۱۳۹۷ دی ۲۷, پنجشنبهد بریتانیا پارلمان د صدراعظمې تیریزا مې هغه يو تړون رد کړ چې په منظمه توگه د اروپا له اتحادیې څخه د روان میلادي کال د مارچ په ۲۹ مه د بریتانیا د وتلو لپاره لاره پرانیستله. اوس که چیرې تر دغې نیټې د حل یوه لاره پیدا نه شي، ښايي د اتحادیې غړي هیوادونه او په خاصه توگه خپله بریتانیا په خپل تاریخ کې له یوې ډیرې سختې گډوډۍ سره مخامخ شي. عبدالباري حکیم له آریانا نیوز سره پرې خبرې کوي.