د آلمان د مهاجرت ادارې یا(BAMF) له خوا ترسره شوې څیړنه چې پایلې یط د یکشنبې په ورځ په «ولت ام زونتګ» ورځپاڼه کې خپرې شوې، ښیي چې د روان کال له جنوري تر مي میاشتې پورې د آلمان د مهاجرت ادارو ۱۸۶۶۸ تنه مهاجر مشخص کړي دي، چې د اروپايي اتحاديې له نورو غړو هیوادونو څخه آلمان ته استول شوي دي.
د مهاجرت اداره وايي چې دغه مهاجر د «دوبلین» په کتګوري کې راځي او له اړوندو هیوادونو څخه یې غوښتي دي چې یاد مهاجر دې بیرته ومني.
د دوبلین تړون له مخې هر مهاجر چې د لومړي ځل لپاره د اروپايي اتحاديې په هر غړي هیواد کې راجستر شي او بیا د دغې اتحادیې بل هیواد ته ورشي، نو باید بیرته لومړي راجستر شوي هیواد ته واستول شي.
آلمان په یاده موده کې ۱۴۵۳ تنه داسې مهاجر چې په لمړي ځل په کوم بل هیواد کې راجستر شوي دي، بیرته لومړني هیواد ته استولي دي. خو د اروپايي اتحاديې نورو غړو هیوادونو په همدې موده کې له د آلمان څلور برابره زیات، یعنې ۵۴۶۷ کسان بیرته آلمان ته استولي دي.
داسې مالومیږي چې آلمان په ابتدا کې په ډیرو مواردو کې هیڅ ډول توجه نه ده کړي تر څو هغه کسان چې له آلمان څخه یې د خپل اصلي هدف په موخه د ترانزیت په توګه کار اخیستی بیرته واستوي.
د آلمان د مهاجرت ادارې په حواله د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۰۹۷۸۵ تنو په رسمي توګه له دغه هیواد څخه د پناه غوښتنه کړې ده.
«د اروپاي اتحادیې کمیسیون باید عمل وکړي»
د آلمان د مسیحي دموکرات ګوند یو سیاستوال ولفگانگ بوزبخ، د « ولت ام زونتګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې د اروپايي اتحادیې له کمیسیون څخه غوښتي دي چې په دې باب دې جدي اقدامات وکړي.
بوزبخ ویلي دي: «د بیلګې په توګه، اوسني ناوړه وضعیت او د مهاجرت قانون معیارونو ته په کتو، د دې امکان نه شته چې له یونان څخه راغلي مهاجر دې بیرته یونان ته واستول شي. دا به د اروپايي اتحادیې کمیسیون ته فوق العاده مهمه وي چې په دې برخه کې خپل پام واړوي تر څو نسبي معیارونه د دغې اتحاديې په اکثرو غړو هیوادونو کې پرته له کومې استثنا رعایت شوی وي.»
بوزبخ د دې موضوع په باب چې په لمړي سر کې تقریباً ټول مهاجر د ځمکې له لارې امن هیوادونو ته رسیدلي وو داسې وضاحت ورکړل:«د مهاجرو لپاره داسې هیڅ حق شتون نه لري چې د ځان د پاره د خوښې ملک وټاکي.»
د دغه آلماني سیاستوال په خبره مهاجر هر هغه هیواد ته چې په لومړي سر کې وردننه کیږي باید د پناه اخیستو غوښتونکي شي.
یو هیواد نه شي کولی په یوازې سره کرګیچ حل کړي
له بل لوري په پارلمان کې د ولفګانګ بوزبخ د اړخ همکار کای واګنر، هم د «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې په اوسنیو شرایطو کې «دوبلین» له ماتې سره مخامخ دی. هغه وايي چې هیوادونه په جلا توګه نه شي کولای د مهاجرت له کړکیچ سره مبارزه وکړي. د هغه په وینا هغه ملکونه چې له مهاجرو څخه مخ اړوي باید د هغو لګښت هم ومني.
دا په داسې حال کې ده چې ډیری مهاجر په اصل کې نه غواړی چې د اروپايي اتحاديې نورو غړو هیوادونو ته واستول شي. دغه مهاجر ویره لري چې په هغو هیوادونو کې به د ژوند او کار له سختو شرایطو سره مخامخ شي.
په یونان کې د مهاجرو یو غېر عادي کمپ
سوریايي مهاجرو د یونان په پلپونز سیمې کې د مهاجرو د یو کمپ له کورنو څخه ځانته یو عجیبه کور پیدا کړی. میرتو پاپادوپولو دغې سیمې ته ورغلی او ورڅخه یې لیدنه کړې ده. انځور: DW/M. Papadopoulos یو تنکی مهاجر ځوان، د کمپ څخه بهر په خپل موبایل کې انټرنیټ کې بوخت دی. د کمپ دغې سیمې کې تل مهاجر سره راټولیږي چې د یو مرکز حیثیت یې ځان ته غوره کړی دی. دغه کمپ د امالیدا په نوم د سره صلیب ادارې یوه څانګې لخوا اداره کیږي. سمارت موبایلونه د مهاجرو لپاره د ارتباط یواځنې وسیله ده.
انځور: DW/M. Papadopoulos د (ایل ایم) کلي په یو ساده کور کې اته کسان ژوند کوي. دغه کور د ناستې دوه وړې خونې لري چې هره خونه یې خپل تشناب او یو کوچنی پخلنځای لري. پخلنځایونو کې اوجاغونه او دست شويونه شته خو ګرمې اوبه او یخچال نلري. دا یوه ییلاقي سیمه ده.
انځور: DW/M. Papadopoulos ۲۷ کلنه راني موسي، د خپل اته میاشتني ماشوم سره عکس اخیستو ته ځان چمتو کوي. د راني ماشوم په سوریه کې زیږیدلی، راني او خاوند یې د ماشوم له زیږیدو وروسته لمړی ترکیې او بیا یونان ته مهاجر شوي دي.
انځور: DW/M. Papadopoulos له کمپ څخه راوتلې د مهاجرو ښځو او ماشومانو یوه ډله د (ایل ایم) کلي نه بهر پر یو سړک د قدم وهلو پرمهال. میرسیني یوه آرامه او کم نفوسه سیمه ده چې د اوړي موسم څخه د مخه، په جون میاشت کې ورته سیلانیان هم ورځي.
انځور: DW/M. Papadopoulos د راتلونکي سفر لپاره خبرې یوه ډله نارینه د (ایل ایم) کلي څخه بهر، د لمر پریوتو پر وخت د سمندر پر غاړه خبرې کوي. د (ایل ایم) کلي د مهاجرو په کمپ کې نژدې ۶۰ تنه نارینه د خپلو میرمنو او ماشومانو سره ژوند کوي.
انځور: DW/M. Papadopoulos یوه ډله مهاجرې ښځې او ماشومان، ماښام مهال د (ایل ایم) کلي د یوه کور مخته د کور د ګروپ رڼا ته راټول شوي دي. په (ایل ایم) کمپ کې ۳۴۰ تنه مهاجر ژوند کوي، چې له ډلې څخه یې ۶۹ تنه ښځې او ۲۰۹ تنه ماشومان دي.
انځور: DW/M. Papadopoulos دغه سوریايي مهاجره میرمن چې غیږ کې یې خپل شپږ میاشتنی ماشوم دی اوس د (ایل ایم) توریستي کلي په دغه ییلاقي کور کې ژوند کوي. د (ایل ایم) کلي په کمپ کې میشتې یو شمیر ښځې واړه ماشومان لري او یو شمیر نورې یې حامله دي.
انځور: DW/M. Papadopoulos د شخصي اقتصاد د ګټې په سوچ کې طارق د خپلو دوو زامنو، ۱۱ کلن ویداد او ۷ کلن زیاد سره د میرسیني کلي یو وړ سوپر مارکيټ ته راغلي. دغه مارکیټ له کمپ څخه شل کیلومتره لرې موقعیت لري. اکثره مهاجر خپل د اړتیا وړ شیانو اخستلو لپاره له (ایل ایم) نه میرسیني ته راځي تر څو یې په مناسب قیمت سودا اخیستلو سره، خپل اقتصاد ته ګټه رسولي وي.
انځور: DW/M. Papadopoulos دا د اندرویدا ښار ښاروال، نبیل یوسف مورانت دی. نوموړی په اصل کې سوريايي دی. یوسف وايي چې دی لمړنی غیر یوناني وکړی دی، چې دلته د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی. هغه وايي کله یې چې سیمیزې شورا ته د مهاجرو د کمپ جوړولو وړاندیز وکړ نو د شورا اکثریتو غړو یې د خبرې ملاتړ وکړ.
انځور: DW/M. Papadopoulos د ستراوبیری یا ځمکني توتو فارم یو بنګله دیشی بزګر له (ایل ایم) کمپ څخه لږ لري د ستراوبیری میوې په یوه فارم کې په کار لګیا دی. د دغې سیمې په فارمونو کې اکثره له سویلي اسیا هیوادونو څخه راغلي هغه مهاجر چې اسناد نلري کار کوي. دوی د اتو ساعتونو کار په بدل کې له ۲۲ نه تر ۲۵ پورې یورو ترلاسه کوي.
انځور: DW/M. Papadopoulos د سیمې اوسیدونکي او مرستې د میرسیني ښار اوسیدونکی جورجیس اګیلوپولوس (پر موټر سیکل سپور) له ګڼ شمیر مهاجرو سره په داوطلبانه توګه مرستې کړي دي. نوموړی د مهاجرو کمپ ته نژدې کور لري. هغه وايي، لمړي سر کې د سیمې اوسیدونکو د مهاجرو کمپ د جوړیدو سره مخالفت کاوه، خو کله یې چې ولیدل په مهاجرو کې اکثریت یې کورنۍ دي مخالفتونه یې په ښکاره توګه ختم شول.
انځور: DW/M. Papadopoulos