1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له دې وروسته په عربي او انګلیسي ژبو هم کانکور اخيستل کېږي»

امید دیدار
۱۴۰۳ خرداد ۳, پنجشنبه

افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی، چې له دې وروسته یې په کانکور ازموینه کې دوې نورې ژبې، انګلیسي او عربي هم شاملې کړي. دا څرګندونې د دغې ادارې مشر په یوه کنفرانس کې وکړې.

آرشيف انځور: د ازموینو ملي ادارې دغه راز د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور نېټې هم اعلان کړي دي
آرشيف انځور: د ازموینو ملي ادارې دغه راز د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور نېټې هم اعلان کړي ديانځور: DW/A. Behrad

افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی، چې له دې وروسته یې په کانکور ازموینه کې دوې نورې ژبې، انګلیسي او عربي شاملې کړي دي. د دغې ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني دا څرګندونې د راروانې کانکور ازموینې د نېټې د اعلان په اړه خبري کنفرانس کې کړي دي. 

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني ویلي دي، چې په کانکور ازموینه کې د انګلیسي او عربي ژبو ورګډولو موخه د هغو افغان ځوانانو ستونزو ته د رسېدو هڅه ده، چې د کډوالۍ پر مهال یې په نورو ژبو زده کړې کړي او هېواد ته په ستنېدو سره یې په ملي ژبو د کانکور ازموینې ورکولو کې ستونزې لرلې.

په هغه ویډیو کلیپ کې چې ځايي رسنۍ طلوع نیوز خپور کړی دی، عبدالباقي حقاني وايي، راروان کانکور کې په انګلیسي او عربي ژبو هم پوښتنې جوړ شوي او د پوښتنو بانک کې ځای پر ځای شوي دي. هغه وویل، دا چاره هغو افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو موکه برابروي، چې له هيواده بهر یې زده کړې کړي دي.

افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لا پاتې ته نه دي رسېدليانځور: Wahil Kohsar/Getty Images

د ازموینو ملي ادارې دغه راز د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور نېټې هم اعلان کړي دي، چې د پلان له مخې به په پنځو پړاوونو کې واخستل شې. د دغو ازموینو لومړی پړاو د جوزا میاشتې پر ۱۷،۱۸ او ۱۹ نېټه اخستل کېږي. د دغې ازموینې دویم پړاو د چنګاښ یا سرطان میاشتې پر لومړۍ او دویېمه نېټه او دریم پړاو د همدې میاشتې پر اومې او اتمې نېټې اخستل کېږي.

دغه راز، د کانکور ازموینې څلورم پړاو د چنګاښ میاشتې پر ۱۴، ۱۵ او پنځم یا وروستی پړاو به یې د همدغې میاشتې پر ۲۲ نېټه واخستل شي.

دا لومړی ځل دی، چې پر ملي او رسمي ژبو پښتو او دري سربېره به سږ کال په انګلیسي او عربي ژبو هم کانکور ازمویېنه واخيستل شي. د ازموینو ملي ادارې پر ایکس پاڼې خپرو کړو دغو نېټو ته د «احتمالي پلان» عنوان ورکړی دی.

د طالبانو ادارې له لوري د کانکور ازمویېنې نېټې اعلان او په دغې امتحان کې د دوو نړیوالو ژبو ورګډول داسې حال کې کېږي، چې لا هم افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیزونه پای ته نه دي رسېدلي او نه هم اوسنیو واکمنو په دې اړه وروستی دریځ روښانه کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل