د دغه نوي سياست له وجې ګڼ شمير انسانان په کمپونو کې ساتل کيږی او يا هم په يو ډول، د اوږدې مودې له پاره په توقیف کې وي.
د يونان په لیسبوس ټاپو کې له انسانانو څخه ډک د موريا کمپ او په ليبيا کې د مهاجرو خطرناک توقيف ځايونه د اروپايي اتحادیې مشرانو ته دا ښيي چې د هغوی بریا (په اروپا کې د مهاجرو شمير راکمول) تر کومه حده ناوړه بشري وضعيت رامنځ ته کړی دی. ملګرو ملتونو او د بشر حقونو سازمانونو په کمپونو کې پر بد وضعيت سختې نيوکې کړي کړي دي.
د روان کال له پيل راهيسې اروپا ته د تازه رسيدلو مهاجرو په شمير کې کموالی راغلی دی، خو په دغه موده کې له ۱۷۰۰ څخه ډير مهاجر چې غوښتل يې د مديترانې سمندرګي پر خطرناکه لار ځانونه اروپا ته ورسوي، په اوبو کې مړه شوي دي.
عراقی مهاجر عباس الناصر درې اوونۍ کيږي چې د ليسبوس موريا کمپ ته رسيدلی دی. هغه د کمپ د بد وضعيت څخه شکايت کوي او وايي چې اته کلنه لور يې ضعيفه شوې او روغتيايي وضعيت يې د لا خرابيدو په حال کې دی.
د اسوشتيد خبري آژانس په حواله، د يونان موريا کمپ چې په اصل کې د ۳۱۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی، اوس په کې له ۹ زرو څخه ډیر مهاجر ژوند کوي. عبدالناصر وايي: «لور مې ډیری وخت تنفسي ستونزه لري... زمونږ د خيمې (د اوسيدو ځای) څلورو خواوو ته کثافات پراته دي.
د يونان په ليسبوس ټاپو کې د مهاجرو د يوه کمپ حالانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Taskmakis اروپا، په مديترانې سمندرګي کې اروپا د تلونکو مهاجرو د ژغورنې دنده د ليبیا ساحلي ګارد ته سپارلې ده. دغو ساتونکو په روان کال کې ۱۳ زره مهاجر د ليبيا توقيف ځايونو ته ګرځولي دي.
د ليبيا پلازمينې طرابلس ته نژدې په ځينو توقيف ځايونو کې مهاجر د وسلوالو مليشو په خپلمنځيو نښتو کې وژل شوي هم دي، ځکه چې د مختلفو ډلو مليشې د پلازمينې د نيولو په موخه جګړه کوي چې په دې منځ کې مهاجر هم قرباني کيږي.
په ليبيا کې د بې پولې داکترانو د مرستې رسولو ماموريت مشر ابراهيم يونس وايي چې په دغه ډول يوه نښته کې په لسونو مهاجر ووژل شول.
د ليبيا په توقيف ځايونو کې شاوخوا پنځه زره مهاجر ژوند کوي، خو داسې ګمان کیږي چې په نورو تاسيساتو کې هم مهاجر د بنديانو په څير ساتل کيږي. په رپوټونو کې ويل شوي چې په دغه شان تاسيساتو کې مهاجر د غلامانو په توګه نیول کیږي او د جنسي ناوړه استفادې او جرمونو قرباني ګرځي.
ليبيايي چارواکي وايي چې اروپا هم هغوی او هم يې مهاجر يوازې پريښي دي. د ليبيا حکومت چې له دغو مرکزونو څخه ساتنه کوي، د اسوشتيد پرس خبري آژانس ته يې له مهاجرو سره د مرکې کولو اجازه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په طرابلس کې رامنځ ته شوی اوربند، د ماتيدو له خطر سره مخ دی او د مهاجرو خوراکي مواد هم مخ پر کمېدو دي.
د اروپايي اتحاديې مشران تر ډيره په دې موضوع کې د نظر اختلافات لري چې اروپا ته د مهاجرو د داخليدو د مخنيوي په موخه، څرنګه او د دغې قارې په کومو ځایونو کې پر پولو کنترول ډیر کړي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د يونان په ليسبوس ټاپو کې د مهاجرو د کړاونو ډک ژوند
د يونان په لیسبوس ټاپو کې ميشت مهاجر نور د سختيو ډک ژوند د دوام توان نه لري. ډیري موسسې چې له مهاجرو سره يې د روغتيا او نوري قانوني مرستې کولي، د مخه لا له دغه ځايه څخه وتلي دي. انځور: DW/V. Haiges د آژه سمندرګي پر غاړه بند پاتي مهاجر اروپا اعلان وکړ چې په يونان کې مهاجرو ته د رسيدګي په برخه کې بوديجه يې په اګست مياشت کې خلاصه شوه. تر هغې وروسته مهاجرو ته د رسيدګۍ ټول مسئوليت ته يونان په يوازې سر اوږه ورکړې ده. د دې تر څنګ، د لیسبوس مهاجرو د انتقال او يا بشري مرستو په برخه کې هم د هيڅ کوم مشخص پلان څرک نه ليدل کيږي.
