روسيې او بيلاروس پوځي مانورې پيل کړي دي
۱۴۰۴ شهریور ۲۱, جمعه
له لوېديځ سره د پراخو ترينګلتياو په درشل کي د جمعې په ورځ سهار د روسيې او بيلاروس (سپيني روسيې) عسکرو پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
د روسيې د دفاع وزارت د بيانيې له مخي دغه پوځي تمرينونه چي د «زاپد ۲۰۲۵» (لوېديځ ۲۰۲۵) نومیږي د سپيني روسيې په پوځي روزنيزو سيمو، او همدارنګه بالتيک سمندر او بارنتڅو درياب کي ترسره کيږي.
دغه تمرين د مختلفو واحدونو ترمنځ پر همکارۍ، په ځانګړې توګه د قوماندانانو او کارمندانو ترمنځ د ګواښ پر وړاندي پر ګډي دفاع تمرکز کوي.
د مسکو د معلوماتو له مخي، د روسيې د نورو ملګرو هيوادونو څارونکي او ځواکونه هم په دې تمرين کي برخه اخلي. دا په ځانګړې توګه د روسيې تابع د ګډ امنيت تړون سازمان او شانګهای د همکارۍ سازمان غړيو هيوادونو له پاره صدق کوي.
د ځواکونو شمېر معلوم نه دی
مسکو د سرتيرو او واحدونو د شمېر په اړه معلومات نه دي وړاندي کړي. د لوېديځ د اټکلونو له مخي په دې تمرين کي شاوخوا ۳۰۰۰۰ سرتيري برخه اخلي چي شاوخوا ۸۰۰۰ يې د سپيني روسيې په خاوره کي دي.
مينسک ويلي دي چي د تمرينونو ساحه به کمه سي او د ځيني برخي به يې په هيواد کي دننه ترسره سي، ترڅو له خپلو لوېديځو ګاونډیو سره تاوتريخوالی کم سي.
په دې پوځي مانورنو کي به د اريشنيک په نوم د منځي واټن ويشتونکي توغندی هم و ازمويل سي چي په بالقوه توګه اټومي سرګلولې هم لېږدولای سي.
دغه پوځي مانورونه د نورو په پرتله نسبتاً کوچني دي. په ۲۰۲۱م کال کي په دغه شان تمرين کي شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ سرتيرو برخه اخيستې وه، چي وروسته بيا د روسيې او سپيني روسيې په لوېديځو سيمو کي پاته سول او د ۲۰۲۲م کال په فيبروي مياشت کي يې پر اوکراين يرغل وکړ.
د روسيې او اروپايي ټولني او ناټو اړيکي سختي ترينګلي سوي دي، ځکه يوازي په دې اونۍ کي دروسيې څو بې پيلوټه الوتکي د پولنډ هوايي حريم ته ننوتلي چي وروسته وويشتل سوې. پولڼد او ليتوانيا بيا وروسته خپل هوايي حريم وتاړه.