د اروپا پارلمان د پناه غوښتني سخت قوانین تصویب کړل
۱۴۰۴ بهمن ۲۲, چهارشنبه
د دې اصلاحاتو له مخې، غړي هیوادونه کولی سي پناه غوښتونکي ثالثو هیوادونو ته اخراج کړي چي دغه کسان ورسره هیڅ اړیکه نه لري.
پر دې سربېره، په شټراسبورګ کي د اروپايي پارلمان غړو د هغو هیوادونو لیست تصویب کړ چي اروپايي اتحادیه یې د «خوندي اصلي هیوادونو» په توګه طبقه بندي کوي.
د دې پریکړې له مخې، غړي هیوادونه باید د هند، بنګله دیش، کولمبیا، مصر، تونس، مراکش او کوسوو د اتباعو د پناه غوښتني غوښتنلیکونو د بررسۍ پروسه ګړندۍ کړي. اروپايي اتحادیه باور لري چې د دې هیوادونو خلک د ځوروني او د اساسي حقونو د سرغړونو پر وړاندي کافي محافظت لري.
اروپايي اتحاديه غواړي د پناه غوښتني مقرارات لا پسې سخت کړي
په اصل کي، د اروپايي ټولني نوماند هیوادونه هم «خوندي» ګڼل کیږي په دې شرط چي دوی په جګړه کي نه وي یا د بشري حقونو پراخه سرغړونې نه وي. دا طبقه بندي دا ممکنه کوي چې پناه غوښتونکي دې هیوادونو ته اخراج سي.
اروپايي کمېسیون اعلان کړی دی چي په دوامداره توګه به په دې هیوادونو کي د بشري حقونو وضعیت وڅاري او که وضعیت بدل سي نو غبرګون به وښيي.
دا لومړی ځل دی چي د اروپايي ټولني په کچه د «اصلي خوندي هيوادونو" یو ګډ لیست جوړ سوی دی. جرمني پخوا خپل جلا لیست درلود. دا به د غړو هېوادونو له پاره هم ممکنه وي چې د اروپايي ټولنې له لیست څخه بهر هم ځيني هېوادونه د «اصلي خوندي هېوادونو» په توګه وټاکي.
د «روانډا ماډل» ته زمينه برابرول
په ثالثو هیوادونو پوري اړوند مقرراتو اصلاح کولو سره، اروپایي اتحادیه د بريتانيا د «روانډا ماډل» ته ورته ماډل له پاره زمينه برابروي.
تر دې وروسته، غړي هیوادونه کولی سي د پناه غوښتني غوښتنلیکونه پرته له کومي جدي ازمویني رد کړي، په هغه صورت کي چي غوښتونکی وکولی سي په يوه ثالث «خوندي» هیواد کي د خوندیتوب غوښتنه وکړي، حتی که دوی هلته کورنۍ اړیکې یا د ژوند سابقه و نه لري.
غړي هیوادونه کولی سي له ثالثو هیوادونو سره موافقه وکړي چې دوی مهاجرین ومني او د پناه غوښتني پروسه په هغه هیواد کي ترسره سي. د بې سرپرسته ماشومانو له پاره استثنا سته.
دا مقررات د اروپايي مهاجرت او پناه غوښتنې د بستې برخه ده، چي ټاکل سوې ده د ۲۰۲۶ کال په جون کي نافذ سي. د اروپايي پارلمان په وینا، د دې ځینې احکام ممکن تر دې نېټې مخکې هم پلي سي.
د اروپايي ټولني د کورنیو چارو او مهاجرت کمیشنر مګنوس برنر، دا پریکړه «د اروپا د مهاجرت په پالیسۍ کې د بدلون ټکی» وباله. هغه وویل چي دا پریکړه به غړو هیوادونو ته «د ملګرو هیوادونو سره په کار کولو کي ډیر انعطاف ورکړي، زموږ د پناه غوښتني پر سیسټمونو باندي فشار کموي او پر مهاجرت باندي کنترول پیاوړي کوي.»
دا پریکړه د معمول خلاف، د محافظه کارو، سوسيال ډیموکرات او لیبرال ګوندونو په ګډ اکثریت تصویب نه سوه. بلکي د پناه غوښتني د دغو قوانینو سختول د ښي اړخو ګوندونو په ملاتړ تصویب سول. د اروپایي شورا له خوا وروستۍ تصویب هم تشريفاتي بلل کيږي.