1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې مشرانو د بریګزیت په هکله تړون لاسلیک کړ

۱۳۹۷ آذر ۴, یکشنبه

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې راټولو شوو مشرانو له دې ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو یا بریګزیت تړون لاسلیک کړ. د اروپايي ټولنې تر لاسلیک وروسته، بايد تريزا مې د بریتانیې د پارلمان له خوا هم د دغه تړون تائید تر لاسه کړي.

EU-Sondergipfel zum Brexit in Brüssel
انځور: Reuters/O. Hoslet

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۲۵ نیټه) د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو مشران د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې را ټول شوي او له دې ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا بریګزیت پر سند یې لاسلیک وکړ. په دې تړون کې د بریګزیت په هکله ټول جزئیات او شرایط درج شوي دي او په دې ترتیب سره به د بریتانیا د پارلمان د تائید په صورت کې دغه هیواد د راتلونکي ۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې په ۱۹ نیټه له اروپايي ټولنې سره مخه ښه وکړي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر دونالد توسک په دې هکله پر خپله تویتر پاڼه لیکلي دي چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو هیوادونو له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو توافق تصویب کړ او همدا راز یې د اروپايي ټولنې او بریتانیا ترمنځ د راتلونکو اړیکو په هکله سیاسي اعلامیه هم تائید کړه.

په وړاندیز شوې معامله کې دا هم راغلي چې بریتانیا تر بریګزیت وروسته د دوو نه تر ۴ کلونو د انتقال په موده کې په څه ډول د اروپايي ټولنې بازارونو ته نیږدې پاتې کیدلی شي. په دې تړون کې مالي اړخ، د بريتانيا د وګړو حقونه او په شمالي ایرلنډ باندې د بریګزیت اغیز هم درج شوی دی. دغه تړون د اروپايي ټولنې او بریتانیا ترمنځ په راتلونکي وخت کې د امنیت او سوداګرۍ په برخه کې د همکارۍ هیلې رانغاړي.

د بریګزیت په هکله پر دغه ۵۸۵ پاڼې لرونکې تړون ان تر وروستیو دقیقو پورې بحثونه او جنجالونه روان وو. د دغه تړون له کبله په بریتانیا کې د اروپا په هکله د شک لرونکو او د اروپا پلوه څیرو له لوري سخت انتقادونه هم شوي. خو د دې ټولو سربیره، د اروپايي ټولنې د شورا مشر، دونالد توسک د اروپايي ټولنې ټول غړي هیوادونه دې ته وهڅول چې تر ۱۷ میاشتو هڅو او سختو مذاکراتو وروسته جوړ شوی دغه تړون تائید کړي. هسپانیې تر دې وړاندې د دغه تړون د ویټو ګواښ کړی وو. د هسپانيې صدراعظم، پېدرو سانشس، له دې امله که چیرته د جبل الطارق سيمې په سر راولاړه شوې شخړه هواره نه شي، د یادې غونډې د لغوه کولو ګواښ کړی وو. خو د شنبې په ورځ وروسته له هغې چې د جبل الطارق په هکله د هسپانیې او بریتانیې ترمنځ شخړه حل شوه، هسپانیې په دغه کنفرانس کې د ګډون پریکړه وکړه.

د بریګزیت د تړون تر لاسلیک وروسته تیریسا مې اړ ده چې دغه تړون د خپل پارلمان له لوري یې تائيد کړيانځور: Reuters/O. Hoslet

له تاسفه ډک خو مهم تړون

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر ژان کلود یونکر بیا د بریګزیت د تړون د تائید په هکله ویلي چې هغه د خوښۍ یا جشن نیولو یوه پیښه نه ده. په بروکسل کې د بریګزيت په هکله جوړې شوې غونډې ته تر رسیدو وروسته یونکر وویل: « دا د خفګان یوه شیبه ده او دا یوه تراژیدي ده.»

د هالنډ لومړي وزیر مارک روټه بیا وايي چې اوسنیو شرایطو ته په پام سره دغه راز یو تړون د منلو وړ دی. نوموړي په بروکسل کې وویل چې «په عمومي توګه زه فکر کوم چې دا ټول هغه څه دي چې موږ يعنې اروپايي ټولنه، تريزا می او د هغې حکومت یې وړاندې کولی شو. د هالنډ لومړي وزیر وویل: «دلته هیڅ بریا نه شته، هیڅوک ګټونکی نه دی، موږ ټول بایلونکي یو.»

د بریګزیټ له پاره د اروپايي ټولنې مرکچي میشل بارنیر بیا وویل چې د ستونزو سربیره، ټول اړخونه باید خپل مسولیت ادأ کړي څو له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا منظم اخراج ډاډمن شي. بارنیر په داسې حال کې چې د بریتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ د اعتماد د رامنځ ته کیدو له پاره یې دغه تړون یو اړین اقدام یاد کړ وویل: «اوس د دې وخت دی چې هرڅوک خپل مسوولیت ومني.»

د بریگزیت مرکچي بارنیر وايي چې ټول اروپايي هیوادونه باید خپل مسولیت ادأ کړيانځور: AFP/Getty Images/E. Dunand

که څه هم نن د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې اروپايي مشرانو د بریګزیت دغه تړون تائید کړ، خو د بریتانیې لومړۍ وزیره تريزا مې اړ ده چې دغه تړون د خپل هیواد د پارلمان له لوري هم تائید کړي. د بریتانیا په پارلمان کې، د تريزا مې د خپل محافظه کاره ګوند د ځینو وکیلانو په ګډون د پارلمان ګڼ شمیر نور وکیلان له دغه تړون سره مخالف دي.

د بریتانیې د لومړۍ وزیرې تريزا مې د محافظه کاره ګوند ځینې څیرې او په شمالي ایرلنډ کې د دوی متحدین استدلال کوي چې دغه تړون به بیا هم بریتانیا له اروپايي ټولنې سره ډیره نیږدې وساتي. خو د یکشنبې په ورځ د بریتانیې خلکو ته په یوه پرانیستي لیک کې د بریتانیې لومړۍ وزیرې ادعا کړې چې دغه تړون د بریتانیا د ملي ګټو له پاره مهم دی. نوموړې ویلي چې بریګزیت د نوي پیل او پخلاینې یوه شیبه ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل