1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې بوديجه کې دفاعي لگښتونه زياتېږي

۱۴۰۴ آبان ۲۴, شنبه

د اروپايي ټولنې د ۲۰۲۶م بودیجه کې د دفاعي چارو او د پولو خونديتوب لګښتونه زیاتېږي

Dänemark Kopenhagen 2025 | Mette Frederiksen, Keir Starmer und Wolodymyr Selenskyj beim EPC-Gipfel
ارشیف انځور: اروپایي ټولنهانځور: Suzanne Plunkett/REUTERS

اروپايي ټولنه غواړي چې په راتلونکي کال کې د دفاع او پولو ساتنې لپاره زیاتې پیسې ځانګړې کړي. د اروپا پارلمان او د غړو هېوادونو استازو موافقه کړې ده چې د ۲۰۲۶م کال ټولیزه بودیجه به شاوخوا ۱۹۰ میلیارده یورو وي.

د ۲۰۲۶م کال د بودیجې زیات تمرکز به په امنیتي او دفاعي برخو کې وي.

د اروپا پارلمان او د غړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې یې تر سهاره پورې روانې وې او تمه کېږي چې په ځینو برخو کې به لا اوږده مذاکرات ترسره شي.

که څه هم د اروپايي ټولنې ټولیزه بودیجه یو څه راکمه شوې، خو د دفاع او سرحدي ساتنې لپاره لګښتونه لوړ شوي دي.

د تازه خپرو شویو معلوماتو له مخې، د امنیت او دفاع لګښتونه نږدې ۲۰۰ میلیونه یورو زیات شوي او اوس یې اندازه له ۲،۸ میلیارده یورو څخه اوښتې ده.

همدارنګه د مهاجرت د مدیریت او ټولو ساتنې لپاره هم شاوخوا ۲۳۰ میلیونه یورو نور زیات شوي، چې د دې برخې مجموعي بودیجه یې تر ۵ میلیارده یورو پورته کړې ده.

دغه هوکړه لا هم باید د اروپايي ټولنې او اروپا پارلمان لخوا رسمي تایید شي، خو دا پړاو عموماً یوازې تشریفاتي وي.

اروپایي پارلمان د لوړې بودیجې غوښتنه کړې وه

ارشیف انځور: اروپا پارلمانانځور: Panama Pictures/IMAGO

دغه پرېکړه د اروپايي کمېسیون د هغه وړاندیز پر بنسټ شوې ده چې تېر جون یې د راتلونکي کال لپاره نږدې ۱۹۳.۲۶ میلیارده یورو بودیجه وړاندیز کړې وه.

د کمېسیون په وینا، دا بودیجه باید د اوکراین د ملاتړ او د اروپايي هېوادونو د پیاوړتیا لپاره هم وکارول شي.

تېرکال د دغې ټولنې غړو هېوادونو او پارلمان د ۲۰۲۵م کال لپاره شاوخوا ۲۰۰ میلیارده یورو بودیجه تصویب کړې وه.

خو د ۲۰۲۶م کال لپاره غړو هېوادونو یوازې ۱۸۶.۲۴ میلیارده یورو وړاندیز کړي وو، په داسې حال کې چې پارلمان تل د لوړې بودیجې غوښتنه کوي او د ۱۹۳.۹ میلیارده یورو غوښتنه یې کړې وه.

جرمني د اروپایي ټولنې د بودیجې څلورمه برخه ورکوي

ارشیف انځور: د جرمني بیرغانځور: Michael Bihlmayer/IMAGO

د ۲۰۲۶م کال بودیجه د څوکلن مالي چوکاټ (MFF) د ۲۰۲۱–۲۰۲۷م دورې شپږ کلن پلان دی.

په ټوله کې د اروپايي ټولنې بودیجه شاوخوا ۱.۱ ټریلیون یورو اټکل کېږي.

جرمني چې تر ټولو لوی خالص تمویل کوونکی دی، د دې بودیجې نږدې یوه پر څلورمه برخه ورکوي. د جرمني حکومت ټینګار کوي چې دا هېواد له اروپايي داخلي بازار څخه تر ټولو ډېر اقتصادي ګټه ترلاسه کوي.

اوس مهال په بروکسل کې د ۲۰۲۸–۲۰۳۴ د نوې مالي دورې په اړه خبرې روانې دي.

اروپايي کمېسیون د راتلونکې اوه کلنې دورې لپاره نږدې ۲ ټریلیونه یورو بودجه غواړي چې دا د اوسنۍ دورې په پرتله ۷۰۰ میلیارده یورو ډېره ده.

جرمنی د بوديجې د زياتولو وړاندیز په کلکه رد کړی دی

په پارلمان کې هم پر دې پلان نیوکې شوې دي، ځکه وړاندیز کوي چې د کرنې ګډې تګلارې او د وروسته پاتې سیمو لپاره جلا جلا صندوقونه ختم شي او پر ځای یې یو لوی صندوق جوړ کړي. تمه کېږي چې دا به اوږدې او سختې خبرې اترې وي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو خبر ورکړی

02:24

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب