پارلمان د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د مسلمانانو ظالمانه بندي کیدل، په کمپونو کي ډله ایز ساتل او په زوره کار په کول وغندل. دغه پریکړه لیک د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر ۱۷مه) تصویب کړ. په پریکړه لیک کي د ایغوریانو تر څنګ د نورو مسلمان اقلیتونو، لکه قزاقانو او قرغیزیانو نومونه هم ذکر سوي دي، چي د چین د حکومت له خوا تر سخت فشار لاندي او ظلونه ورسره کیږي.
دغه پریکړه لیک په لوی اکثریت سره تصویب او د پارلمان له ۶۰۴ وکیلانو څخه يوازي ۲۰ وکیلانو مخالفي او ۵۷ مستنکفي رايي ورکړي دي. په پریکړه لیک کي د اروپا پارلمان د چين له مقاماتو څخه وغوښتل چي ادعاوو سوو اقداماتو ته دي «ژر تر ژره د پای ټکی کښیږدي.» د اعلامیې پراساس «دغه اقدامات» د بشریت په مقابل کي له جنایتونو سره شباهت لري.
د بشري حقونو سازمانونو او پلټنو پراساس د چین په شمال غربي ولایت، شین جانګ کي حداقل یو ميلیون ایغوریان او نور مسلمانان په کمپونو کي بندیان دي. هلته دوی مجبوره کیږي چي له خپل دین، کلتور او ژبي څخه تیر سي او تر یوه حده پوري تر شکنجې لاندي هم راغلي دي.
تبعید سوي او مهاجر ایغوریان د چین پر حکومت باندي د هغوی د وژلو، تښتولو، کړولو او داسي درمل ورکولو تور لګوي، چي و نه سي کړای اولاد پیدا کړي. خو د چین حکومت دغه ټوله تورونه ردوي او د داسي «تربیوي مرکزونو» څخه خبره کوي، چي پکښې د اسلامي افراطیت پرضد مبارزه کیږي. په خبره يې تر نیمایي ډیر کسان له دغو مرکزونو څخه بیرته رخصت سوي دي.
خو د رپوټونو پراساس د کمپونو ډیر پخواني بندیان فابریکو ته د کارونو له پاره لیږل سوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
ايغور د چین په خپلواکمنه سيمه شينجيانګ کي اکثريت اوسېدونکې مليتي ډله ده. دغه کسان د زياتو اټکلونو برخلاف د پخواني ايغوري قبيلو سره تړاو نه لري. دا چي دوی څوک دي په هکله يې انځوريز راپور دلته کتلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpaد چين په شينجيانګ خپلواکمنه سيمه کي اوسېدونکي اکثريت ايغوريان دي. د هغوی ژبه ترکي ريښې لري.
انځور: DW/M. Bölingerد ايغوريانو اکثريت سني مذهبه مسلمانان دي.
انځور: picture-alliance/akg/Y. Travertد «ايغور» لغت د لومړي ځل له پاره په ۱۹۲۱ کال په تاشکند کي په يو کانفرانس کي دغې قبيلې ته وټاکل سو.
انځور: picture-alliance/akg/Y. Travertپخوا ايغوريانو ځان ته د ترکي نژادو خطاب نه کاوه. خو اوس اکثريت ځان ترک نژاده بولي.
انځور: Getty Imagesزيات ايغوريان په دې باور دي چي د هغوی قبيله د بودا په وخت کي هم موجوده وه. تاريخپوهان په دې نظر دي چي ايغور د دوو بيلو ډلو يعني له ايراني طخاريانو او مغلو څخه جوړه سوې ډله ده.
انځور: picture-alliance/dpa/H. W. Youngد ايغورو له لسو څخه ۹ يې په چين کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي د ايغوريانو شمېر تقريبا لس نيم مليونو ته رسيږي.
انځور: APد سني مسلمانانو تر څنګ په ايغورو کي بعضي د پخوانيو اديانو پېرويان هم موجود دي.
انځور: picture alliance / Photoshot د چين تر څنګ د دغې قبيلې غړي په قزاقستان، قرقيزستان، ازبکستان، ترکيه او روسيه کي هم ژوند کوي.
انځور: Reuters/U. Bektasپه ترکيه کي هم يو شمېر ايغوريان ژوند کوي. لکه په ترکي ښار قيصري کي د ايغوري مهاجرو دغه د اوسېدو ځايونو چي ورباندي د ايغورو او ترکيې بيرغونه رپيږي.
انځور: Reuters/U. Bektasکله چي د چين په کورنۍ جګړه کي کمونستان برلاسي سول، نو يې په ۱۹۴۹ کال د شينجيانګ سيمه هغه وخت د شوروي په رضا د چين برخه وګرځوله.
انځور: P. Parks/AFP/Getty Imagesد «ختيځ ترکستان د مسلمانانو حرکت» په نوم له چين څخه بېلتون غوښتونکې ډله د چين د دولت له خوا په «د ترهګرو ډلو» په ليست کي شامله ده. د ايغورو په سيمه کي چين د بېلتون غوښتونکو پر ضد د «ترهګرۍ ضد عمليات» له څو کالونو راهيسي پېل کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Images/Zhang Hao/ColorChinaPhotoايغور تور لګوي چي چين په قصد سره دغې سيمي ته هان چينايان رالېږلي تر څو هلته يې نفوس زيات او د ايغورو نفوس کم سي.
انځور: picture-alliance/AP Photoپه شينجيانګ کي په ۲۰۰۹ کال سخت قومي تاوتریخوالی رامنځ ته سو.
انځور: APد ۲۰۰۹ کال د جولای مياشتې ايتنيکي تاوتریخوالی په چين کي د لسيزو تر ټولو لوی تاوتریخوالی ؤ.
انځور: APد چين په شمال لوېديځه شينجيانګ سيمه کي پوليس او ملېشې په ۲۰۱۰ د ګزمې پر وخت. په دغه سيمه کي د لسيزو د تر ټولو سختو مليتي ناقراريو د کال پوره کېدو په ترڅ کي سخت امنيتي اقدامات نيول سوي ول.
انځور: APد چين دولت د ۲۰۱۴ کال د می په مياشت کي د «ترهګرۍ» په تور ۵۵ ايغوريان د ډليزه علنۍ محکمې وروسته په اعدام محکوم کړل.
انځور: Reutersپه شينجيانګ کي اوس هم امنيتي وضعه د ډاډ وړ نه ده.
انځور: picture-alliance/dpa