1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ تازه نښتې رامنځته شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې یوې موافقتنامې ته د رسیدو نړیوالې هڅې یو وار بیا بې نتیجې پاتې شول. د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه کې د ډزو په تبادله کې یو سرتیری وژل شوی دی.

Aserbaidschan | Checkpoint Bergkarabach
انځور: Tofik Babayev/AFP/Getty Images

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې یوې موافقتامې ته د رسیدو په خاطر د پلان شوو مذاکراتو له پيلیدو لږ مخکې په دویمه پرله پسې ورځ هم په سرحدي سیمه کې شدیدې نښتې رامنځته شوي دي.

اذربایجان: د ایران په استخباراتو پوري اړوند يوه ډله مو نيولې ده

د ارمنستان د دفاع وزارت رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد پر مرکزونو د اذربایجان په بریدونو کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور امنیتي ځواکونه ټپيان شوي دي. په همدې حال کې د اذربایجان دفاع وزارت بیا وضاحت ورکړی دی چې د ارمنستان پوځي ځواکونو ډزې کړي دي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

مخکې تر دې د پنجشنبې په ورځ په سرحدي سیمه کې د متقابلو ډزو په پایله کې یو اذربایجانی عسکر وژل شوی و او څلور تنه ارمنستاني عسکر ټپیان شوي ول.

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان اذربایجان تورن کړ چې غواړي د سولې د هغو خبرو اترو چې د یکشنبې ورځې له پاره په بروکسل کې پلان شوي، د ترسره کیدو مخه ونیسي.

 د ارمنستان د لومړي وزیر ناهیلي

د اروپايي اتحادیې د شورا مشر چارلس میشل ویلي دي چې د اروپايي اتحادیې په منځګړیتوب باید خبرې اترې ترسره شي «چې د قفقاز په سویل کې ثبات او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو» ملاتړ وشي.

د ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان، ویلي دي چې اوس یوازې ډیر لږ چانس شتون لري چې په بروکسل کې د لیدنې کتنې پر مهال له اذربایجان سره د سولې یوه موافقتنامه لاسلیک شي.

تیره اونۍ د ارمنستان او اذربایجان استازو په امریکا متحده ایالاتو کې یو له بل سره ولیدل. د امریکا د بهرانیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپل منځګړیتوب تر کوښښونو وروسته د «یوې دوامداره سولې ته د رسیدو موافقتنامې په مسیر کې د احساسیدو وړ پرمختګونو» خبره کړې وه.

آرشیف انځور: د نومبر په ۱۳، د ۲۰۲۰ کال د ناګورنو قره باغ سیمه کې د سوځیدلي کور څخه لوګی پورته کیږي.انځور: Dmitry Lovetsky/AP Photo/picture alliance

د قفقاز دواړه هیوادونه، ارمنستان او اذربایجان د پخواني شوروي اتحاد تر پاشل کیدو وروسته د قره باغ غرنۍ سرحدي سیمې پر سر اختلاف لري او تر اوسه دوه واره یو د بل پر ضد جنګیدلي دي.

پلوسي ارمنستان ته د اذربایجان سره په شخړه کي د ملاتړ وعده ورکړه

د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ تر وروستیو نښتو چې په ۲۰۲۰م کال کې تر ۶۵۰۰ ډیر انسانان په کې ووژل شول د روسیې په منځګړیتوب د اوربند یوه موافقتنامه لاسلیک شوه چې ارمنستان په کې له ډیرې لویې سیمې تیریدو ته اړ شو. له هغې وروسته وخت ناوخته د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه کې د ډزو تبادله صورت نیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص