په بیانیه کې چې په اړه یې په سیمه ییزو او روسیي رسنیو کې ډیر رپوټونه خپاره شوي، د کریموف د روغتیایي وضعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوی.
په بیانیه کې راغلي دي: «د کارپوهانو په حواله، بشپړ روغتیایي معاینات او درملنه به یو څه وخت ونیسي.»
د کریموف د روغتیایي وضعیت په اړه له څه مودې راهیسې بیلابیلې آوازې خپریږي خو د دغو آوازو د اصليت روښانول اسانه کار نه دی، ځکه په ازبکستان کې معلومات د حکومت له خوا کنترولیږي.
اسلام کریموف له ۱۹۹۱ کال راهیسې د ازبکستان ولسمشر پاتې شوی دی. په همدې کال کې ازبکستان له مسکو څخه خپل استقلال ترلاسه کړ.
د کریموف ځای ناستی روښانه نه دی، او په دې هیواد کې هیڅ کله هم د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې آزاده او عادلانه ټاکنې نه دي شوې.
تیر کال هم په دې هیواد کې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې داسې رپوټونه خپاره شول چې کریموف کوما ته تللی، خو هغه بیا وروسته په عام محضر کې څرګند شو.
ازبکستان وچې ته محاط د پخواني شوروي اتحاد غړی هیواد دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او په کې له ۳۰ میلیونو څخه ډیر انسانان ژوند کوي.
امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د ماموریت د پر مخ وړلو له پاره په دې هیواد کې یوه پوځي اډه جوړه کړه خو د تاشکند او واشنګټن تر منځ د بشري حقونو پر سر د نظر اختلاف د دې لامل شو چې امریکا متحده ایالات په ۲۰۰۵ کال کې دې پوځي اډې ته لاسرسي له لاسه ورکړي.
د مرکزی اسیا هیوادونو په اړه نور مطالب:
وزلوبه د منځنۍ اسيا لوبه ده چي تر اوسه په افغانستان او تاجيکستان کي رواج لري. دغه سنتي لوبه مخالفان هم لري. دغه انځورونو پروین سعادتي په تاجیکستان کې له دې لوبې اخیستې.
انځور: Parvin Saadatiوزلوبه ډیر لیدونکي لري او میدان ته ننوتل یې ډیر ستونزمن کار دی.
انځور: Parvin Saadatiد وزلوبي میدان ته نزدې په لسونو موټر او په سونو کسان راټولیږي. هغوی میدان ته نزدې تپو ته پورته کيږي چې لوبه ولیدلای شي.
انځور: Parvin Saadatiپه دې لوبه کې پر آس باندې ډیر فشار راځي او ډیر وخت پکښې ژوبلیږي.
انځور: Parvin Saadatiدغه لوبه په اسیا کې ډیر مینوال لري. ویل کیږي چې دغه لوبه آن د جنګیزخان د حکمرانۍ پر مهال هم رواج وه.
انځور: Parvin Saadatiوزلوبه اوس په داسې یوه ورزش بدله شوې ده چې پکښې لوبغاړي د خپل ځان او خپل آس ځواک نندارې ته وړاندې کوي.
انځور: Parvin Saadatiد وزلوبي آسان باید څو کاله تربیه او ښه وساتل شي چې ښه وځلیږي.
انځور: Parvin Saadatiبزکشي په افغانستان کې هم ډیر مینه وال لري. د افغانستان په شمال کې د دې لوبې له پاره ډیر آسان ساتل کیږي او د رخصتیو په ورځو د مینه والو مخ ته ترسره کیږي.
انځور: Parvin Saadatiپه تاجیکستان کې د نوروز جشن په ترڅ کې وزلوبي (بزکشی) هم ترسره کیږي.
انځور: Parvin Saadatiد هغه کس نوم چې وزه یې د میدان ټاکل شوي ځای ته رسولې ده اعلانیږي او هغه ته ځانګړې شوې جایزه هم ډیر وخت د وزې تر رسولو وروسته هغه ته سپارل کیږي.
انځور: Parvin Saadatiپه افغانستان کې بزکشي یوه ملي لوبه بلل کیږي.
انځور: Parvin Saadatiدغه انځورونه د دویچه ویله فارسي څانګي ته له تاجیکستان څخه میرمن پروین سعادتي، استولي دي.
انځور: Parvin Saadati