د انقرې حکومت له خوا داسې جنګیالي په لیبیا کې د جنګیدو له پاره استخدامیږي چې مخکې تر دې په سوریه کې د اسد حکومت پر ضد جنګیدلي دي. دا اقدام لیبیا او ټوله سیمه لا زیاته بې ثباته کولی شي.
اعلان
د ترکیې حکومت له تیرو دوو میاشتو راهیسې نژدې دوه زره سوریایي افراطیان د لیبیا د جګړې له پاره استخدام کړي دي. له دوی څخه هر یوه جنګیالي ته به نه یوازې دا چې د میاشتې دوه زره امریکایې ډالره تنخوا ورکول کيږي، بلکې دوی ته به د ترکیي تابعیت هم ورکول کیږي. دغه کسان په سوریي کې د کړاونو ژوند تیروي او په ډیرو لږو پيسو ګذاره کوي.
د بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په حواله په تیرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۵۰ داسې جنګیالي لیبیا ته رسول شوي دي چیرې چې دوی هلته د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه د برخمن لومړي وزیر فیاض السراج د حکومت مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې ۱۳۵۰ تنو نورو ته په ترکیه کې نظامي روزنه ورکول کیږي.
د سوریې د اپوزیسیون (د سوریې ملي پوځ)، د انقرې حکومت، د فیاض السراج (د ملي مصالحې حکومت) او نورو ښکیلو خواو له لورې د دا ډول کوم تړون یا پلان موجودیت رد شوی دی.
خو دا رپوټونه په تیر دسمبر کې د ترکيې حکومت له لورې د فیاض السراج حکومت ته د مرستې تر ډاډ ورکول کیدو وروسته راڅرګندیږي.
مصر، فرانسه، اردن او متحده عربي امارات هغه هیوادونه دي چې ویل کیږي د خلیفه حفتر ملاتړ کوي. سربیره پر دې لیبیا ته د ۶۰۰ روسي او ۳۰۰۰ سوډاني جنګیالیو د استول کیدو رپوټونه هم ورکول شوي دي.
په دې وروستیو کې په برلين کې د لیبیا په اړه د سولې کنفرانس پر اعلامیې سربیره دغه هیواد ته د کرایې جنګیالیو د استونې لړۍ روانه ده. د برلين په کنفرانس کې ترکیې، روسیې او متحده عربي اماراتو په څیر هیوادونو د لیبیا په کورنیو چارو کې او په دې وسله واله شخړه کې د نه مداخلې ډاډ ورکړی وو.
د ترکیې تګلاره
د کارډین ورځپاڼې په حواله د انقرې له خوا د سوریې په شمالي برخه کې جنګیالي استخدامیږي او وروسته بیا د ترکیې له لارې لیبیا ته لیږدول کیږي. له دغو جنګیالیو سره د شپږو میاشتو له پاره یوه معاهده کیږي چې هغه د ترکي پوځ پر ځای د لیبیا له حکومت «جی ان ای» سره وي.
د رپوتونو په حواله انقره د دغو جنګیالیو د ټپي کیدو په صورت کې د هغوې د درملنې مسئولیت او ټول لګښت پر غاړه اخلي او ترڅنګ یې د وژل شویو کسانو مړي بیرته سوریې ته هم انتقالوي. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله تر اوسه پورې د داسې ۱۴ کسانو مړي سوریې ته انتقال شوي دي.
خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان بیا ویلي دي چې هیواد یې یوازې ۳۵ تنه پوځي سلاکاران د لیبیا د حکومت د مرستې له پاره استولي دي.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
لیبیا کي څوک له چا سره جنګيږي؟ ـ انځوريز راپور
په شمالي افریقایي هیواد لیبیا کې د معمر القذافي تر زوال وروسته په دغه هیواد کې بی ثباتي حاکمه ده. د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن حکومت د جنرال خليفه حفتر د ځواکونو له مزاحمت سره مخامخ دی.
د ۷۶ کلن جنګ سالار بشپړ نوم خليفه بالقاسم حفتر دی. نوموړی د وژل شوي دیکتاتور معمر القذافي په دوره کې د پوځ یو لوړپوړی افسر وو. خلیفه حفتر ځان مارشال هم بولي. په اوس وخت کې هغه د لیبیا تر ټولو قوي جنګسالار ګڼل کیږي. نوموړی جنرال د یوه روزل شوي په وسلو سنبال پوځ ترڅنګ جنګي الوتکې هم لري. هغه د فرانسې، مصر او متحده عربي اماراتو له ملاتړ څخه برخمن دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Monteforte
د لیبیا په شخړه کې د مختلفو هیوادونو رول
خلیفه حفتر د فرانسې له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی. بل لور ته ترکیه د حفتر شدید مخالفت او په طرابلس کې د واکمن حکومت ښکاره ملاتړ کوي. ترکیي د حفتر د ځواکونو پر ضد د جنګیدو له پاره د طرابلس حکومت ته وسلې هم ورکړي وې. د حفتر په پلویانو کې مصر او متحده عربي امارات هم شامل دي. اروپایي اتحادیه له فرانسې سره د لیبیا په مسئله کې اختلاف نظر لري.
انځور: picture-alliance/C. Liewig
د طرابلس حکومت پلوي جنګي ډلې
د طرابلس حکومت د ملګرو ملتونو او څو جنګي ډلو له ملاتړ څخه برخمن دی. دغو وسله والو ډلو د خلیفه حفتر د«لیبیا ملي پوځ» ځواکونو پر وړاندې د طرابلس د حکومت ملاتړ کړی دی. حکومتي پوځ پر طرابلس د حفتر د ځواکونو یرغل له ناکامۍ سره مخامخ کړی وو.
انځور: AFP/M. Turkia
د طرابلس حکومت او پوځ
د لیبیا حکومت د ۲۰۱۵م کال راهیسې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن لومړي وزیر فایز السراج په مشرۍ قایم دی. السراج د امنیت د ثبات په خاطر له څو وسله والو ډلو سره ائتلاف کړی دی. له حکومتي پوځ سره د لیبیا د پخواني پوځ درنې وسلې او تجربه لرونکي افسران هم موجود دي. د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د السراج د حکومت ښکاره ملاتړ کوي.
انځور: Reuters/H. Amara
د قذافي تر زوال وروسته بی ثباتي
د لیبیا پخوانی دیکتاتور د یوه منظم وسله وال حرکت په ترڅ کې له واکه لیري کړای شو، خو وروسته تر هغې دغه ډلې منظم پاتې نه شوې. له هرې ډلې سره په کافي اندازه وسلي او جنګیالي موجود ول. په مختلفو وختونو کې انتخابات هم وشو، خو امنیت رامنځته نه شو. په همدې منځ کې جهادي ډلې هم په لیبیا کې فعاله شوې دي.