د اروپا پارلمان مرستیاله نیول سوې ده
۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه![Ungarn Parlamentsgebäude in Budapestt](https://static.dw.com/image/63143554_800.webp)
اعلان
لکه څنگه چي په بلجیم کي لويې څارنوالۍ خبر ورکړی دی، په دغه ښار کي مجموعاً ۱۶ پلټني او تلاشۍ تر سره سوي دي. د پلټنو په جریان کي پولیسو لپټاپونه، کمپیوټرونه ، موبایل تلیفونونه او همدارنگه تقریبأ ۶۰۰۰۰۰ نقدي يورو ضبط کړي دي.
پنځه کسان نیول سوي، له هغې جملې څخه د اروپا د پارلمان معاونه، یونانۍ، ایوا کایلي. ویل کیږي چي د څو میاشتو راهیسي شک موجود ؤ چي د «خلیج یو هیواد» کوښښ کوي، چي د اروپا پر پارلمان باندي اغیز وکړي. د رسنیو په حواله دا د قطر هیواد دی.