1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توماس نیکلسون: طالبان دي د خلکو د رايي پر بنسټ نظام جوړ کړي

شکیلا ابراهیم خیل | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

د افغانستان په چارو کي د اروپايي ټولني استازي توماس نیکلسون، له طالبانو غوښتي دي، داسي نظام جوړ کړي، چي په هغه کي خلک د رايي حق ولري. هغه طالبانو ته خبرداری ورکړ، وخت لږ دی او هغوی باید لاس په کار سي.

په بروکسل کي د اروپايي ټولني کمیسون
انځور: Yves Herman/REUTERS

د افغانستان په چارو کي د اروپايي ټولني ځانګړي استازي یکشنبه ناوخته په دې اړه په یو ټویټ کي لیکلي دي، په کابل کي يې په یوه اوونۍ کي د طالبانو له ځینو چارواکو، د ښځود حقونو فعالانو، د مدني ټولنو له غړو، مخکنیو قاضیانو، مخکني ولسمشر حامد کرزي او له یوې ډلي خبریالانو سره لیدني او خبري کړي دي. 
توماس نیکلسون، تازه له کابل څخه د خپل اوونیز سفر څخه بروکسل ته راغلی په افغانستان کي يې د بشري وضعیت له ترینګلتیا څخه خبرداری ورکړی، هغه ویلي د ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د هغوی د زده کړو، کار او په ټولنه کي د هغوی پر نه ګډون ډېره اندېښنه لري. 
نوموړي همدارنګه د « هزارګانو او نورو لږکیو د حقونو تر پښو لاندي کېدل اود بیان ازادي تنګول» هم اندېښمن کړی دی. 

اړوند: نیکلسن: د سولې په اړه خبرې مې ناسمې تعبیر شوي

ده د ټویټ په یوه برخه کي لیکلي دي: « موږ په نړيواله سطحه د افغانستان ساتني ته ژمن یو، زه حاکمو چارواکو ته یادونه کوم، چي وخت لږ دی او هغوی هم باید لاس په کارسي، له افغانانوسره زموږ ژمنتیا باید یوه ګډه ژمنتیا اود پیل کولو لپاره ښه ځای وي. »
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني دغه لوړ پوړي چارواکي همدا ډول لیکلي دي، راتلونکی ژمی به د افغانستان لپاره ډېر سخت وي او په ټولیز ډول، چي د ملګرو ملتونو څخه کومي مرستي غوښتل سوي، د هغو مرستو یوازي ۴۵سلنه چمتو سوې ده. 
توماس نیکلسون له چین، روسيې اود اسلامي همکاریو له هیوادونو غوښتي دي، چي د بریتانیا، امریکا متحده ایالات، ارپايي ټولني او نورو هیوادونو په ډول له افغانستان سره خپلي بشردوستانه مرستي زیاتي کړي. 

اړوند: نیکولسن: د افغان ځواکونو د روزنې بهیر پراخوو
د اروپايي ټولني ځانګړي استازي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي، چي په دغه هیواد کي وروستیو ترهګریزو بریدونو ته پرېکنده ځواب ووايي. هغه په ټینګار سره ویلي دي، دوی مکلف دي، چي له ټولو افغانانو ساتنه وکړي او دیادو بریدونه عاملان تر قانوني پوښتنو ګروېږونو لاندي ونیسي او عدالت ته يې وسپاري. نوموړي ټینګار کړی دی، طالبان باید هیڅ چاته اجازه ورنه کړي، چي له افغان خاوري نور هیوادونه وګواښل سي. 

اړوند: جنرال نیکولسن: طالبان یو ځل بیا القاعدې ته نزدې شوې دي
نوموړي لیکلي دي: « له طالبانو غواړو، چي هربالغ افغان ته حق ورکړي، ترڅو د سیاسي نظام، د رهبر او خپل سیاسي نظر په اړه وږغیدلای سي.»
د اروپايي ټولني دغه چارواکی یادونه وکړه، اروپايي ټولنه پرته له دې، چي طالبان په رسمیت وپېژني، له هغوی سره خبرو اترو ته ژمن دي، ځکه دده په اند دغه کړنه له تړلو دروازو غوره ده. 
تریوکال زیات وخت کېږي، چي طالبانو پر وافغانستان ولکه ټینګه کړې ده، مګر تراوسه دوی هیڅ هیواد په رسمیت نه دي پېژندلي، کارپوهان په دې اند دي، چي طالبانو په نړي واله کچه د په رسمیت پېژندلوچانس خپله له لاسه ځکه ورکړی دی، چي  دوی پر ښځو محدودیتونه وضع کړي دي په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي څخه د لوړو ټولګيو نجوني ښوونځي ته نه پرېږدي. 
د نړيوالي ټولني له پرله پسې غوښتنو سره بیاهم طالبانو نه یوازي د ښځو حقونه نه دي ورکړي، بلکي د نجونو پرمخ يې ښوونځي لاهم نه دي پرانیستلي. 

نیکولسن: پر طالبانو او بهرنیو ملاتړو یې فشارونه ډیریږي

03:47

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل