د اروپا پولیسو د ځان پلورنې په لسهاو قربانیان ژغورلي
۱۳۹۶ مرداد ۳, سهشنبهیورو پول یا د اروپا پولیسو د دوشنبې په ورځ وویل چې د اروپا په کچه د قانون پلي کوونکو آژانسونو د یو شمیر هغو تنظیم شویو مجرمینو پر ضد عملیات کړي دي چې د انسانانو په قاچاق او له دوی څخه د جبري جنسي اړیکو له پاره په استفادې کې ښکیل ول.
د اتریش په مشرۍ د دغه همغږو عملیاتو په ترڅ کې چې د جون میاشتې له ۲۶ نیټې نه د جولای میاشتې تر دویمې نیټې یې دوام وکړ، شاوخوا ۹۱۰ داسې کسان ژغورل شوي چې د انساني قاچاق ممکنه قرباني دي.
په دې عملیاتو کې چې د ټولې اروپا په سطحه په لاره اچول شوي وو، د اروپايي ټولنې ۲۲ غړو هیوادونو برخه اخیستي وه. یادې ادارې ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۵ زره کسان، ۶۰۰۰ موټر او ۴۰۰۰ زره ځایونه پلټل شوي دي. په دې ځایونو کې د مساج «چاپي» مرکزونه او د جنسي اړیکو د خدمتونو وړاندې کوونکې مرکزونه پلټل شوي دي.
یوروپول یا د اروپا پولیسو په یوه خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې «انلاین [یا انترنتي] چاپیریال ته ډیره پاملرنه شوې چې ورڅخه د جنسي اړیکو د خرڅلاو او اعلاناتو له پاره کار اخیستل کیده».
یورو پول همدا راز ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ د انساني قاچاق ځینې داسې شبکې یې کشف کړي چې ریښې یې په نایجیریا، جنوبي امریکا او شرقي اروپا کې نغښتي دي.