انځور: DW/V. Haiges په ليسبوس ټاپو کې د موريا په نوم د راجستر تر ټولو مهم مرکز او هغې ته ورته نور مرکزونه هم په دې نه شي توانيدلی چې حتي د تازه راتلونکو لږ شمير مهاجرو وضعيت ته هم سمه رسيدګي وکړي. دلته فشارونه خورا لوړ دي. موجوده بد وضعيت په چټکۍ سره د تاوتريخوالو سبب واقع کيږي. يوه روښانه بيلګه يې د مختلفو هيوادونو د اتباعو ترمنځ د لفظي او فزيکي شخړو رامنځ ته کيدل دي.
انځور: DW/V. Haiges له موريا څخه بهر په دغه ځای کې د شامپو او اوبو ډیر خالي بوتلونه او نور کثافات غورځول شوي دي. تر څنګ د دې چې په کمپ کې روغتيايي خدمتونو د کمښت ستونزه ده، خلک هم په دغه ځای کې د ژوند د يو ښه ماحول جوړولو په برخه کې پاتې راغلي دي.
انځور: DW/V. Haiges د يوې پياله چای توان هم نه شته دغه اريتريايي مهاجر په خپله خيمه کې له دې بابته بخښنه غواړي چې د چاي تيارولو امکانات نه لري. هغه چې درې مياشتې مخکې ليسبوس ته راغلی دی له هماغه وخته راهيسې د خپلې پناه غوښتنې د ځواب په تمه دی. دی وايي: «دلته په موريا کې ډیري ستونزي دي». د مختلفو نژادونو خلکو ګډي خيمې په کمپ کې د اخ و ډبونه د رامنځ ته کيدو سبب واقع کيږي.
انځور: DW/V. Haiges يو افغان مهاجر د اعتراض په توگه د کارتن پر کاغذ ليکلي دي: موږ هم انسانان يوو، ژوي نه يوو، د موريا کمپ دوږخ دی. دغه افغان تر يوه کال زيات وخت کیږي چې د يونان په لیسبوس ټاپو کې د خپلې پناه غوښتني د ځواب په تمه شپې او ورځې تيروي. د معلوماتو نه ورکول، د کمپ بد وضعيت او بلاخره بيرته افغانستان ته د اخراج ويره هغه څه دي چې د مهاجرو ژوند يې تريخ او د روحي فشارونه سبب شوي دي.
انځور: DW/V. Haiges مهاجرت د اقتصادي ستونزو سبب د سيمې يو تن اوسيدونکی له افغان مهاجر سره بحث کوي چې د مهاجرو د شتون له امله يونان ته د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۷۵ سلنه لږ سيلانيان راځي. د يونان اقتصادي بحران هم په لیسبوس ټاپو کې د خراب وضعيت په رامنځ ته کيدو کې رول لرلی دی. له بلې خوا که څه هم د سيمې ډير اوسيدونکي له مهاجرو سره خواخوږي لري خو په ټوله کې په دې باور دي چې هيواد يې د اوږدې مودي له پاره د مهاجرو مقابله نه شي کولای.
انځور: DW/V. Haiges په ليسبوس ټاپو کې رضاکاران خپلې هڅې کوي، په ځانګړې توګه د روغتيايي خدمتونو په برخه کې چې تر ټولو اړينه ده. آلمانۍ داکتره «يوتا مای والد» د دوو اونيو له پاره ليسبوس ته تللې، څو له مهاجرو سره روغتيايي مرستي وکړي. هغه وايي چې ډیري روغتيايي ستونزي په موريا کمپ کې د موجوده بد وضعيت له کبله رامنځ ته شوي دي. د کمپ اوسيدونکي تر ډيره له دردونو او زيانونو شکايت کوي او داکتران ورته د درد ضد درمل ورکوي.
انځور: DW/V. Haiges د موزايک ملاتړ کوونکی مرکز د مهاجرو له پاره يو ښه فرصت دی. دا ډول فعاليتونه د مهاجرو له پاره يوه ښه وقفه ده چې په دوامداره توګه د کمپ په بد حالت کې ژوند کوي. دغه ځای نه يوازي دا چې مهاجرو ته د څو ساعتونو له پاره خوښۍ وربخښي، تر څنګ دوي يوه اندازه پيسې هم په لاس راوړي، لکه دغه ايرانۍ ميرمن.
انځور: DW/V. Haiges د تازه راتلونکو مهاجرو څپې ادامه لري هغه نوی مهاجر چې د ۲۰۱۵م کال له لومړيو څخه يونان ته راغلي، بايد انتظار وباسي، څو دوسيې يې وڅیړلي شي. خو په دې برخه کې د څيړنۍ ټکنی بهير او د يو ښه کاري پلان نه شتون د دې سبب شوی چې د ډيرو لږو دوسيو څيړني وشي. د مهاجرت نړيوالې ادارې په حواله په روان ۲۰۱۷م کال کې څه باندې ۱۴ زره مهاجر يونان ته راغلي دي. تيرکال يونان ته ۱۷۳ زره مهاجر راغلي ول، خو يوازې ۱۲۵۰۰ کسان يې ومنل.
انځور: DW/V. Haiges