1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ اړيکي به ستونزمني پاته شي

۱۴۰۲ خرداد ۸, دوشنبه

اروپايي ټولنه او ترکيه د ځينو موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف لري چې دا به ښايي د ترکیې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته هم دوام پيدا کړي. په اروپايي ټولنه کې د ترکیې شامليدل اوس د بل هر وخت په پرتله لیرې بريښي.

Türkei Stichwahl l Anhänger von Präsident Recep Tayyip Erdogan jubeln
انځور: Khalil Hamra/AP/picture-alliance

اروپايي ټولنه ترکيې سره خپلو اړيکو ته څرنگه گوري؟

د اروپايي ټولنې کمېسيون د رجب طيب اردوغان د استبدادي حکومت کلک منتقد دی. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو چارواکو د ترکیې په اړه د ۲۰۲۲م کال په خپل رپوټ کې ليکلي: «اروپايي ټولنه په ترکیه کې د ديموکراسۍ، د قانون حاکميت، بنسټیزو حقونو او د قضايه قوې د مخ پر خرابيدونکي وضعيت په اړه اندېښمنه ده.»

زياته شوې ده چې شاتگ په دوامدره توگه دوام لري او د «اقتصادي حکومتولۍ او د اقتصادي بازارونو د ښه فعاليت په تړاو د دوی اندېښنې مخ پر زياتيدو دي.»

په رپوټ کې زياته شوې ده چې ترکيه د مهاجرت، اقليم ساتنې او انرژۍ د تامین په برخه کې له ستراتيژيکي پلوه يو مهم شريک دی. ویل شوي چې د ښه سمبال پوځ سره د ناټو دا غړی هيواد د روسیې او اوکراين ترمنځ د غله جاتو د تړون په برخه کې يو مهم منځگړی دی. خو د اروپايي ټولنې مشران نورو غړيو هيوادونو يونان او قبرس په اړه د دغه هيواد پر گواښوونکو حرکاتو سختې نیوکې لري.

اړونده موضوع: اروپايي ټولنه د ترکیې پر ضد بندیزونو ته تیاری نیسي

اروپايي ټولنې په وار وار سره پر ترکي چارواکو غږ کړی دی چې د اروپايي محکمې د بشري حقونو اړوندو قواعدو ته درناوې وکړي او عثمان کاوالا آزاد کړي. عثمان کوالا يو مدني فعال دی چې په ۲۰۲۲م کال کې له دې کبله د عمري بند په سزا محکوم شو چې په ۲۰۱۳م کال کې یې په گیزي پارک کې په حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخيستې وه.

د ترکیې دريځ څه دی؟

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د يوه شنونکي په حواله د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ اړيکي له لسیزو راهيسې له لوړو ژورو ډکې دي.

وزارت مني چې د ۲۰۱۶م کال په جولای میاشت کې د اردوغان پر وړاندې د کودتا تر احتمالي هڅې وروسته دا اړيکي نورې هم خرابې شوي دي.

د وزارت له خوا زياته شوې ده چې د «جولای د ۱۵مې نېټې د کودتا تر هڅې وروسته د اروپايي ټولنې يخ او انتقادي چلند د باور د بحران باعث شوی.»

فعال او سياسي بندي عثمان کاوالاانځور: Wiktor Dabkowski/dpa/picture alliance

چارواکي وايي چې «د ديالوگ د کمزوري کیدو يو پېر» تر هغه وروسته پېل شو چې د اروپايي ټولنې نورو غړيو هيوادونو د ترکیې د حکومت پر هغو اقداماتو نيوکې وکړې چې د کودتا تر هڅې وروسته یې عملي کړل.

اردوغان پر ترکي واعظ فتح الله گولين چې په امريکا متحده ايالاتو کې په تبعيد کې ژوند تیروي، د کودتا د هڅې پړه اچولې وه.

خو پر دې ټولو سربیره اروپايي ټولنه د ترکیې يو هم ستراتيژيک شرک دی، په ځانگړي توگه د ۲۰۱۵م کال د مهاجرو تړون ته په کتو سره. د دې تړون له مخې ترکيې کابو ۳،۵ میليونه مهاجرو ته ځای ورکړی دی، د دې پر ځای چې هغه اروپايي ټولنې ته ور پريږدي. د دې په بدل کې ترکيې تر اوسه د کابو ۹ ميليارده يورو مالي مرستې ژمنه ترلاسه کړې ده.

خو دا يو نازک تړون دی. په ۲۰۲۰م کال رجب طیب اردوغان له يونان سره خپل سرحد د لنډې مودې له پاره پرانيست څو بې ځایه شوي سوريايان د سياسي فشار د يوې آلې په توگه وکاروي.

په اروپايي ټولنه کې د ترکیې شامليدل؟

د بهرنيو چارو وزارت په حواله په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د شامليدو هدف اوس هم پر خپل ځای دی خو د دې له پاره اروپايي ټولنه خپل داخلي اختلافات بايد حل کړي.

اروپايي ټولنې په ۲۰۱۸م کال د غړيتوب په اړه مذاکرات عملاً ودرول چې ښایي تر ولسمشریزو ټاکنو وورسته بيرته پېل شي. شرطونه به یې دا وي چې ترکيه بايد لږ تر لږه د قبرس جمهوريت د اروپايي ټولنې د غړي په توگه په غیر مستقيم ډول په رسميت وپيژني. د ترکیې پوځ له کابو پنځوسو کلونو راهېسې د قبرس پر شمالي برخه کنترول لري.

اړونده موضوع: ترکيه: اروپايي ټولنه د مهاجرو له تړونه سرغړونه کوي

په بروکسل کې د «اروپايي پاليسۍ مرکز» څېړنیزې موسسې يوه شنونکې اماندا پاول وايي چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د غړيتوب په اړه مذاکرات مړه نه، بلکې په اصطلاح د «کوما» په حالت کې دي. نوموړې په دې آند ده چې په واک کې د اردوغان له شتون سره په دې هکله لږه هیله مندي موجوده ده چې دغه د کوما حالت دې له منځه ولاړ شي.

هغې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې دا يوازې په انقره پورې نه بلکې په اروپايي ټولنه پورې هم تړاو لري.

تر ټاکنو وروسته به څه کیږي؟

اماندا پاول وايي: «دا يوه ستونزمنه اړيکي ده چې د وخت په تېريدو سره لا پسې خرابه شوې ده. که رښتيا ووایم زه باور نه لرم چې مثبت تغیر به راشي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې په استانبول کې له خپل ترکي سيال مولود چاوش اوغلو سره په ليدنه کې پر ترکیې ښکاره نيوکې وکړې. خو نوموړې په عين حال کې دا هم واضح کړه چې نور مخالفتونه او مخامخيدنه به په گټه تمامه نه شي ځکه لوېدیځ باید د ناټو په شکل کې د روسیې پر وړاندې د مقاومت له پاره يووالی ولري.

ب. ص/ ن. ز (Bernd Riegert)