د ازمون او ليوال وياړ غونډه
۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سهشنبهدانش خپرنډيي ټولني د استاد لال پاچا ازمون او عبدالغفور ليوال فرهنګي هڅي د يوې پراخي غونډي په ترځ کي وستايلې.
دغه غونډه چي په د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو او د خیبر پښتون خوا په لسګونو فرهنګیانو ګډون کړی و د لغمان ادبي بهیرغړي عبدلمعید هاشمې مېلمنو ته د ښه راغلاست په ويلو پرانسته.
ورپسې د لغمان والي راغلو مېلمنو ته هرکلی او ښه راغلاست ووايه. بیا د پښتو ژبې پیاوړي لیکوال او څیړونکې استاد حبیب الله رفیع ته د خبرو بلنه ورکړل سوه.
استاد حبیب الله رفیع استاد ازمون او لیوال دواړه د پښتو ژبي هغه ځوان خدمتګاران یاد کړل چې په شخصي لګښت یې بیلابیل کتابونه او سیمینارونه جوړ کړي دي.
ددې ترڅنګ له شماله راغلي میلمه او د بلغ پوهنتون استاد برزین مهر ددې ترڅنګ چې دغه ډول غونډې ګټورې وبللې غوښتنه یې وکړه چي باید په فرهنګي غونډو کي د سالنګ هااخو خلکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.
ورپسې استاد محمد اصف صمیم او له کندهاره راغلي افغان لیکوال محمد یار هم د استاد ازمون او غفور لیوال په فرهنګي هلو ځلو خبرې وکړې او ددغه ډول غونډو هیواد شموله کیدل یې وغوښتل.
د غونډې بله برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې سوې وه چي په لسګونه شاعرانو پکښي خپل شعرونه ګډون والو ته واورل.
استاد لال پاچا ازمون د پښتو ژبي ځوان لیکوال او شاعر دی چې تر دې دمه یې په لسګونه بیلابیل کتابونه ټولني ته وړاندي کړي دي، استاد د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی استاد او د ولسي ادب په راټولو کې لوی لاس لري.
استاد ازمون د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد دی او په ختیز ننګرهار کي یې په خپلو هڅو بیلابیلي فرهنګي غونډې جوړي کړي دي .
ددې ترڅنګ د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د دفتر مشر عبدالغفور لیوال یو له ځوانو شاعرانو او لیکوالانو څخه دی چي تراوسه یې د شعر او نثر په برخه کي بیلابیل ګټور اثار لیکلي او خپاره کړي دي.
شمعه احمدزۍ/ ننګرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل