټول هیواد امامانو ته لارښوونه وکړه چې د اخندزاده پیغام دي په خطبو کې ولوستل سي.

همدارنگه له ټولو افغانانو څخه غوښتنه وسوه چی د شریعت قوانینو ته درناوی وکړي. په عین حال کې د طالبانو مشر له نړیوالې ټولنی سره د ښو اړیکو غوښتونکی هم سو.

په کابل کی د اختر په مناسبت امنیتي تدابیرانځور: Alfred Yaghobzadeh/abaca/picture alliance

د کابل په پایتخت کابل کی د کوچني اختر د لمانځلو په مناسبت سخت امنیتي تدابیر نیول سوي وه. سربیره پردې په زرو کسان په نورو ولایتونو کې هم مسجدونو ته ولاړل ترڅو د اختر لمونځ په ګډه ادا کړي. امنیتي ځواکونو د فرانسې خبري آژانس له دې څخه منع کړل چی د اختر د لمانځه ویډیوگاني واخلي.

ملا هبت الله اخند زاده په ۲۰۱۶ کال کی د طالبانو د مشر په توگه له خپل ټاکل کیدو راهیسې، ډیر لږ په عام محضر کی راڅرگندیږي.

نوموړی په وروستي ځل په ۲۰۲۲ کال کی د کوچني اختر په مناسبت په داسې حال کې راڅرگند سو چې خلکو ته یې شا را اړولې وه. هغه وخت یې واک ته د طالبانو تر رسیدو تقریباً یو کال وروسته، خلکو ته د

" د آزادۍ او بریالیتوب پر لور بري"  له امله مبارکي ورکړه. د طالبانو دغه مشر له کندهار څخه افغانستان اداره کوي، چیرې چې دغه اسلامې ډله د لومړې وار له پاره پکښې راڅرگنده سوې ده.

په المان کې افغانان اختر ته څه ډول چمتووالی نیسي؟

03:29

This browser does not support the video element.

GP/K.H/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل