1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا اتحادیي له روسیې څخه د ډبرو سکارو واردات بند کړل

۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبه

د اروپا اتحادیې غړي هیوادونه اجازه نه لري، له همدااوس څخه نور د روسیې څخه د ډبرو سکاره راوارد کړي.

Kohle Symbolbild Kohleembargo Frachter Kohlefrachter
انځور: Jochen Tack/picture alliance

د دې له پاره چي صنعت د ډبرو د سکرو د تحریم سره ځان عیارکړي، نو اتحادیې په تیر اپریل میاشت کي تر کامل تحریم پوري یوه عبوري موده تعین کړې وه، کومه چي پرون شپه پای ته ورسیدله.

اروپايي اتحادیه غواړي، د ډبرو سکرو د وارداتو پر ممانعت سره د روسیې اقتصاد ضعیفه کړي. د اروپايي اتحادیې د کمیساري د ارقامو پراساس له اپریل څخه د ډبرو سکرو د وارداتو د تحریم په سبب روسیې ته له کاله نهه ميلیارده یورو تاوان رسیږي.