1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردوني پيلو د سوځولو په اړه د اسلامي هيوادونو غبرگونونه

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۱۵, چهارشنبه

د مصر الازهر پوهنتون د افراطي ډلي «اسلامي دولت» هغه جنگیالي چې یو اردونی پیلوټ یې ژوندی سوځولی دی د «خدای او رسول دښمنان بللي دي». پر دې سربیره ډیرو اسلامي هیوادونو هم دغه کار غندلی او وحشیانه عمل گڼلی دی.

انځور: Getty Images/AFP/K. Mazraawi

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۴مه) په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت ترهگري ډلي د هغي خپرې شوي ویدیو په اړه غبرگونونه وښول شول چې یو اردنی پیلوټ پکښې په ژوندونوي د سوځولو په حالت کي ښوول کيږي. سیاسي او دیني مشرانو پر اسلامي دولت ډلي باندي سختي نیوکي کړي دي.

د مصر د الازهر پوهنتون مشر د دغې ویدیو تر خپریدو وروسته وویل چې دغه یاغیان «د خدای او د هغه د رسول دښمنان دي». هغه زیاته کړې ده چې دغو یاغیانو ته باید د مسلمانانو د مقدس کتاب قرآنکریم له مخي د مرگ او یا هم د لاسونو پرې کولو سزا ورکړل شي.

د الازهر مشر شیخ احمد الطیب، په یوې بیانیه کې ویلي دي: «اسلام د یوه بیگناه وژنه منع کړې ده.» دغه شیخ زیاته کړې ده چې د اسلامي دولت جنگیالیو د اردني پیلوټ له سوځولو سره د اسلام له هغه حکمه سرغوونه کړې ده چې آن د جگړې پر مهال هم د جسدونو د خرابولو اجازه نه ورکوي.

په ډیرو اسلامي هیوادونو کې قاتلینو او د مخدرو موادو قاچاق وړونکو ته د اعدام سزا ورکول کیږی. که څه هم په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د اعدام سزا زندۍ کول وي، خو د دې ترڅنگ په سعودي عربستان کې ځیني کسان داسي اعداميږي چې سر يې پرې کړي. د پاکستان او ایران په ځینو برخو کې بیا ځینو جنسي جرایمو ته د سنگسار سزا هم ورکول کیږي.

د سعودي عربستان یوه شیخ سلمان الوداح، ویلي دي چې د سوځولو له لاري یوه کس ته د اعدام سزا ورکول ځکه په اسلام کې روا نه دي چې په خبره یې یوازي خدا کولای شي چې د اور په واسطه انسانانو ته سزا ورکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان یوه مشر ایاد مداني، هم د اسلامي دولت له خوا د اردني پیلوت سوځول غندلي دي. د هغه له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دغه کار «په اسلام کې زندانیانو ته ورکړل شوي حقوق او د جگړي پر مهال د انساني سیرت درناوی تر پښو لاندې کوي».

پر دې سربیره د خلیج هیوادونو چارواکو هم د «اسلامي دولت» ډلي دغه کړنه غندلې ده او د دې ډلي پر وړاندې یې پر خپله مبارزې باندې ټینگار کړی دی.

د متحدو عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «دغه فجیح او د نه منلو وړ عمل د دغي ترهگري ډلي ظلم ښيي چې اوس یې اهداف واضیح شوي دي.»

په عین حال کې د قطر، ایران او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو چارواکو هم دغه عمل غندلی او هغه یې وحشیانه بللی دی. تر دې دمخه د اسلامي دولت ترهگري ډلي یو شمیر لویدیځ او دوه جاپانی وگړي هم وژلي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل