د اردوغان رقيب گولن مړ سو
۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبهد فتح الله گولن د مړیني خبر د نورو ترڅنگ د NTV رسنۍ د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲۱مه) خپور کړ. رویترز خبري آژانس په لومړي سر کي دغه خبر نه وو تائيد کړی. د ترکیې حکومت د ۲۰۱۶ کال د کودتا د هڅې پړه د ګولن پر غورځنګ اچوي او هغه یې د یوه ترهگري سازمان په توگه درجه بندی کړی دی.
خو گولن بیا د دغې کودتا په هڅه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي. فتح الله گولن له ۱۹۹۹ کال راهیسي په امریکا متحده ایالاتو کي ژوند کاوه.
گولن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له متحدینو څخه د حکومت په دښمن واوښت: هغه تر یو ځایه د ترکیې پر ټولنې او سیاست باندي ډیر نفوذ او همدارنگه یې واک ته د اردوغان په رسیدو کي مهم نقش درلود. کله چي اردوغان خپل قدرت پیاوړی کړ، نو دواړه يو له بل سره مخالف سول. ولسمشر پر هغه باندي د ۲۰۱۶ کال د کودتا په هڅه کي د لاس درلودلو تور ولگاوه او تر نن ورځې پوري د هغه پلویان تعقیبوي.
دغه روحاني د ۱۹۶۰م کال په پای کي د تعلیمي موسسو او رسنیو د شرکتونو د شبکې جوړول پیل کړل. په هغه وخت کې، د هغه خُطبې د ږغیزو او ویډیویې کیسټونو له لارې خپریدې.
ګولن که څه هم د محافظه کاره اسلام استازیتوب کاوه، خو په عین وخت کي یې له غربي نړۍ سره د سیالۍ په هدف په بشري او طبیعي علومو کي له زده کړو څخه هم ملاتړکاوه. هغه د مذهبونو ترمنځ د ډیالوگ پلوي کوله او د نورو ترڅنگ يې پاپ یوهانس پاول ۲ هرکلی وکړ.
له حکومت سره د ښو اړیکو له برکته د هغه د «خدمت» غورځنگ په اتیایمو او نوویمو کلونو کي د پراخیدو په حال کي سو او د هغه ډېر پلویان پر حکومتي دندو وگومارل سول.
دا کار د لومړني خبرداري سبب سو چي گواکي د گولن پلویان به په اداري، قضايي او امنیتي دستگاه کي خپله شبکه جوړه کړي. د سیاسي علومو فرانسوي کارپوه بایرام بالیچي، په ۲۰۲۱ کال کي لیکلي: «د خپل نفوذ او د لاسوهنې د تمایل په لټه کې د فتح الله ګولن غورځنګ د جیسویتس یاOpus Dei سره قوي ورته والی لري چې له هغه څخه یې په ښکاره ډول الهام اخیستی دی.»
ویل کیږي چي گولن د خپلي وینا په ترڅ کي چي یوه برخه یې رسنیو ته رسېدلې، ویلي ول: «د حکومت د کنترول د په لاس ته راوړلو له پاره په صبر او حوصلې سره کار وکړی.» که څه گولن او د هغه پلویانو د دغې وینا پر صحت انتقاد کړی، خو نوموړی مجبور سو چي په ۱۹۹۹م کال کيامریکا متحده ایالاتو ته ولاړ سي، ترڅو د حکومت د راپرزولو په تور له محاکمه کولو څخه خلاص سي.
کله چي د اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند AKP په ۲۰۰۲م کال کي واک ته ورسېد، د ګولن د ملاتړ کوونکو شبکه حکومتي خدماتو ته ګټمنه واقع سوه. ځکه چې په سیاست او اداره کې د ټولو پوستونو د ډکولو له پاره کادرونه کم ول.
دغه اتحاد تر ۲۰۱۳م کاله پورې کله چي درز رامنځته سو، دوام وکړ. ګولن او اردوغان له متحدینو څخه په سختو دښمنانو واوښتل. کله چې قضايي ادارې په ۲۰۱۳م کال کې اردوغان ته د نژدې سیاستوالو او سوداګرو پر ضد د فساد تحقیقات پیل کړل، د هغه وخت لومړي وزیر د ګولن غورځنګ د کودتا په هڅه تورن کړ.
د ترکیې حکومت د هغه د غورځنگ پر وړاندي له سخت چلند څخه کار واخیست: د ۷۰۰ زره شکمنو پلویانو په وړاندي قضیې پیل سوې، له هغو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په کودتا کي د لاس لرلو په تور په عمري بند سزا محکوم سول.
په هغه وخت کي د قاضیانو په گډون څه ناڅه ۱۲۵ زره حکومتي کارکوونکي له دندې گوښه کړای سول. د گولن غورځنگ تعلیمي مؤسسې او رسنۍ وتړل سوې.
گولن خپل د ژوند وروستي ۲۵ کلونه د امریکا متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت په سیلورسبرگ کي تېر کړل. د زړو خلکو له پاره د هغه استوگنی شپه او ورځ تر څارنې لاندي ول. گولن په دا وروستیو کي ډیر لږ په عام محضر کي راڅرگنديدی.
GP/NZ/AG