د ارجنټاين ديکتاتور په عمري بند محکوم سو
۱۳۹۱ اسفند ۲۳, چهارشنبهرینالدو بينیوني د ارجنټاین وروستی پوځي دیکتاتور وو. دغه پخوانی جنرال اوس په بوينوس آیرس کې د یوې محکمې له خوا محکوم بلل شوی دی. دغه کس د خلکو د تښتوني، ربړوني او ورکیدو په ۲۰ پیښو کي تورن شوی دی.
دغه محاکمه په «کمپو دي مايو» کي د پټ جزایي او ربړوني د مرکز په هکله وه چې له ۱۹۷۶کال څخه تر ۱۹۸۳ کاله پوري د پوځي دیکتاتورۍ پر وخت يو ستر کمپ وو.
دغه کمپ د پلازمېني بوینوس آیرس په شمال لویدیځ کې پروت دی. د اټکلونو له مخي نزدې۵۰۰۰ کسان چې د رژیم د مخالفینو په سترګه ورته کتل کیدل، په دغه کمپ کې ساتل شوي ول. د دغو کسانو ډيری بیا چا نه د لیدلي.
پر بينیوني سربیره نور څلور پوځي چارواکي هم په عمري بند محکوم شوي دي. نورو شپږو تورنو کسانو ته له ۱۲ څخه تر ۲۵ کلونو پوري د بند سزا اورل شوې ده. د دغو کسانو له خوا په قربانیانو کې اووه اومیدواره مېرمنې هم شاملي وې. واکمني پوځي دیکتاتوري ډلي به له اپوزیسیون سره تړاو درلودونکي ماشومان تښتول.
بينیوني تر۱۹۸۰کاله پوري د دغه کمپ مشري پرغاړه لرله چې په غیر قانوني توګه ځني د محبس په توګه کار اخیستل کیدی. له ۱۹۸۲کال څخه د فالکلند د جزیرې پر سر له انګلستان څخه تر ماتې وروسته او په ۱۹۸۳کال کې د ټاکنو تر ترسره کیدو پورې هغه موقتي ولسمشر وو. د دغو ټاکنو په پایله کې په دغه هیواد کې یو ځل بیا ديموکراسي رامنځ ته شوه.
محاکمه ادامه لري
د بشري حقونو د ټولنو د معلوماتو پر اساس له ۱۹۷۶کال څخه تر ۱۹۸۳ کاله پوري په ارجنټاین کې د پوځي دیکتاتورۍ پر وخت شاوخوا۳۰ زره انسانان تښتول شوي او ورک شوي دي.
په ۲۰۱۱کال کې بينیوني په یوه محاکمه کې د عمري بند په سزا محکوم شوی وو او په نورو قضیو کي ورته د ۱۵ او ۲۵ کلونو تر منځ سزا اورل شوې وه.
پر دې سربیره به اوس بينیوني د خورګې فیدیلا سره یوځای د «پلان کوندور» په نوم ستري محاکمې ته هم ځواب ووایي. په پلان کوندور، کې سویلي امریکایي پوځي رژیمونه د اپوزیسیون، کیڼ اړخو او کارګرو اتحادیو غړو په ځپلو او وژلو کې له یو بل سره مرسته کوله.