1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا ټاکني ولي مهمي دي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د مي مياشتي په پای کي د اروپا پلان سوو انتخاباتو وخت رانژدي سوی. آيا د يوه نړيوال قوت له پاره به ډير پر ملي مسايلو او که مدغم کيدو باندي يو ځل بيا فکر وسي؟ له بروکسل څخه بيرند ريګيرت رپوټ راکوي.

Stimmzettel Wahl Wahlen Europawahl
انځور: picture-alliance/dpa/N. Försterling

د اروپا په پارلمان کي د مسيحي ديموکرات فراکسيون مشر مانفريد ويبر تر اروپايي انتخاباتو مخکي وروستۍ اونۍ غونډه کي وويل «موږ به د مي پر۲۶ مه د دغې قارې له پاره د برخليک ټاکونکو انتخاباتو سره مخامخ سو».

نه يوازي ويبر، بلکي نور لوړپوړي نوماندان هم د اروپا پارلماني انتخاباتو ته په ورته سترګه ګوري. د مسيحي ديموکراتانو له پاره چي د اروپايي ټولني په عالي کميسارۍ کي دنده پر مخ بيايي، د مي په پای کي ټاکني، د اروپا د پلويانو او ناسيوناليستانو ترمنځ يوه دوه اړخيزه مبارزه بلل کيږي. مانفريد ويبر وايي«اوسني اروپا چي نن ورځ موږ پکښي ژوند کوو، يوه ښه اروپا ده. موږ به دې ته اجازه ور نه کړو چي هغه د ناسيوناليستانو له خوا چي نن ورځ زموږ په منځ کي دي ،خرابه سي».

تر اوسه پوري هيڅکله هم د اروپايي ټولني په غړو هيوادو کي دومره ډير ښي اړخه پاپوليستان او د اروپا په اړه مشکوک کسان نه ول، لکه په دغو انتخاباتو کي چي موجود دي. د ټولپوښتنو له مخي ښايي هغوی د کانديدانو ۲۰ سلنه جوړه کي.

د اوربان که د ماکرون اروپا؟

د هنګري د ناسيونال محافظه کاره صدراعظم، ويکتور اوربان له پاره، خبره د متعصبي ديموکراسۍ ګوند چي دی يي مشر دی او ليبرال ديموکراتانو ترمنځ مبارزه کي ده. د هنګري صدراعظم چي ځان د آلمان، فرانسې، ډنمارک او ايټاليا له حقوقو سره متحد بولي، ګومان کوي چي نور اروپايي هيوادونه غواړي د مهاجرو په راتګ سره د اروپا اولس ته بدلون ورکړي او دا ټولنه اسلامي کړي.

د فرانسې او هنگري جمهوررئيسانانځور: Getty Images/AFP/L. Marin

اوربان د هنګري د ملي ورځي په مناسبت وينا کي ويلي «موږ بايد په دې پوه سو چي اروپا د جلاکيدو يوې تاريخي مرحلې ته رسيدلې ده. هغه څوک چي غيرقانوني مهاجرو او پناه غوښتونکو ته ښه راغلاست وايي نو د ګډو نژادونو ټولني رامنځته کوي. په داسي هيوادونو کي به تاريخي عنعنې له منځه ولاړي سي او په دنيا کي به يو نوي نظم رامنځته سي.»

خو د اوربان يا ايټاليا داخله وزير ماتيو سالويني او يا هم د«آزادۍ» په نامه د اتريش ښي اړخه ګوند مشر هنس کريستيان شتراخه چي اوس يې استعفا ورکړه، دښمن بيا د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون دی. هغه د هنګري د متعصبي ديموکراسۍ په نامه ګوند په وړاندي خپله مبارزه اعلان کړې او د يوې نوي اروپا د رامنځته کيدو له پاره يي د يووالي او غمشريکۍ غوښتنه کړې ده. د ماکرون په نظر هم دغه انتخابات د اروپا له پاره برخليک ټاکونکي دي.

کانديدانانځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

نه يوازي مهاجرت

کارځايونه، مهاجرت، د اقليم ساتنه، د تجارت سياست او په نړۍ کي د يوې قوي اروپا رول. دا هغه موضوعګاني دي چي د اروپايي ټولني هيوادونه به په راتلونکو کلونو کي ورسره لاس او ګريوان وي.

د اروپا د مسيحي ديموکراتانو مشر ويبر او د سوسياليستانو مشر فرانس تيمرزمنز، نظرونه يو له بل سره ډير توپير نه لري. دوي دواړه غواړي د مثال په ډول له افريقا سره پر نوي ګډ کار او د مهاجرو په اصلي هيوادونو کي پر زياتي پانګوني تمرکز وکړي. خو د ښي اړخو له پاره فقط يوه موضوع مهمه ده: د مهاجرو بندول او د هغوی منزوي کول. خو تيمرزمنز په خپله تلويزيوني وينا کي وويل چي موږ به په اروپا کي واک افراطيونو ته ور نه کړو. دا ستاسو په لاس ده چي په راتلونکو پنځو کلونو کي به څه ډول يوه اروپا ولرو.

اروپا د مقاومت ځواک لري

د اروپا کارپوه يانيس ايمانوويلديس د بروکسل په يوې غونډه کي ويلي دي چي د نوي پارلمان جوړښت به مسيحي ديموکراتان، سوسيال ديموکراتان، ليبرالان او زرغون ګوند مجبور کړي چي په يوه ستر ائتلاف کي  ګډ کار سره وکړي. هغه زياته کړي چي سړی بايد دغو انتخاباتو ته په انتقادانه نظر وګوري خو افراط او ډيره منفي بافي و نه کړي. اروپايي ټولني پخوا هم مقاومت ښودلی او په آينده کي به هم همداسي سي.

هغه خبرداری ورکوي چي د نوي پارلمان تر جوړيدو وروسته مهمه خبره دا ده چي د پورنو او مهاجرو د بحران ترعُهدې وتلو وروسته د نوو بحرانونو غم وخوړل سي. د مثال په ډول اقتصادي بحرانونو او د امريکا، روسيې او چين سره اړيکي.

د اروپايي ټولني کارپوه کارل لانو په نظر بيا، اروپايي ټولنه بايد تر ټولو دمخه پر اقتصادي پرمختګ او په شمال کي د بډايو او جنوب کي د بې وزلو پر برابر ژوند باندي تمرکز وکړي. يوازي په دې ډول کيدای سي ښی اړخي پاپوليستي نظريې چي زياتره په بې وزلو هيوادو کي موجودي دي، له منځه يووړل سي.

بيرند ريگرت

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل